د امت د آزادۍ حقیقي اتلان – دویمه برخه

احمدمدثر دلسوز

د معاصر اسلامي فکر د ویښتابه پلار سیدجمال الدین افغان رحمه الله :

سید جمال الدین افغان د شرق نابغه، د آزادۍ اتل، د معاصر اسلامي فکر د ویښتابه پلار، د غلامۍ څخه د خلاصون اتل، مبارز، ستر مفکر او د قلم، اسلام، اقتصاد او سیاست اتل ؤ، نوموړي په نړۍ کي د آزادۍ مفهوم راژوندی کړ.

افغان صاحب په داسي حال کي په افغانستان کي نړۍ ته سترګي وغړولې چي ټول شرق د استعماري ځواکونو تر چلاخي لاندي شپې تېرولې او خصوصا اسلامي نړۍ د یو ستر خطر سره مخامخ وه، اکثریت اسلامي هیوادونه اشغال او ځینو ته د اشغال او استعمار خطر متوجه ؤ، عثماني خلافت فقط په نامه پاته ؤ نظام یې له دننه څخه د انګرېزانو په واسطه داسي نړېدلی ؤ لکه لرګی چي وَینه وخوري، پخپله افغانستان پداسي یو حالت کي چي ظاهرا آزاد ؤ خو آزاد نه ؤ څه چي به انګرېزانو ویل د افغانستان أمراو او حکماو به ورسره منل، په ټول کي اسلامي نړۍ له انحطاط او زوال سره مخامخ وه، خپلېنځي اختلافاتو او بې اتفاقیو یې ملا ورماته کړېوه او د نا أهلو، بې وجدانه او مزدورو حاکمانو له امله د زوال پر لور روانه وه، له هیڅ یو مشر او حاکم سره د ولس او مسلمانانو د ښېګڼي او نېکمرغۍ غم نه ؤ، د غرب لخوا په ښکاره ډول په اسلامي هیوادونو کي لاسوهني کېدلې او خپل په مېنځ کي یې سره جنګول، د ټولو اسلامي حاکمانو غاړو ته یې د غلامۍ طوق اچولی ؤ، هندي مسلمانانو د انګرېز د حکومت تر چتر لاندي شپې سبا کولې، ایران به کله د روس سره او کله هم د انګرېزانو غلامۍ ته لاس اچاوه، په مصر کي هم د انګرېزانو لخوا لاسوهني شروع وې او د سویز مهم تجارتي کانال پر انګرېزانو خرڅ سوی ؤ نو پداسي وخت کي سید جمال الدین افغان د آزادۍ هیلي راژوندۍ کړې او د حق چیغه یې پورته کړ.

سید جمال الدین افغان رحمه الله به ویل : (اې د ختیځ بچیه ! آیا نه پوهېږې چي د غرب اقتصادي او سیاسي تسلط ددې لپاره پر تا تپل سوی چي په علم او پوهه کي پر تا لوړوالی لري، پر تا د علم لاسته راوړل لازمي دي تر څو خپل فکر ته رڼا ور وبخښې نو بیا به د شان او شوکت څخه ډک تېر وختونه ستا د روښانه دوامداره او له ښېرازۍ څخه په ډکه راتلونکې هنداره کي یو ځل بیا تاته ښکاره سي).

سید جمال الدین افغان په (۱۸۳۸م) کال د کونړ په اسعد آباد کي نړۍ ته سترګي وغړولې او لومړنۍ زده کړي یې په خپل کور او کلي کي او وروسته کابل کي وکړې.

نوموړی د ډېز قوي ذهن خاوند ؤ او په اتلس کلنۍ کي یې دیني او عصري مضامین ولوستل.

سید جمال الدین افغان د عصري علومو د زده کړي په اړه وايي : ((که څوک ادعاء کوي چي اسلام د ریاضي، فزیک، سائنس، تعقل او استدلال دښمن دی نو په حقیقت کي هغه په خپله د اسلام دښمن دی)) او تل به یې د تنګ نظرو او جاهلو علماؤ څخه شکایت کاوه.

سید جمال الدین افغان د امیر محمد اعظم خان استاد ؤ او دا چي امیر شیر علي خان او امیر محمد اعظم خان سره جوړ نه وه نو د امیر شیر علي خان د پاچاهۍ په وخت کي مجبور سو چي هیواد پریږدي.

