taleem imtihan

زموږ د وروسته پاته والی لامل څه دی؟

لیکوال: احمدمدثر دلسوز

اسلام و تعلیم ته خورا په درنښت سره قایل دی، د الله ﷻ له طرفه رسول الله ﷺ ته د جبرائیل امین په واسطه لومړنی لفظ د علم پر ارزښت او د معلم پر بهترۍ دلالت کوي او مسلمانانو ته دا ورفهموي چي د علم مقام ته متوجه اوسئ همدارنګه د قرآنکریم له نورو آیتونو څخه هم  (قل هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون)، او د رسول الله ﷺ له أحادینو څخه هم صراحتا د تعلیم او متعلم فضیلت او بهتري له ورایه معلومیږي (خیرکم من تعلیم القرآن و علمه)  – (ان العلماء ورثة الأنبیاء) – (طلب العلم فریضة علی کل مسلم و مسلمة).

نو پر همدې اساس د اسلام په أوایلو کي تعلیم ته زیاته پاملرنه وسوه، علمي مراکز جوړ سول، علماؤ د زده کړي لپاره لیري لیري سفرونه وکړل، کتابونه ولیکل سول، نوي نوي کشفیات او اختراعات رامنځته سول او د نویو فنونو بنسټونه کښېښودل سول، مثلا: په نړۍ کي دلومړي ځل لپاره د مسلمانانو لخوا د اسطرلاب منځته راتګ، ساینسي څېړني، طب، د نجوم علم، د نور فزیک، د مرض د انتقال اورګانیزم د هوا له لاري، د سترګو عملیاتونه، انجنیري، د لویو لویو پوهنتونونو، مدرسو، علمي مراکزو او روغتونونو جوړول، د کتابونو ژباړل، د مطبعو، چاپخانو او نشراتي مراکزو فعالیت، د تجارت پراختیا، په لیکلې بڼه د اسلامي فقهي څخه د قوانینو استنباط کول، مېناتورۍ، نقاشي، خطاطي، ژب پوهنه، عربي عددونه، الجبر او هندسه، صنعت، د تاریخ په برخه کي د لویو لویو تاریخي کتابونو لیکل او داسي نور په سلهاوو اختراعات چي ددې لیکني تر حوصلې لوړه خبره ده، هغه څه وه چي مسلمانانو یې د وروسته پاتي نړۍ د نوي کولو لپاره پاخه تهدابونه کښېښوول.

په نړۍ کي چي تاسي اوس څه پر مختګونه وینی هغه ټول د مسلمانو پوهانو د کوښښونو پایله ده، د اسلامي تاریخ زرینه دوره یا ذهبي دوره یا د سروزرو دوره هغه دوره وه چي اسلامي نړۍ د علم او پوهي په لوړو پوړیو کي سفر کاوه، د اسلامي علمي مراکزو کیفیت دومره لوړ ؤ چي د اروپا د اوسنۍ ټیکنالوجۍ د استادۍ ویاړ موږ پر غاړه لرو، خو زموږ د اختلافاتو او خود غرضیو په نتیجه کي مو هغه علم او پوهه او هغه کیفیت او کمیت له لاسه ورکړ او اوس خپل مکاتب او مدارس وینو چي په څومره ټیټه سویه او کمو وسایلو پکښي زده کړه کیږي.

