نظــر

چې خطا نشې له مسيره!

نور احمد نور

په تېر کوچني اختر کې طالبانو له حکومت سر موقت اوربند اعلان کړ، یو استاد ته مې مسیج وکړ چې “پدیده” څه معنی؟ استاد ځواب راکړ: چې اوس مې نږدې درته لیکلي و چې پدیده معنی اوربند!! ځکه ټوله میډیا اوربند په سر اخیستې ده.

نو خبره مې دا کوله چې نن سبا د سولې کیسو زور اخیستی دی، په خبرونو، ورځپاڼو او سوشل میډیا کې د سولي بازار خورا تود دی.ځینې یې په مېکانزم ژغیږي، ځینې یې په امکاناتو، او ځیني خو بیا آن د مؤقت حکومت په څرنګوالي بانډارونه کوي.

خو خبره دا ده چې واقعیتونو ته به ګورو له جذباتو او احساساتو ها پلو د عقل په لرليد به د سولي بهیر څارو، هسې نه په موږ هغه اوشي، چې چرګوڼی لا په هګۍ کې و دوی بیا دانه ورته اچوله.

امریکایانو بالاخر دا خبره درک کړه چې د جګړې پر ځای به له طالبانو سره مذاکرات کوي او په دې لړ کې یې له طالبانو سره دوه ځلي لیدني وکړې، چې په پراخه کچه وستایل شوې او د خوښۍ پراخ انعکاس یې درلود.

خو مذاکرات تر اوسه ډیر په ابتدایې مراحلو کې دي او دا اوسني مذاکرات تر اوسه صرف د ( اصلي مذاکراتو) لپاره دي چې بیا به وروسته په اصلي موضوعاتو مذاکرات کېږي چې اوږد وخت به نیسي. خو دا په خپل ځای ښه اقدام دی افغان اولس څلوېښت کاله د جګړې په تنور کې سوځېدلی. مبالغه به نه وي که داسي وویل شي چې زموږ په هیواد کې به داسي کور نه وي چې یتیم، کونډه او معلول دي ونلري. که یواځي د امریکایې اشغال اولس کلنه دوره راواخلو نو په دې اولس کاله کې بې شمیره ځوانۍ قربان شوي هجرتونه وشول، د واده ډولیاني په جنازو بدلي شوې، مسجدونه وسوځیدل، مدرسې او روغتونونه بمبار شول.  نو په رښتیا هم د سولي یو کوچنی څرک هم هغه څه دی چې افغان اولس ته نوې ساه ورکوي.

خو دا چې مذاکرات به څه ډول دوام مومي؟  نو دلته اصلاً دوه فریقه دي یو فریق امریکا ده او بل طالبان. امریکا نور له شکست سره مخ ده او ځان ته د خټو پزه جوړوي، خو برعکس طالبان بیا په یو قوی او بر لاسي موقف کې دي، مګر طالبان په یو لوی امتحان کې راګیر دي له یوې خوا له له یو لوی او قوي سیاسي ځواک سره مخ دي چې په مذاکراتو کې رښتینتوب او باور ورباندي ګران کار دی او ډیره قوي ډپلوماسي غواړي چې هسي نه د بوسو لاندي اوبه تیري کړي. بل لورته د اولس کړېدلی حالت، دشهیدانو ارمانونه، دیتیمانو فریادونه او دکونډو آهونه دي. تاریخ له داسي واقعو ډک دی چې مجاهدینو اکثره وخت میدان ګټلی وي خو د میز پر سر یې بیا خپل ګټلی برم له لاسه ورکړي وي.

طالبانو که څه هم تر اوسه په هر امتحان کې الله تعالی بریالي کړي دي. خو په داسي یو سخت حالت کې باید طالبان په سړه سېنه او قوي دپلوماسي د مذاکراتو پروسه پر مخ بوځي او لکه څنګه چې تر اوسه خپل اولس ته سپین پاتي شوي دي همداسي ځان سپین وساتي خپل مسیر ته ژمن واوسي، د شهیدانو له وینو او ارمانونو سره له خیانته ځان وساتي او د اسلامي احکامو په رڼا کې د جهادي اصولو سره سم د سولې په پروسه کار وکړي.

الله تعالی دي د طالب مشرانو په صلاحیتونو او باورنو کې برکت واچوي تر څو دا پروسه په کامیابي سره سرته ورسوي او دا کړېدلی اولس نور د ظلم او اشغال له وحشته خلاس کړي.

نو سپین طالبه سپین اوسیږه …. چې خطا نشې له مسیره

خلکو ته امین اوسیږه ……………… بیا به محفوظ یي له تحقیره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

طالبانو سره می جوړه نه ده، خو ستا خبری هم بدی ندی. ځکه چی مونږ باید هر هغه قدم چی د سولی لپاره وی باید یی تشویق کړو او ویستایو. الله د زمونږ ملک امن راولي.

