افغانستان

منګولیا هیواد افغانستان ته خپل سرتېري رالېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): د منګولیا هیواد پریکړه کړې څو په نږدې راتلونکي کې «۱۱۳» سرتېري افغانستان ته راولېږي

ددې هیواد له لوري افغانستان ته د لېږل کېدونکو سرتېرو مشر«یادامبزر» وايي، ددوی ځواکونه به د ناټو تر چتر لاندې په افغانستان کې خپل ماموریت مخ په وړاندې وړي

هغه زیاته کړې«موږ د خپل ځواک په صبر او حوصلې باور لرو او ویاړو چې زموږ ځواکونه د نورو هیوادونو د امنیت لپاره قرباني ورکوي»

د منګولیا د فوځ دا افسر وايي چې، افغانستان ته په لېږل کېدونکو سرتېرو کې به ښځينه افسرانې هم شاملې وي او ماموریتونه به یې په افغانستان کې تر ډېره بریالي وي

یاده دې وي چې منګولیا په داسې وخت کې افغانستان ته خپل عسکر راليږي چې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ډېره بې صبرۍ  د هغې ورځې انتظار کوي چې، ځواکونه له افغانستان نه وباسي.

یاده دې وي چې، د ټرمپ د ولسمشرۍ په اوایلو کې نوموړي د فوځي جنرالانو د زیات فشار له امله افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړ خو، څو میاشتې وروسته یې خپله پالیسي ناکامه وبلله او  ویې ویل چې، دا پریکړه یې د فوځي جنرالانو د فشار له  امله کړې

خو; اوس تازه منګولیا هیواد په افغانستان کې د سرتېرو د یوې وړې ډلې ازمایلو ته زړه ښه کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x