تعلیم یا ښوونه او روزنه د یوې ټولني اساس او بنسټ بلل کیږي کومه ټولنه کي چي د ښووني او روزني همدا اساس قوي او بریالی پر مخ روان وي نو ټولنه هم ورسره بریالي او مؤفقانه حرکات کوي وخت پر وخت پرمختګ کوي او خپلو هیلو او امیدونو ته رسیږي، خو که بالعکس په ټولنه کي د ښووني او روزني مراکز ناکاره او کمزوري وي نو ټولنه هم ضعیفه وي او په هماغه ټولنه کي فقر، بېوزلي او بېکاري زیاته وي چي مستقیما د هغې ټولني پر اوسېدونکو باندي له اخلاقي لحاظه هم منفي اغېز کوي، په کومه ټولنه کي چي علمي مراکز کمزوري وي هلته فساد اوج ته رسېدلی وي، ځکه مغزونه خالي وي او خالي مغزونه د شیطاني وسوسو او دسائسو لپاره بهترین کورونه دي، خو کومه ټولنه چي د علم په ډګر کي له نورو څخه مخکي وي نو هماغه د مادي پرمختګ له نظره هم له نورو مخکي وي. اسلامي ټولنه کي باید تعلیمي سیسټم د ولس له افکارو او عقائدو سره همنظره وي نو په نتیجه کي به د همدې ټولني لپاره فداکاره، متدین، مؤمن، غیرتمن او با وجدانه نسل وروزل سي چي د همدې ټولني د نېکمرغۍ او په مادي او معنوي برخه کي د دوی د پرمختګ لامل ګرځي.

خو کچیري همدغه تعلیمي سیسټم د همدې ولس له دین او افکارو سره برابر نه وي نو د همدې نصاب او کتاب روزل سوي کسان به بیا د ټولني لپاره د اوږو بار، د ټولني او ولس له ګټو بې پروا او بالاخره به د همدې ولس د عقائدو او افکارو دښمنان وي، چي په نتیجه کي د ټولني د بدمرغۍ، شاته پاته والي، ضعف او په مادي او معنوي برخه کي د زوال لامل ګرځي.

یعني که یوه ټولنه غواړي چي پرمختګ وکړي نو لومړی باید په تعلیمي برخه زیاته پانګونه وکړي ترڅو د کمیت او کیفیت له پلوه یې پوره غني او د نورو له احتیاجه پوره بې پروا کړي.

تعلیمي سیسټم او نصاب باید د یو اسلامي فکر پر بنسټ جوړ سي ترڅو و خپل ولس او اسلام ته وفادار شخص فارغ التحصیل کړي، خو که مسئله برعکس وي نو بیا همدا فارغ سوي کسان غواړي چي خپل ولس د پردیو غلام کړي، د پردیو د فرهنګ پالونکی واوسي او د خپلو دښمنانو د حامي په توګه کار وکړي.

ترټولو لومړی چي په تعلیمي سیسټم کي باید په نظر کي ونیول سي هغه د تعلیمي سیسټم کیفیت په نظر کي نیول دي.

په افغانستان کي د هر نوي حکومت له جوړښت سره سم حکومت له تعلیمي سیسټم څخه ډېر بې پرواه او صرف نظر کوي حال دا چي د نظام اساسات او پایې پر تعلیم باندي تکیه دي مثلا : د افغانستان په تاریخ کي ظاهرشاه ترټولو ډېره او آرامه پاچهي تېره کړه خو په خپله ۴۰ کلنه پاچهي کي یې نه د هیواد لپاره داسي انجنیر وروزئ چي موږ دي د نورو له اجتیاجه خلاص کړي او نه کوم ډاکټر، بیرته به زموږ بندونه او کانالیزاسیون د خارجي انجنیرانو لخوا طرحه کېدی او هغوی به جوړاوه او بیرته به زموږ مریضان د تداوي لپاره بهر ته تلل، ځکه د تعلیمي سیسټم کیفیت ته هیڅ توجه نه وه سوې، ولس ویده ساتل سوی ؤ او پر ویده ولس خو هرڅوک ۴۰ کاله حکومت کولای سي ځکه نوموړي پوهېدی چي که دا ویده ولس د تعلیم په زېور ویښ وساتل سي نو بیا به زما قدرت هم په خطر کي وي، همدارنګه په افغانستان کي د نوي دولت له تأسیس څخه وروسته ټولو دا فکر کاوه چي اوس به نو تعلیمي نظام څومره په لوړه سویه او اعلی کیفیت او کمیت سره ډیزاین سي، ځکه هرڅوک د مسلک مطابق په کار وګمارل سول.

خو موږ او تاسي اوس ګورو چي زموږ مکاتب او پوهنتونونه څومره د کیفیت او کمیت له لحاظه وروسته پاته دي، ځکه غربیان په هیڅ صورت کي دانه غواړي چي موږ پرمختګ وکړو او یو داسي حالت ته ورسیږي چي خپله کشفیات وکړو او نوي ابتکارات حاصل کړو او د نورو له احتیاجه خلاص سو.

