زلمی خلیلزاد له ترکمنستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه غږېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی د خپل درېیم سفر په اوږدو کې ترکمنستان ته رسېدلی او د هغه هېواد له چارواکو سره به وویني.

خلیلزاد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې نوموړی به د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره د افغان سولې اړوند خبرې وکړي.

هغه تر دې وړاندې ازبکستان، مسکو، کابل او اسلام اباد هم د خپل همدې سفر په جریان کې وکتل.

خلیلزاد دوه ورځې وړاندې افغان حکومت او سیاسي څېرو ته ګواښ وکړ چې که د سولې لپاره د امریکا د پیل کړو هڅو ملاتړ ونه کړي، نو دوی به يې هم له ملاتړه لاس واخلي.

له یاد ګواښه نږدې یوه ورځ وروسته د امنیت شورا د «سولې عالي مشورتي بورډ» په نوم یو پلاوی اعلان کړ، چې ګنې سیاسي څېرې او واکمن کسان پکې را ټول دي.

سولې مشورتي بورډ غړو له پاره د حکومت، سياسي ګوندونو، سياسي شخصيتونو او ټولنې د نورو غړيو له منځه خلک ټاکل شوي دي چې په کې له حکومت څخه د افغانستان ولسمشر او مرستیالان یې، د حکومت اجراییه رییس او مرستیالان یې، د ولسي جرګې رییس، د مشرانو جرګې رییس، قاضي القضات، د ملي امنيت سلاکار، د ولسمشرۍ د مقام د دفتر عمومي رییس، لوی څارنوال، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس، د علماوو د سراسري شورا رییس او د سولې عالي شورا رییس شامل دي.

د تېر جهاد له مشرانو او سياسي استازو څخه يې پخوانی ولسمشر حامد کرزی ، پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددي، عبدرب الرسول سیاف، انجنیر ګلبدین حکمتیار، یونس قانوني، سید حامد ګیلاني، محمد کریم خلیلی، صلاح الدين رباني، سید منصور نادري ، شیخ اصف محسني، عبدالهادي ارغندېوال، حاجي دین محمد، عطامحمد نور، امنه افضلي، صدیقه بلخي، محمد اسماعیل خان، امرالله صالح ددې بورډ په غړو کې شامل دي.

تر دې وړاندې ارګ هم د یو دوولس کسیز پلاوي د ګمارنې خبر ورکړی و، چې د کورنیو سیاسیونو تر څنګ پرې د امریکا سفیر هم نیوکه وکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د