نړۍ

پاکستان، د «ډیوه راډیو» په ویبپاڼو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا غږ ډيوه راډيو اداره وايی «پاکستان ددې راډيو په پښتو او اردو ویبپاڼو باندې بندیز لګولی».

نن ددې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «د اطلاعاتو او کلتور وزارت انټرنیټي کمپينو ته امر کړی چې د ډیوه رادیو ویبپاڼې د یو اړخیزو خبرونو د نشرولو له امله، په دې هیواد کې وتړي».

خو د ډیوه راډیو اداره بیا ځان بېطرفه ښيي، ددې ادارې مشر «نفیس ټکر» وايي، راډیو یې بې طرفه ده او د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې هر اړخیز راپورونه نشروي.

یاده دې وي کابو یوه اونۍ وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر «فواد حسین چوهدري» ویلي وو چې «یو شمېر ویبپاڼې له تعصبه د ډکو او یو اړخیزو راپورونو د نشرولو امله بندوي».

ده ویلي وو، زموږ په هیواد کې ډېر څه مثبت هم شته، چې باید نشر شي خو ځینې رسنۍ یوازې منفي او له تعصبه ډک خبرونه نشروي».

خو د ډېوه راډیو اداره بیا د پاکستان د څارګرې ادارې د یوه کارمند له خولي لیکي چې، په دې راډیو له دې امله بندیز لګول شوی چې د «پښتون ژغورنې غورځنګ» په اړه راپورونه نشروي.

یاده دې وي چي، په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پيلېدو وروسته پاکستاني رسنۍ تر درانه فشار لاندې دي، هیڅ ټلویزوني چینل او راډیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ددې غورځنګ په اړه دې راپور نشر کړي.

تېره ورځ هم د جنوبي وزیرستان په دوو خبریالانو «سیلاب محسود او ظفر وزیر» په ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې د راپور جوړولو له امله دوسیه رسمې شوه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x