افغانستان

پارلماني ټاکنې؛ د کابل رايې بيا شميرل کيږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰لیندۍ،۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د کابل ولایت د ولسي جرګې رايې باطلې اعلان کړې له نژدې يوه اوونۍ ځنډ او خبرو اترو وروسته د ټاکنو خپلواک کميسيون او شکايتونو کميسيون په دې سره موافق شول چې د ولسي جرګې د کابل ولايت د ټاکنو رايې به دوهم ځل بيا شميرل کيږي.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون تيره پنجشنبه د فساد او درغليو له امله د ولسي جرګې د ټاکنو ټولې رايې باطلې اعلان کړې، خو نن يې د بيا شميرنې بهير بيرته پيل شو.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د وياند مرستيال عزيز ابراهيمي په کابل کې رسنيو ته وويل چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د شکايتونو له کميسيون سره د رايو د بيا شميرلو په سر يوې نوې تګلارې له مخې موافقې ته رسېدلې دي او د رايو شميرل بيرته پيل شوي دي.

ابراهيمي وويل چې د کابل ولايت د کومو مرکزونو په اړه چې شکايتونه شوي دي، د هغو رايې به بيا شميرل کیږي او زياته يې کړه چې د راتلونکې اوونۍ په پای کې به د کابل او پاتې نورو ولایتونود ولسي جرګې لومړنۍ پايلې اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون د معلوماتو له مخې دواړه کميسیونونه په دې سره سلا شوي دي چې کاري ډلې به له ۱۱۰ څخه
۲۰۰ ته رسوي او همدا راز به د ټاکنو څارونکي له دوو تنو څخه پنځو ته زيات کړي.

د بيا شميرل شويو رايو او څارلو وروسته به د پايلو پاڼه په هر هنګر کې لګول کيږي، د بايو ميټرک رايه ورکوونکو معلومات او د شميرل شويو رايو پايلې او حساب به هره ورځ د شکايتونو کميسیون ته ورکول کيږي او هم به د کابل د ټاکنو ځينو ولایتي کارمندان او ټرينران هم بدليږي.

د يادونې وړ ده چې په لومړيو کې د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي وو چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې به ژر اعلان شي، خو په ټاکنو کې د فساد او درغلۍ ګڼ شکايتونه ددې لامل شول چې د دې ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان وځنډيږي.

تر اوسه د افغانستان د ۲۴ ولايتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوي دي او د کابل په ګډون اتو نورو ولایتونو لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د سي آی ای لکه چي سنارويګانې او ډرامې په ختميدو دي هره خبره او موضوع چي پلاس ورشي شاربي يې چي دخلکو ذهنونه مغشوشه کړي او د جګړی او آزادی نه يې بلې خواته متوجه کړي، ځني به يې ښه پوره غولولې هم وي او دا ډرامه به هم نورو ډراموغوندې خورا مهمه ورته ښکاري .
خو دوی دی پدی پوه وي چي دا ملت پدی باطلو ډرامو نه غوليږي ، څومره تغييرات او تبديلی چي پدی دولت او حکومت کي راولې بياهم افغانانوته غلام او نوکردی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x