افغانستان

بدخشان: د طالبانو برید کې ۱۱ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې د طالبانو برید کې ۱۱ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو نن د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د جرم ولسوالۍ په (سوچ) سيمه کې د امنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې اووه تنه دولتي عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د بدخشان امنيه قومندانۍ وياند ثناء الله روحاني هم جګړه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې په ياده پوسته د طالبانو له لوري بريد شوی دی چې تر څو ساعتونو پورې جګړې دوام کړی دی چې په کې اووه تنه دولتي عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې د جګړې او دولتي عسکرو د تلفاتو په اړه د دولتي عسکرو له مسؤلينو سره په اړيکه کې دي، ترڅو نور جزيات ترلاسه کړي.

روحاني وويل چې دا جګړه اوس پای ته رسېدلې ده، چې په کې د دولتي عسکرو سربيره طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شميرو په اړه يې څه ونه ويل.

د بدخشان ولايت جرم ولسوالۍ يوه له ناامنه ولسوالیو څخه ده چې وخت پر وخت ورڅخه د جګړو خبرونه ترلاسه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x