د روسیې د ولسي جرګې رئیس ویاچشلاو وولودین

روسي چارواکی: امریکا د تروریزم سره د مبارزې په نامه په سیمه کې خپل اهداف لټوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لیندۍ،۱۳۹۷ل): د روسیې د ولسي جرګې رئیس ویاچشلاو وولودین وایي، له تروریزم سره مبارزه هسې یوه بهانه ده او امریکا د همدې بهانې په مټ په سیمه کې خپل اهداف لټوي او د هیوادونو ځمکنی تمامیت ګواښي.

ویاچسلاو وولودین زیاتوي «امریکا په اوسني وخت کې د عراق، امریکا او افغانستان ځمکنی تمامیت ګواښي او په همدې هیوادونو کې تروریستي ډلې تمویلوي».

نوموړی زیاتوي «امریکایان چې هر ځای تللي هلته افراطیت زیږیدلی او تروریستي ډلو زور اخستی».

دا لومړی ځل نه دی چې د تروریزم په نامه د امریکا پیل کړې مبارزه تر پوښتنې لاندې راځي، تر دې وړاندې هم ګڼو هیوادونو دې مبارزې ته د شک په سترګه کتلي او دا یې په سیمه کې د امریکا د دایمي ګټو د ترلاسه کولو او د سیمې د امنیت د ګواښلو یوه پلمه بللې وه.

څو ورځې وړاندې ایران هم امریکا تورنه کړه چې، له سوریې او عراق څخه یې داعش افغانستان ته انتقال کړل څو، د سیمې امنیت ورباندې وګواښي او په دې توګه خپل اهداف ترلاسه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د