نبوي سیرت

د کاڼي کرښې (شپږ ویشتمه برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

۱.تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ، وَتَوَادِّهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ، كَمَثَلِ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى. صحیح البخاري

ترجمه : ته به مؤمنان مومي په خپل مینځنی رحم کې ، به دوستي کې ، په نرمي کې لکه یو بدن کله چې د بدن یو اندام په درد شي نو ټول بدن ورسره په بې خوبي او تبه سره نا آرامه شي .

۲.مَا مِنْ مُسْلِمٍ غَرَسَ غَرْسًا، فَأَكَلَ مِنْهُ إِنْسَانٌ أَوْ دَابَّةٌ، إِلاَّ كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ . صحیح البخاري

مطلب : کوم مسلمان چې کوم نیالګی کېږدې چې د هغه نه کوم انسان ، یا حیوان خوراک کوي دا هرڅه دده لپاره صدقه ده .

۳.مَا زَالَ يُوصِينِي جِبْرِيلُ بِالْجَارِ حَتَّى ظَنَنْتُ أَنَّهُ سَيُوَرِّثُهُ . صحیح البخاري

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :ماته جبریل علیه السلام د همسایه په اړه دومره وصیت کاوه چې ما ګمان وکاوه چې د ګاونډي به دومره حق وي چې په میراث کې به شریک وي .

۴.وَاللَّهِ لا يُؤْمِنُ، وَاللَّهِ لا يُؤْمِنُ، وَاللَّهِ لا يُؤْمِنُ قِيلَ: وَمَنْ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: الَّذِي لا يَأْمَنُ جَارُهُ بَوَايِقَهُ . صحیح البخاري
ترجمه : و الله مؤمن نه دی ، والله مؤمن نه دی ، والله مؤمن نه دی چا ورته وویل : څوک یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : هغه کس چې ګاونډی یې له شر څخه په امن نه وي .

۵.حضرت جندب رضی الله عنه فرمایي : اشْتَكَى النَّبِيُّ ، فَلَمْ يَقُمْ لَيْلَةً أَوْ لَيْلَتَيْن . صحیح البخاري

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم بېمار شو نو یوه که دوه شپې د تهجد مانځه ته پورته نه شو (نور به یې کله هم د تهجد مونځ نه پرېښودو) .

۶.مَا سُئِلَ النَّبِيُّ عَنْ شَيْءٍ قَطُّ فَقَالَ: لاَ . صحیح البخاري

ترجمه : له رسول لله صلی الله علیه وسلم څخه هېڅ شی نه دي غوښتل شوي چې ده مبارک ویلی وي : نه (له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه به چې کوم شی وغوښتل شول هغه به یې له مسلمانانو څخه نه منع کول) .

۷.وَمَنْ لَعَنَ مُؤْمِنًا فَهُوَ كَقَتْلِهِ. صحیح البخاري

ترجمه : چا چې په مؤمن باندې لعنت وویلو (په ګناه کې) داسې ده لکه د هغه وژل.

۸.وَلا يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلاثَةِ أَيَّامٍ. صحیح البخاري

ترجمه : نه دي روا د یو مسلمان لپاره چې د خپل ورور نه تر دریو ورځو زیات خفه شي .

۹.إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ، وَلا تَحَسَّسُوا، وَلا تَجَسَّسُوا، وَلا تَنَاجَشُوا، وَلا تَحَاسَدُوا، وَلا تَبَاغَضُوا، وَلا تَدَابَرُوا، وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا. صحیح البخاري

ترجمه : له (بد) ګمان څخه ځان وساتئ ځکه ګمان ډېرې درواغ خبرې دي ، د نورو د عیبونو لټون مه کوئ ، د یوبل جاسوسي مه کوئ ، چې د کوم شي د اخیستلو رښتینې اراده مو نه وي هسې د شیانو قیمتونه پورته مه بیایئ ، له یو بل سره کینه مه کوئ ، له یو بل سره دښمني مه کوئ ، په یو بل پسې مه کېږئ ټول د الله تعالی بندګان وروڼه شئ .

۱۰.كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلاَّ الْمُجَاهِرِينَ، وَإِنَّ مِنَ الْمُجَاهَرَةِ: أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلاً، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ، فَيَقُولَ: يَا فُلانُ! عَمِلْتُ الْبَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللَّهِ عَنْهُ . صحیح البخاري

ترجمه : زما د امت نه هر چا ته بښنه کیږي مګر هغه کسانو ته نه کیږي چې په ښکاره سره ګناهونه کوی او لدې ښکاره ګناه کوونکو څخه ځینې داسې وي چې د شبې کوم عمل کوي بیا چې صبا شي پداسې حال کې چې الله تعالی ورباندې پرده اچولې وي دی وايي : اې فلانیه ! د شپې مې داسې داسې کار وکولو ا و الله په ده باندې د شپې پرده اچولې وي او دی په سحر کې د الله تعالی پرده له ځانه لرې کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx