وأنتم الأعلون ان كنتم مؤمنين

تاسي غالبه یاست!! کچیري مؤمنان یاست

(وَأَنتُمُ ٱلۡأَعۡلَوۡنَ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ)

احمدمدثر دلسوز

[او مه سستېږئ او مه غمجن کېږئ، حال داچي په همدې حالت کي هم تاسي غالب یاست کچیري مؤمنان یاست (نو باور پرې وکړئ).]  – ۱۳۹ آل عمران –

مسلمانانو لپاره دا عجیب او له زیري څخه ډک آیت هغه وخت نازل سو کله چي مسلمانانو د احد په غزا کي ماته وخوړه، دوي ډېر غمجن وه، ډېره مأیوسه وه او ډېر زیات متأثره سوي وه، نو په همدې حالت کي الله تعالی جل جلاله داسي یو آیت راولېږه چي نه یوازي ددو لپاره بلکي د قیامت تر ورځي پوري د ټولو مجاهدینو او مؤمنینو لپاره بس او کافي دی او د هغوی د مورال قوي کوونکو او د روحیو پورته کوونکی دی.

او دوی ته يې په دې آیت کي داسي ور وفهموله چي خپه کېږئ مه !، دا تاریخ دورې دورې دی، تاسي د تیرو کافرو امتونو حال وګورئ هغوی څه سول؟ بیرته انجام او اخره د مؤمنانو نه وه؟

او په همدې ماته خوړلي حالت کي خو هم تاسي پر دوی لوړ او غالب یاست :

نو څنګه ؟

داځکه چي :

  1. تاسي د الله تعالی جل جلاله بندګان یاست خو هغوی د طاغوت بندګان دي، تاسي د الله لخوا جوړ سوي قوانین پلي کوئ او هغوی په خپل لاس جوړ سوي )ناقص( قوانین پلي کوي.
  2. ستاسي نبي او رسول محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم دی، هغه خیرالخلق چي که هغه الله تعالی دنیا ته نه وای راوستی نو خپل الهیت، ربوبیت او عبودیت به یې نه وای ښکاره کړی، هغه څوک چي الله تعالی جل جلاله د هغه په لاس باندي د کفر او جاهلیت تور ټغر ټول کړ، هغه چي په راتګ سره یې د بشریت ترمنځ د غلامۍ طوقونه وشلېدل او پر ځای یې د أخوت مزي وغزېدلې، هغه خیرالبشر چي ښځه یې د شهوانیت او حیوانیت له ډنډ څخه یوځل بیا د انسانیت او اخلاقیت ماحول ته راوسته، هغه څوک چي د معصومو انجونو اوښکي یې پاکي کړې او هغوی ته یې له مړه ژوند څخه نجات ورکړ، هغه داعي چي که چا یې دعوت ته لبیک ووایه د کامیابۍ منزلت به ورنصیب سي، هغه امام الأنبیاء چي ټولو أنبیاؤ یې په مسجد أقصی کي د راتګ لاري څارلې، هغه آخر چي همدی آخر دی او له ده صلی الله علیه وسلم څخه وروسته کوم نبي نسته او بالاخره هغه بشر چي د بشر په ژبه او قلم یې صفت بیانول ناشونی دی.
  3. تاسي ته قرانکریم رالېږل سوی دی، هغه کتاب چي د مخکنیو او وروستنیو (راتلونکو) وختونو او امتونو په اړه پکښي خبر راغلی، هغه کتاب چي تاسو په خپل مېنځ کي پرې فیصله کوئ، داسي کتاب چي اعجازونه او نادري یې ختمېده نلري، هغه کتاب چي ښکاره هدایت او رڼا، کامله شفاء او د الله تعالی رسۍ ده، داسي مشال چي هره تاریکي یې روښانه کړه او داسي څراغ چي هر لار ورکی پرې مستقیمه لار موندلای سي، چاچي پرې عمل وکړئ د هغه به کامیابي او چاچي پرېښوده د هغه به ضلالت په برخه سي.
  4. ځکه تاسي لوړ او غالب یاست چي ستاسو شریعت او تګلاره اسلام دی، داسي تګلاره چي ستاسي لپاره دین او دنیا، جسد او روح، زړه او عقل دی… د نړۍ ټولو ناخوالو ته ځواب ویونکی او د دنیوي او اخروي ژوند لپاره شامله او کامله تګلاره ده، داسي تګلاره چي هیڅ شی پکښي مبهم او پټ ندی پاته سوی او ټول له الهي جانبه واضح او ښکاره بیان سوي دي.
  5. تاسي د لوړو اخلاقو څښتنان یاست، ستاسي اخلاق کامل او پوره دي … ((انما بعثت لأتمم مکارم الأخلاق)).
  6. ستاسي رابطه قوي او ټینګه ده، داسي ټینګه چي هیڅ طاغوت او جابر نسي کولای ستاسي رابطه وشکوي، داسي ټینګه رابطه چي په مرګونو، وینه تویولو، اعدامولو، زندانونو او شکنجه ورکولو ددې پرځای چي وشکیږی نوره هم ټینګیږي، هغه رابطه چي چي د نړۍ ټولو کفارو یې د شکولو هڅه کړې خو بیا هم ناکام سوي او پاته راغلي دي او هر چا چي ددې رابطې د شکولو هوډ کړی ددې پرځای چي کامیاب سوي ندي بلکي الله تعالی جل جلاله داسي نابود کړي او د مځکي له مخه ورک کړي چي د نورو لپاره یې د عبرت یوه نښه ګرځولې… هغه بله هیڅ کومه رابطه نده؛ یوازي د الله تعالی جل جلاله او مؤمنانو ترمنځ رابطه ده.
  7. تاسي غوره یاست ځکه چي ستاسي د نصرت، کامیابۍ او ثبات لپاره ملائکي هم الله تعالی جل جلاله رالېږلي وې.
  8. تاسي غوره ځکه یاست چي ستاسي په زړونو کي اطمینان دی، تاسي مطمئن یاست، د الله تعالی جل جلاله د نصرت او کومک پخاطر ستاسي زړونو کي هیڅ ډول تشویش او وسوسه نسته دا ځکه چي الله تعالی جل جلاله تاسي سره وعده کړې چي زه به له تاسي سره یم او آخره هم ستاسو ده، ستاسي دښمنان پرېشانه، زړونه یې له تشویشونو ډک، وارخطا او ژوند کي یې هیڅ آرام نسته دا ځکه چي الله جل جلاله مقابل کي ولاړ او د الله جل جلاله غضب ورسره ملګری دی.
  9. تاسو غوره یاست ځکه ستاسي ځای جنت دی او دا ټینګه وعده الله تعالی جل جلاله درکړې ده، ځکه تاسو پر غیبو ایمان راوړونکي یاست او کمال هم همدلته دی چي څه مو ندي لیدلي خو ایمان پرې لرئ که څه ووینی نو بیا خو به یې هرومرو منی، دوږخ او جنت مو ندي لیدلي خو ایمان پرې لری، ملائکه مو ندي لیدلي خو ایمان پرې لرئ، الله تعالی جل جلاله مو ندی لیدلی خو ایمان پرې لرئ، نو ځکه ستاسي مکافات هم دغومره لوړ دي چي په بدل کي یې تاسو ته د تل لپاره جنت درکول کیږي (وَيُدۡخِلُهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ رَضِيَ ٱللَّهُ عَنۡهُمۡ وَرَضُواْ عَنۡهُۚ)، ستاسي دښمنان پر غیبو ایمان نلري نو ځکه جزاء یې هم دغومره لوړه ده چي په بدل کي یې ورته د تل لپاره دوږخ ورکول کیږي.
  10. ځکه تاسي غوره یاست چي تاسو په دنیا کي پر هر ډول ظلمونو، مصیبتونو، خواریو، ناروغیو او بې انصافیو صبر کړی دی او تاسي د الله ډله یاست او د الله ډله کامیابه وي (أُوْلَٰٓئِكَ حِزۡبُ ٱللَّهِۚ أَلَآ إِنَّ حِزۡبَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ)، خو ستاسي ددښمنانو ډله د شیطان ډله او هغه ناکامه او له سخت تاوان سره مخ ده(أُوْلَٰٓئِكَ حِزۡبُ ٱلشَّيۡطَٰنِۚ أَلَآ إِنَّ حِزۡبَ ٱلشَّيۡطَٰنِ هُمُ ٱلۡخَٰسِرُونَ).