سید جمال الدین افغان د مظلومو او بېوسو مسلمانانو په زړونو کي د انقلاب او آزداۍ یوه هنګامه راپورته کړه، د ظلم، استعمار، غلامۍ، تعصب، بې دینۍ او عیاشۍ پر ضد یې د حق چیغه پورته کړه او په مسلمانو ضمیرونو کي یې د اسلامي نړۍ د آزادۍ روح پو کړ.

د سید جمال الدین افغان داسي افکار وه چي نه یوازي عجم بلکي عرب هم ترې متأثره سوه، سید صاحب دین او سیاست سره و مښلاوه، کله چي سید صاحب له افغانستان څخه وتلو ته مجبور سو نو لومړی هندوستان ته ولاړ، هلته یې مسلمانانو ته د انګرېز د غلامۍ څخه د خلاصون روحیه ورکړه، مقالې یې ولیکلې او ډول ډول توصیې یې ورته وکولې او هغوی یې د انګریز د مستبد حکومت پر ضد راوپاڅول، انګرېزانو داسي کس هیڅ کله نسوای تحمل کولای نو ځکه یې د هند څخه هم تبعید کړ او له هغه ځایه د حج لپاره مکې مکرمې ته ولاړ.

هندي مسلمانانو به ددې لپاره چي د آزادۍ روحیه په نورو مسلمانانو کي خپره او قوي کړي د نورو دیني کتابونو ترڅنګ به یې د سید صاحب مقالې او لیکني هم چاپ او خپرولې ځکه په هند کي انګرېزانو د افغان صاحب پر لیکنو او مقالو باندي بندیز لګولی ؤ، چي په ترتیب سره په ویدو ذهنونو او خاموشه ضمیرونو کي د آزادۍ روحیه راپورته سوه او د اسلامي نړۍ د دفاع هیلي د هر مسلمان په زړه کي پیداسولې.

سید جمال الدین افغان د ټولي اسلامي نړۍ مایوسه او ناهیلي مسلمانان وهڅول او په هغوی کي یې یوه نوې روحیه تازه کړه او ورته ویې ویل چي (آزادي اخیستل کیږي، ورکول کیږي نه)، افغان صاحب په مایوسه او د استعمار لخوا زبېښل سوو مسلمانانو کي قوت پیداکړ ترڅو د اسلام عزت او وقار خوندي وساتي، او یو ځل بیا د اسلامي نړۍ د برم او عظمت زمانه راوګرځوي، د اسلامی خلافت بیرغ په نړۍ کي ورپوي او د کفر او استعمارچیانو له غلامۍ څخه مظلومو مسلمانانو ته نجات ورکړي، او یو ځل بیا په دې بې عدله او بې رحمه نړۍ کي عدل، انصاف او مرحمت راولي.

د عربي نړۍ مخکښ لیکوال او مفکر مالک بن نبي د سید جمال الدین افغان رحمه الله په اړه داسي وايي : ((د شپې په آرامۍ کي د اسلامي أمت په درانه خوب کي له افغان هیواد څخه یو ږغ پورته سو، چي دا ږغ د نوي سهار نارې وهلې، داسي ږغ چي نارې وهي بریالیتوب ته راسئ او آزانګه یې په هر لوري خپره ده، دا د أمت د راويښوونکي سید جمال الدین افغان ږغ ؤ)).

د سید جمال الدین افغان د کامیابۍ یو راز په قوي عزم او کلک هوډ کي ؤ، نوموړي ددې مظلوم امت آزادۍ ته ملا تړلې وه او په دې لار کي یې له هیڅ ډول تکالیفو او زحمتونو څخه مخ نه اړاوه، کله کله به د ظالمو حکمرانو لخوا سخت تعذیب سو، کله چي به یې کوم هیواد ته هجرت وکړ نو هغو به هم بیرته له خپل هیواد تبعید کړ، کله د سختو اخطارونو سره مخ سو او کله بیا د پټ سترګو او جاهلو علماؤ لخوا تر تکفیر او تهدید لاندي ونیول سو، خو نوموړي مخکي له مخکي لا خپل منزل ټاکلی ؤ او دې منزل ته د رسېدو په لار کي یې هر ډول تکلیفونه قبول کړېوه او پدې لار کي یې قوي او کلک ګامونه اخیستل له هیچا څخه نه وېرېدی او د ظالمو او مستبدو حکماؤ او جاهلو علماؤ پر ضد یې ټینګ مقاومت کاوه او تل به یې په دعاؤ کي دا ویل چي یا الله ته زموږ له زړونو او سترګو څخه د وهم پردې لیرکړې ځکه همدا وهم دی چي انسان ته د غلامۍ طوق ور په غاړه کوي.

