نړۍ

امريکايي ورځپاڼه: ټرمپ تر ۲۰۲۰ کاله له افغانستانه د خپلو پوځيانو په ويستلو فکر کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لیندۍ، ۱۳۹۷ل ): يوناني ليکوال او متقاعد پوځي افسر سټيوروس اټلامازوګولو «نيوزريپ» ورځپاڼې  ته ليکلي، چې ۲۰۱۸ کال پوره کيږي او د امریکا له لوري د القاعدې او د هغې د کوربنو طالبانو پر ضد روانه جګړه اتلسم کال ته داخليږي، خو لا هم د دغې اوږدې  جګړې پای نه بريښيی، د ميلياردونو ډالرو لګولو  او د زرګونو امریکايي او ايتلافي عسکرو د قربانيو سره لا هم افغان حکومت طالبانو ته د ماتې ورکولو توان نه لري.

ليکوال افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» راپور په حواله ليکلي، چې د افغانستان ډېره برخه لا هم د طالبانو په واک کې ده او ۲۰۰۱ کال راهيسې دغه ډله تر ټولو زياته ځواکمنه بريښي.

ليکوال د افغانستان وضعيت په اړه د وروستيو شوو سروې ګانو له مخې ويلي، چې افغان حکومت يوازې په ۵۵ سلنه خاوره حکومت کوي اوپاتې نورې سيمې د طالبانو تر واک لاندې دي.

لیکوال زياتوي، چې اوس لپاره معقول خبره دا د ه، چې چارواکي له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو لپاره فکر وکړي؛ ځکه چې تر اوسه د وسله‌ والو مخالفينو پر ضد د روانې جګړې د بريا کوم څرک نه ښکاري او که حالات همدارنګه وي، په ر اتلونکي وخت کې يې کومه نښه نه ليدل کيږي او افغان حکومت هم يوازې د محدودو موخو لپاره جګړې او عمليات کوي. په عين حال د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو سره مستقيما خبرې اترې پيل کړي او په دې اړه  يې افغان حکومت څنډې  ته کړی دی.

سټيوروس اټلامازوګولو وايي، چې د روانې جګړې  په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې له تناقضه ډکې دي. د ساري په توګه د امريکا دفاع وزير جميس مټیس په پنټاګون کې يوې غونډې ته له ابهام ډکې وينا کې د افغانستان جګړې په اړه وويل: «په معاصر تاريخ کې د ۴۱ هېوادونو تر ټولو ستر نړيوال ايتلاف د افغانستان بيا ابادۍ او خونديتوب لپاره جګړه  کړې او ښه به دا وي، چې طالبان د سولې هڅو ته لبیک ووايي، د خپلو خلکو له وژلو لاس واخلي، خو موږ به دلته پاتې يو.»

همدارنګه د امریکا د دفاع پخواني وزير او د سي ای اې پخواني مشر جنرال  ډيويډ پټريوس هم په خپلې تازه مرکه کې ويلي، چې د افغانستان په اړه امریکا بايد يوه سټراټيژي ولري، چې «موږ هلته د دې لپاره تللي يو، چې د القاعدې او نورو وسله والو ډلو خوندي مرکزونه له منځه يوسو او داسې ډاډ تر لاسه کړو، چې راتلونکي وخت کې هم هلته د داعش په ګډون نور ډلې خوندي مرکزونه جوړ نشي کړی او په عين حال کې په سيمه کې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره يو پليټفورم ولرو.»

ليکوال زياتوي، چې د پنټاګون چارواکي افغان حکومت ته ډاډ ورکوي، چې خپل پوځيان به يې په افغانستان کې پاتې وي، خو د ولسمشر ټرمپ په ګډون سياسي  مسؤولين بیا د روانې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي او اوسمهال د ټولو سترګې د سپينې ماڼۍ  پر لور دي، چې ولسمشر ټرمپ څه پرېکړه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x