افغانستان

محب: طالبانو ته د بین الافغاني مذاکراتو ښه فرصت په لاس ورغلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي چې د سولې او خبرو اترو په اړه طالبانو ته ښه بين الافغاني فرصت په لاس ورغلی دی چې بايد له لاسه يې ورنکړي.

حمدالله محب چې په کابل کې يې د ولسوالانو ملي کانفرانس ته وينا کوله ويلي دي چې په افغانستان کې سوله او امنيت د افغانانو اساسي غوښتنه ده خو په وينا يې چې افغانان سوله غواړي خو د سولې په نامه معامله نه غواړي.

محب وويل چې طالبان نه شي کولای چې د جګړې له لارې خپلو اهدافو ته ورسيږي او زياته يې کړه چې د بين الافغاني مستقيمو خبرو اترو پيل د طالبانو له پاره يو ښه فرصت دی چې بايد له لاسه يې ورنه کړي.

هغه د سولې د مشورتي بورډ يادونه هم وکړه او ويې ويل چې دا بورډ د ټولنې د بيلابیلو اقشارو څخه تشکيل شوی دی چې د سولې له پاره هلې ځلې کوي.

هغه په طالبانو غږ وکړ چې بايد د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې خپل ژوند غوره کړي او ويې ويل چې افغان امنيتي ځواکونه د زور واکانو او قانون ماتوونکو په وړاندي قوي اراده لري.

د ملي امنيت سلاکار د خپلو خبرو په دوام کې د دولتي عسکرو په وړتيا ډير ټينګار کاوه او ويې ويل چې په نژدې راتلونکې کې به د ډيرو مهمو تغيراتو شاهدان واوسئ خو ددې تغيراتو يادونه يې ونه کړه.

محب وويل چې زورواکي، غله، ناقانونه وسله وال، ياغيان او د نظام مخالفين له کوم قوم او ژبې پورې تړاو نه لري او په وينا يې د خلکو د غوښتنو او شکايتونو په اساس نيول کيږی او محاکمه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

و چرا طالبان نماینده های ملت ما با اداره دست نشانده دو سره غلام بچه های اجیر کابل راجع به صلح و ختم جنگ مذاکره نمی کنند؟ و اما برعکس با اشغالگران صلیبی یهودی امریکا/ناتو مذاکره میکنند!؟ جواب: موقف آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین ما امارت اسلامی افغانستان در مورد مذاکرات بسیار واضح روشن است، امارت اسلامی به نمایندگی از ملت ما در این هژده سال با جان و سرومال خود با امریکایی های اشغالگر جهاد فی سبیل الله می کنند.و قربانی داده اند مذاکرات با غلام بچه های دوسره بی صلاحیت بی اختیار و تحمیل شدۀ بیگانگان را ضیاع… نور لوستل »

لونګ

پس در اینصروت باید به صلح فکر هم نکنیم. ثانیآ از روس ها کی تاوان آنرا ګرفت که تا حال ماین های جاسازی شده یی آنها مردم ما را کشته میرود؟ با آنها ګپ زده نشود خیر با کی زده شود. با امریکا یی ګپ چه قسم میزنی دفعتآ در تلاقی و جبران خسازات می برآیی برایت میګوید که هیچ نمی برآیم دستت خلاص. هم خودت سوال میکنی و هم خودت جواب میتی. امروز در برابر قدرت های جهانی سیاست و تکتیک خاص در کار است. ایران غلام امریکا بود در زمان شاهی. از امریکا تغذیه کردند، از امریکا آموختند… نور لوستل »

اجمل

ستاسی ### سره زمونږ د## سوله په هغه بل حقیقی ژوند کی ممکنه نه ده نو په دی ژوند کی به مو سوله مونږ هم ستاسی په شان ## او ## جوړیږو که مونږ اراده هم ولرو الله ج به مو دی بی ننګی ته پری نه ږدی ، ستاسی سره زمونږ اخری کړنه ستاسی مقابل کی سپڅلی جهاد دی پرون د روسانو او نن د امریکایانو ډول او سورنی ته ګډیږی الله ج مو تباه کړه

مجاهد

پښتنو کی یو متل دی وایی ( وران سر په جوارو کی کیږده سمیږی ) یعنی بی غیرته ګیدړان چه بیلونران شی او هغه مقامونه ولری چه وړتیا یی نه لری له هغو بیا ځانونه ورک شی. ښکاره خبره ده چه اوسنی استعمار د لوړپوړو غلامانو د یرغمل ساتلو د پاره له ډیرو ځانګړو تحریکونو کار اخلی هغه دا چه : ت= تر ټولو لمړی په مطلوبه ټولنه کی بی ضمیره او بی وجدانه په ګوته کو چه لکه د کرزی او غنی په شان له پلرینی او نیکنی مفعول ، غلامان او خاینان وی ، هغوی د بی شمیره… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x