سید جمال الدین افغان رحمه الله به پر مسلمانانو داسي ږغ کاوه : ((لومړی خپل کور جوړ کړئ، ظالم او مستبد واکمن د واک له ګدۍ څخه لیري کړئ، له خپلي غاړي د غلامۍ طوق لري کړئ، له تقلید څخه ځان وساتئ، خدای ﷻ په زړه وپېژنئ او عبادت یې وکړئ، د رسول الله ﷺ سیرت د خپلي لاري مشال وګرځوئ، د قرآن په لوري وځغلئ او هغه په خلاصو مغزو مطالعه کړئ په معنی او مفهوم یې ځان وپوهوئ او د پرمختګ او نېکمرغۍ په لاره ګامونه پورته کړئ).

سید جمال الدین افغان غوښتل چي د اسلام حقیقي مفهوم نړیوالو ته ور وپېژني او نه یې غوښتل چي قرآن او حدیث دي فقط د تدریس لپاره پرېښوول سي، سید صاحب غوښتل چي همدا اوچت الهي قانون په ټولنه کي عملي کړي ترڅو د عدل او انصاف یوه نمونه وګرځي نو دهمدې هدف لپاره یې د خپل ژوند زیاته برخه په سفرونو کي تېره کړه کله به په هندوستان کي ؤ او خلګ به یې د استعمار پر ضد راپارول او کله به بیا ایران ته تلی، کله به یې د پاریس څخه د عروة الوثقی په نامه جریده خپرول ترڅو د مسلمانانو افکار پرې روښانه کړي او کله به یې بیا د کفر لمېنځ (لندن) څخه د ضیاء الخافقین په نامه اخبار نشروئ، کله به یې بیا داسي تقریرونه او ویناوي کولې چي د مخاطبینو پر زړونو به یې منګولي لګولې او کله به بیا مظلوم مصر ته تلی او هلته به یې د اشغال او استعمار پر ضد شاګردان روزل، بالاخره دا ویلای سو چي دده ټول ژوند له جد وجهد څخه ډک او د اسلامي امت د آزادۍ حقیقي اتل ؤ.

ده غوښتل چي یو داسي ښېرازه، سوکاله، آزاده او پرمختللې اسلامي نړۍ وګوري چي په نړۍ کي یې ساری نه وي موجود او غوښتل یې و دې کړېدلي امت ته کامله آزادي ور په برخه کړي او دا ټول کوښښونه یې هم فقط د همدې هدف لپاره وه او ټول ژوند یې د همدې هدف لپاره وقف کړی ؤ.

هغه رحمه الله به تل د مسلمانانو د یو موټي کېدو په خاطر ویل چي (اتفاق طاقت او نفاق ذلت راولي).

سید جمال الدین افغان د حج د سفر له کولو وروسته د مسلمانانو لومړنۍ قبلې (بیت المقدس) ته تشریف یووړ او له هغه ځایه بیا سوریې، عراق او ایران ته هم لاړ او وروسته بیا افغانستان ته راغلی.

سید جمال الدین افغان چي کله مصر ته ورسېد نو د اسلامي نړۍ په ستره قلعه الأزهر پوهنتون کي د استادۍ ویاړ ور په برخه سو او هلته یې د امام محمد عبده په څېر ستر ستر شاګردان وروزل، امام محمد عبده د سید صاحب له افکارو څخه زیات متأثره ؤ او دده لوی ملاتړی هم بلل کېدی او بیا همدا دسید صاحب شاګرد محمد عبده امام حسن البناء وروزی او هغه بیا یو لوی اسلامي تحریک د اخوان المسلمین په نامه رامنځته کړی چي دا ټولي هڅي د سید جمال الدین افغان دي.

سیدجمال الدین افغان په مصر کي د الأزهر شاګردانو ته د آزادۍ مفهوم ور ښکاره کړ او د آزادۍ او استقلال په ارزښت یې پوه کړه او هغوی یې په دې وپوهول چي علم یواځي دا ندی چي په کتابونو کی وویل سي او همداسي پاته سي علم هغه دی چي عملي جامه ور واغوستل سي، اسلامي نظام حاکم سي، ټولنه له بدبختیو او بې عدالتیو څخه وژغورل سي.