زموږ د تعلیم معیار فقط دومره دی چي فارغ التحصیل یې یو ساده مأموریت وکړي، داچي فارغین یې نوي اختراعات وکړي او له نظر څخه یې عمل ته واړوي ډېر کم او یا هیڅ نسته.

ځکه زموږ کیفیت ډېر ټیټ دی، موږ د کیفیت پر ځای کیمیت ته سخت متوجه یو او غرب هم غواړي چي د کیفیت پر ځای مو کمیت ته سخت متوجه کړي همدا لامل دی چي هرکال په زرګونو شاګردان له مکاتبو او په زرګونو محصلین له پوهنتونو څخه فارغیږي خو د عمل په ډګر کي ډېر لږ او یا د هیڅ یوه درک نه معلومیږي، انجنیر چي مو فارغه سي بیرته د نقشې په ډیزاین کي له یو خارجي ډیزاین، خارجي کتاب او یا انټرنیټ څخه استفاده کوي، ډاکټر چي کله فارغه سي د لویو لویو عملیاتونو لپاره مو بیرته اړتیا خارج ته وي له مدارسو څخه خو موږ ګیله نه کوو ځکه د هغوی نصاب کي خو داسي کتاب نسته چي طالب العلم دي د غرب له لومو آګاه او باخبره وساتي او د دستار فضیلت وروسته دي د غرب لپاره په فکري لحاظ یو سردرد واوسي، زموږ نصاب لا دومره ندی چي فارغین یې د کفر سره مقابله وکړي او د هغوی دسائس شنډ کړي، د ۸۰۰ او ۹۰۰ کلونو زاړه کتابونه لا هم په مدرسو کي تدریسیږي خو د ډموکراسي، کمونیزم، لیبرالیزم، نشنلیزم، هیومنیزم، کپټالیزم، سوسیالیزم، ماسونیزم، صهیونیزم، سیکولریزم او نورو معاصرو کفري اشکالو په خلاف کوم څه نسته او معاصر ساینسي مضامین خو بیخي نسته، موږ په فکري لحاظ لا نه یو تربیه سوي، د انګرېزانو په مقابل کي ۳ ځلي افغانانو جهاد وکړ او بالاخره یې مات کړ خو په نتیجه کي یو سیکولر نظام پر افغانستان حاکم سو، بالاخره موږ په دې نه پوهېدو چي موږ جهاد او دا دومره قربانۍ د څه لپاره ورکړې؟، موږ جهاد د وطن او اسلام د آزادۍ لپاره وکړ خو بیرته زموږ نظام پر شریعت بندیز ولګاوه او د علماؤ خولې یې وتړلې، د أروپا عشق زموږ حکماء او زعماء دومره ځانته کش کړه چي د غربي ظاهري سرسري پرمختګ لپاره مو خپل شریعت او کلتور یو مخ ورته فداء کړ، ځکه زموږ مغزونه خالي وه نه پوهېدو چي د څه لپاره وجنګېدو؟ هدف مو څه ؤ؟ او اوس په هیواد کي څه ډول نظام حاکم کړو؟، له یوې خوا مو د انګرېز څخه آزادي واخیسته او له بلي خوا یې بیرته وغیږي ته ولوېدو.  د سرو لښکرو سره تر جهاد او ۲ میلیونه شهیدانو تر قربانۍ وروسته موږ بیرته خپلمینځي جنګونو ته مخه کړه، موږ ددې لپاره وجنګېدو څو خپل وطن د شوروي څخه آزاد او په خپلو لاسونو یې جوړ، له بربادۍ څخه یې وساتو او یو اسلامي نظام پکښي حاکم کړو، خو همدا موږ ؤ چي بیرته مو خپل وطن په کنډواله بدل کړ او د سرولښکرو هیلي او آرمانونه مو پوره کړه او په پای کي همدا أتلان څوک د روس غیږي ته او څوک د معاصر فرعون غیږي ته ولوېده، لامل یې څه ؤ؟ ولي یو وار ورسره وجنګېدل او بیرته د هغوی په لومو کي راګیر سوه؟… لامل یې څه ؤ؟  اساسي لامل یې دا ؤ:

  1. په دین مو مکمل ځان ندی پوه کړئ.
  2. چي د تعلیمي مراکزو کیفیت ته مو پام نه دی کړی.
  3. هسي مو په شکلیاتو ځانونه جوړ کړي.