غوربندي

ځنې ناجوړتياوې مادرزاد. يانې ازلي دي چې يوه پکې ستاسو ده.

لونګ

څه ووایمه. جاهلو ته سلام کافی ده.

غوربندي

لونګ صاحب ستاسو سلام نه تر سترګو کيژي. خو متقابل البته په احترام ولاړ سلام مې ومنئ! طالبان د قران کريم د هغه مبارک آيت مصداق دي چې فرمايي: قوله تعالی …و لايخافون لومة لائم …. الاية صدق الله العظيم زما د تجربې له مخې افغانان په ښو او بدو خويونو دواړو کې مميز خلک دي. يو له بدو عاداتو يې په ځنو کې دادی چې په استدلال او مناقشې سره نه يوازې دا چې در نږدې کيژي نه بلکه نور هم پاريژي او په خپل موقف باندې په سرزورئ سره نور هم پښې ټينګوي. الا ماشاءالله. ايا تاسو د… نور لوستل »

غمی،پښتین

مسیر خطا یا برابر.ملت د یوی دایمی سوله،د یوی ګوله ډوډی په ارمان دی،
نور د بل ګټی تاوان ته نه ګورمه…………………دجګړه ختمومه
پنجاب امریکا په خپل کار پسی لیږمه…………….ورور وژنه بندومه
هر چا ته قلم کتاب قران په لاس کی ورکومه……….دا جهل نا بوده ومه
بی اتفاقی نفرتونه او دښمن له منځه وړمه………….خوله د خاوری ډکومه……غمی. پښتین.سټی.کنډو،پکتیا

جميل

نور صاحب الله(ج) دی نورهم نورانې که
د هر افغان په زړه کي وسوسې ورګرځي او کله کله يې وايې هم
اسلامي امارت څنګه چي تاسو ليکلې تراوسه کوږ ګام ندی اخيستی ،کوم شهيدان، يتيمان ، بنديان ،کونډي ،بوري او نورچي تاسوياد کړي دا پخپله همدوی او د دوی قريبان دي، د دوی مسير معلوم دی، دوی چي په ډيره سختی کي صبر کړی په سوکالی کي به هم صبر وکړي انشاءالله

توکل

غوربندی صاب د الله پاک ژوندی لری د دوی تبصری همیشه په ځای او منطقی وی، او نښه نه خطا کوی.

عبدالواحد اڅګزۍ

دکفارو دفریب یومختصره قصه:انګریزانوغازی امان الله خان ته وویل موږتاد افغانستان دشاه په صفت نه پیژنوته یوسرداریی غازی امان الله خان ورته وویل زه تاسی په اشیاکی نه پریږدم هغه ووچه دډیورنډ په دریوبرخوکی جنګ ورسره شروع کۍ دنادرخان ترسفاسالارۍ لاندی پیښور ځنی ونیوۍ له هندستانه دسیکانوسرداران اوله پنجابه دپنجابیانوسرداران غازی امان الله خان ته دکومک کولواوله ایشادانګریزان دایستلوپه باره کښی راغلل انګریزان پوه سول چه موږناکامه کیږودغازی امان الله خان پاچاهی یی په رسمیت وپیژنده اوخواست یی ورته وکۍ چه دپیښورڅخه پرشاه سه غازی امان الله خان لویه غلطی وکړه له پیښوره پرشاسوانګریزانود(لارنس)په رهبرۍ مخبر ملایان پکتیا اوهلمند ته… نور لوستل »

جميل

کفار په رشتيا چي ډير مکرجن او فريبکاره دي ،امان الله خان د خپل پلار قاتل ،غازی اعلان شو. کومه قومنده ، کومه جګړه او کومه توره چي د کړيده په تاريخ کي خو ما نده ليلی ،خو تاسو غوندی ماهم له خپل پلارنه اوريدلې : کله چي امان الله خان له اروپا را ستون شو نو داسلام د شعائرو پرضد ترپخوا ډيرجدي شو او د غرب په تيره بيا انګريزوحمايه يې درلوده ،مسلمان هيوادوال تحقيراو زجر شول ، شاه امان الله د هيواد مشران وروغوښتل د شاه استازی قاضي القضات و ، قاضي صاحب د خلکو له استازو سره… نور لوستل »

جميل

غوربندی صاحب اسلام عليکم ورحمته الله
الله سبحنه وتعالی خپلو بندګانوته نبيان او کتابونه راوليږل چي هيدايت شي خو چي الله سبحنه وتعالی ونغواړي هغوی هيدايت کيدونکي ندي
امربالمعروف اونهي عن المنکرهم فرض دی
وسلام

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x