نو اې مؤمنانو ! چي تاسو دومره غوره یاست نو ولي یأس او نا امیدی کوئ؟ تاسو خبر نه یاست چي ناأمیدي کفر ده؟، هو دا خو رښتیا خبره ده چي اوس مسلمانان د تاریخ په یو ترټولو سخته دوره کي ژوند کوي، له هرلوري ډول ډول فشارونه پر مؤمنانو واردیږي او ستاسي دښمنان غواړي چي په یو ډول نه یو ډول ستاسي څخه ایمانونه یوسي، تاسو پوه سئ چي دنیا ښې او بدي ورځي لري، نه په ښه ورځ دومره خوشالي پکار ده چي بده مو هېره سي او نه په بده دومره مأیوسي په کار ده چي دښې ورځي امید مو قطعه سي.

نو اې مسلمانه! اوښکی دي پاکي کړه او سر دي پورته کړه، راتلونکی یوازي او یوازي ستا او ستا د دین دی او آخرت د تقوی دارو لپاره دی، په دې پوه سه چي دا د الله تعالی جل جلاله لخوا امتحانات دي او پدې امتحاناتو کي سوچه مؤمنین او منافقین معلومیږي، ځکه دا معرکه د مادې او عقیدې ده، دا معرکه د صلیب او قرآن ده نو ځکه قربانیو ته ضرورت، زیات وخت ته اړتیا او د زړه صبر ته ضرورت لري، همدارنګه پوه سه چي د الله تعالی نصرت له صابرانو سره دی او د سختیو سره آسانۍ هم ملګري دي – (ان مع العسر یسرا).

ځکه د سهار رڼايي تر هغو پوري نه راځي ترڅو د شپې تاریکۍ نه وي تیري سوي او د سهار رڼایی نژدې دي (ألیس الصبح بقریب).

او کامیابي او د الله جل جلاله نصرت له سختي مجاهدې او مقابلې وروسته په لاس راځي.

نو روحیې او مورالونه قوي کړئ او سختي مجاهدې او مقابلې ته دوام ورکړئ او نا أمیدي هیڅکله مه کوئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابو ىاسر
میلمه
ابو ىاسر

رشتىا هم اىنده د مسلمانانو ده