نو ځکه یې په ډېر لږ وخت کي په جامعة الأهر کي زیات محبوبین پیداکړل او حتی په مصر کي یې زیات خلګ خواخوږي سول او سید جمال الدین افغان یې د اسلامي فکر د ويښتابه پلار ونوماوه، مصر ځکه د سید جمال الدین افغان لپاره آسوده ؤ چي هلته یې عزت هم کېده او د نورو هیوادونو په پرتله هلته یې د افکارو د خپرولو ساحه هم پراخه وه او چا یې مخه هم نه نیوله.

خو انګرېزانو هلته هم د سیدصاحب له شتون څخه بیره احساس کړه او د مصر د غلام حکومت په واسطه یې هغه له مصر څخه هم وشړی، خو سید صاحب مخکي له مخکي لا په مصر کي د آزادۍ تخم کرلی ؤ او د مصریانو په زړونو کي یې د انګریزي استعمار پر خلاف کرکه پيداکړې وه او د آزادۍ روحیه یې په زړونو کي راژوندۍ سوې وه.

له مصر څخه وروسته سید صاحب ترکیې ته مخه کړه ځکه هلته هم ځوان مسلمانان د یو مترقي هیواد غوښتونکي وه او له انصافه ډکه ټولنه یې غوښته، خو کله چي له مصر څخه وته نو نوموړي خپل د تحریک ادامه و ستر شخصیت امام محمد عبده ته پرېښوده او نور په مصر کي مزدور حکومت ته دوهم سید جمال الدین پیداسو.

په ترکیه کي هم د سیدجمال الدین افغان ښه استقبال وسو او مسلمانان یې د غربي تهذیب او غلامۍ څخه خلګ راخلاصول او د ترکیې مسلمان ولس ته یې د غرب د دسایسو په اړه پوره لارښوونه کول او هغوی یې د غفلت له خوبه راویښول.

سید جمال الدین افغان به ویل چي کله په مسلمانانو کي د علم او پوهي رڼا مړه سوه، اخلاقیات لمېنځه ولاړه او د غفلت تیارو یې ځای ونیوه نو له هماغي ورځي څخه مسلمانانو په زوال شروع وکړه او له عظمته ډک اسلامي امت خوار او ذلیل سو.

د سید جمال الدین افغان نبوغ او پوهي د ترکیې خودخواه علماء په ویره کي واچول او د هغه وخت نامتو عالم حسن افندي هم ترې ویره احساس کړه او ګمان یې کاوه داسي نه وي چي د شیخ الاسلام لقب راڅخه یوسي نو ځکه یې د هغه د بدنامولو لپاره ډول ډول دسیسې په کار واچولې او پر هغه یې د ملحد او کافر ټاپه ولګول او پدې توګه یې د ترکیې د پاچا په د فرمان په واسطه باندي هغه د ترکیې د خاوري څخه هم تبعید کړ، او ددې خبري سند په ترکیه کي د عربي ژبي د ورځپاڼي (الجوایب) د ۱۸۷۰م کال د سپټمبر د ۱۴ په ګڼه کي داسي لیکلي دی ((هغه تورونه چي په افغاني سید پوري یې تړلي بیخي ناسم او بېځایه دي)).

له هغه څخه وروسته دویم ځل مصر ته سفر وکړ او هلته یې یو ځل بیا شاګردان او مسلمانان وروزل او هغوی یې داسي وپوهول چي بېله دي چي مسلمانان یو موټي نسي اسلامي نظام نسي رامنځته کېدای.

له مصر څخه وروسته یې د دریم ځل لپاره هندوستان ته سفر وکړ او د هغوی روحیې یې هم د آزادۍ په اړه را تازه کولې.

سید جمال الدین افغان د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۴م کال د مارچ په ۳۱مه د عروة الوثقی په نامه جریده له پاریس څخه خپره کړه په یوازي تن خپروله او د آزادۍ پیغام یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته رساوه.

په پاریس کي د سید صاحب د خپروونو څخه وروسته د هغه شاګردان او مینوال لکه شیخ عبده له مصر څخه، میرزا باقر له ایران څخه او د سعد زغلول او ادیب اسحاق په نامه لوی لوی پوهان پاریس ته ورغلل او نوره هم ددوی مبارزه قوي سوه او د عروة الوثقی په نامه جریده يې په ګډه شروع کړه او خپله مبارزه یې توده وساتله.

