ننګرهار: په بيلابيلو پيښو کې د يو ډاکټر په ګډون نهه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت د چپرهار د دولت زو او د هسکې مينې په ترخو اوبو سيمو کې په بيلابيلو پيښو کې د يو ډاکټر په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.

د چپرهار ولسوالۍ يو تن قومي مشر محکم خان رسنيو ته ویلي دي چې تير ماښام ناوخته ددې ولسوالۍ په ګلدرې سيمه کې د عبيدالله په نامه يو ډاکټر چې له خپل درملتون څخه کور ته په لاره و، د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

هغه وويل چې د ډاکټر عبيدالله سربيره د دې ولسوالۍ په غلام ډاګ سيمه کې هم د فضل هادي او محمد نادر په نامه دوه ورونه چې د ځمکو د پلور او پير کار يې کاوه او ددې ولسوالۍ د دولتزو د فاميليو اوسېدونکي وو وژل شوي دي چې تر اوسه يې د وژنې لامل او مسؤلين نه دي معلوم شوي.

د چپرهار ددې دواړو پيښو په اړه د ننګرهار سيمه ييزو مسؤلينو څه نه دي ويلي خو ددې ولايت وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي دي چې د هسکې مينې ولسوالۍ او ترخو اوبو په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

چپرهار ولسوالۍ د ننګرهار هغه سيمه ده چې تر دې وړاندې هم ډیری وخت په وخت د هدفي وژنو او نامعلومه وسله والو لوري عام خلک په نښه شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د