بلوچستان: تربت کي دریموټ کنټرول بم چاودني ۵ کسه وژلیدي
(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۳۱) بلوچستان: نن دورځي په اخیر کی تربت کي دتمپ ولسوالي ته څیرمه دکوهاډ په سیمه کي دریموټ کنټرول بم چاودنه رامنځ ته شوه، دچاودني په نتیجه کيش یوموټر ویجاړ شوی او په موټرکي سواره دري کسه ځاي پرځای وژل شوي او دوه نور سخت ژوبل شویدي، چي وروسته ژوبلو کسانو هم په روغتون کي دسختو ټپونو له کبله سا ورکړه.
له چاوندي وروسته امنیتي مسئولین دپیښي ځای ته رسیدلي سیمه یی کلابنده کړیده، اودبرید کونکو دنیولو هڅی یی پیل کړیدي.
بخت الرحمن بخت ………………… نن ټکی اسیا