کله چي سید جمال الدین افغان په پاریس کي اوسېده نو د هغه وخت مشهور فرانسوی فیلسوف ارنست رنان په خپل یو لکچر کي پر اسلام سخت اعتراضات وکړه او ((اسلام یې د صحرايي عربو د فکر زېږنده)) وبلله، ځکه چي نوموړي خوارکي فیلسوف به یا زیاته مطالعه نه درلوده او یا به یې د اسلام پر ضد له تعصب څخه کار اخیسته، چي ددې فیلسوف د مقالې په رد کي سید جمال الدین افغان بله مقاله ولیکله او هغه یې چاپ او نشر کړه.

د مصر څخه د سیدجمال الدین افکار سوډان ته هم انتقال سوه او هلته یې د آزادۍ پر اتل احمد سوډاني باندي زیات اغیز وکړ، هغه هم سمدستي په کار شروع وکړه او یو مجهز او سرتیری پوځ یې جوړ کړ، خلګو هغه ته د مهدي سوډاني نوم ورکړ، انګریزانو نه غوښتل چي په اسلامي نړۍ کي یو داسي قیادت رامنځته سي او ددوی د ښکېلاک له زندۍ څخه دي څوک په امن کي وي نو ډېر ژر یې عکس العمل وښودی او پر سوډان یې حمله وکړه خو مهدي سوډاني په ډېره مېړانه هغوی ته ماتي ورکړه او ویې شړل.

په اسلامي نړۍ کي ځینو داسي فکر وکړ چي دا هغه مهدي دی کوم چي د راتګ زیری یې سوی دی ځکه دا داسي وخت ؤ چي د ټولو مسلمانانو په غاړو کي د غلامۍ ځنځیرونه بند وه.

سید جمال الدین افغان د خپل ژوند په دوران کي زیاتو هیوادونو ته سفرونه کړيدي خو وروستی سفر یې د مرګ لامل سو او هغه دا چي کله په آخري ځل ترکيې ته سید صاحب سفر وکړ نو منافقینو او کینه کښو انسانانو د سید صاحب او د ترکیې د سلطان ترمنځ روابط خراب کړه او داسي آوازه یې د ترکیې سلطان ته ورسول چي د ایران د پاچا ناصرالدین شاه تر وژلو شاته د سید جمال الدین د یو شاګرد لاس دی او پدې ډول غواړي تا هم ووژني، سلطان هم بې له کومي پوښتني هغه زندان ته واچاوه او پر هغه یې هر ډول بندیزونه ولګول او حتی قلم او کاغذ یې هم نه ورپرېښودل.

د استنبول په زندان کي د شرق د نابغه، انقلابي او مبارز شخصیت روغتیايي حالت ورځ تر بلي خرابېده او روغتیا ته یې هیڅ پام نه کېده او بالاخره د سرطان د ناروغۍ له امله په ۱۸۹۷م کال د مارچ پر ۹مه له دې فاني نړۍ څخه د أبدي ژوند پر لور وکوچېد، چي پس له ډېره وخته په ۱۹۴۴م کال بیا فقط د هغه رحمه الله څو هډوکي خپل پلرني ټاټوبي افغانستان ته رانقل سوه او دلته د کابل د پوهنتون په أنګړ کي خاورو ته وسپارل سو.

هغه رحمه الله به تل د حقي مبارزې په اړه ویل : (د حق په لاره کي مبارزه کول او د حق د بیرغ د رپانده کولو لپاره د ځان او مال نذرانه کول د ایمان لومړنۍ نښه ده) چي پر همدې وینا تر پایه پاته سو او د حق لپاره یې ځان هم نذرانه کړ.   (انا لله و انا الیه راجعون)

مأخذونه :

  1. د سیدجمال الدین افغان سوانح – د امام محمد عبده لیکنه.
  2. سیدجمال الدین افغان شخصیت و افکار – ډاکټر شاه عبدالقیوم.
  3. حکیم مشرق زمین سید جمال الدین افغان
  4. تبعید (افکار و اندیشه های سید جمال الدین افغان) – عمر اسحق
  5. بیداري مشرق زمین – محمد محیط
  6. بیدارګر عصر – فضل الرحمن فاضل
  7. مجموعه سید جمال الدین افغان – محمد اکرم چغتائي
  8. مفخر شرق – سید هادي خسروشاهي
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د