زموږ د مدارسو او مکاتبو په یوه نصاب کي لاهم تراوسه دا واضح ندي چي کوم کفر کوم اسلام؟ د معاصرو کفري اشکالو په اړه کوم کتاب نه تدریسیږي، نو بیا خو به خود همدا فارغ د معاصر فرعونیت غیږي ته لویږي او د معاصر صهیونیزم د دسیسو ښکار به وي.

چي ډېر لیري تللي نه یو بیرته به خپل موضوع ته راسو هغه دا چي د یو نظام او حکومت لپاره تر ټولو اساسي بنیاد چي باید پرې پانګونه وکړي؛ تعلیم او تعلیمي مراکز دي، پر بېځایه شیانو زیات لګښتونه کیږي خو د علمي مراکزو پر کیفیت هیڅ غور نه کیږي.

په کندهار کي د ښوونځۍ یو شاګرد راته د ښوونځۍ د درسونو او کیفیت په اړه راته وویل : چي تر اوسه هم زموږ درسي ساعتونه خالي وي، استادان غیرحاضري کوي، او جالبه لا دا چي په اداره کي تلویزیون نصب دی او استادان فلم ته ناست وي، په دولتي مکاتبو کي شاګرد ته درسي کتابونو ورکړه چي د هر شاګرد حق دی له هغه حقه موږ محروم یو، په بازار کي په خپلو پیسو ساده کتابونه رانیسو.

یو بله جالبه خبره لا دا وه چي نوموړي وویل چي موږ د مکتب د شاګردانو تعداد ۴۰۰۰ تنو ته رسیږي خو موږ په مکتب کي یو فعال تشناب لرو. میزونه او چوکۍ خو نسته خو د فرش د رانیولو لپاره هم د شاګردانو څخه پیسې اخیستل کیږي، بله دا چي ادارې زموږ د نتایجو د دوسیو لپاره هم له موږ څخه پیسې واخیستلې ځکه په اداره کي د نتایجو لپاره دوسیې هم نه وې موجودي او کومو شاګردانو چي پیسې نه وې راوړي هغوی ته یې وویل چي پیسې راوړي که نه نتایج مو ورکیږي، اوس خو د نتایجو پیسې نه لري خو د فراغت په مراسمو کي بیا د لیسې د آمر او ادارې لخوا ډمان راوستل کیږي او ډیري پیسې مصرفیږي.

د تدریس لپاره د تعمیر نشتون بله ستونزه ده، د همدې لیسې یو استاد وویل : چي زه په همدې لیسه کي په اووم ټولګۍ کي وم چي د پوهني له وزارته هیئتان راغلل او د تعمیر ځای یې مشخص کړ خو چي له مکتبه ووتل بیا مو ونه لیدل، زه د لیسې څخه فارغ سوم او له هغه وروسته د پوهنتون څخه هم فارغ سوم خو تعمیر به لا جوړیږي او جوړ به یې کړي….. د ځای د نشتون پخاطر شاګردان په مسجد کي درسونه وايي.

د برېښنا سیسټم خراب دی او د ټولګیو شاګردان په خپلو پیسو باندي ټولګۍ رنګوي او د برېښنا سیسټم یې سموي.

کله چي د امتحاناتو وخت راورسیږي نو د امتحان د پاڼو د چاپ لپاره هم د شاګردانو څخه پیسې ټولیږي، په کتابتون باندي یو غټ قلف ځړیږي چي په دوړو کي پټ دی کله چي ورته وګورې نو فکر به وکړې چي په ۲ کاله هم دا دروازه نه ده خلاصه سوې او د کیمیا او فزیک استادانو ته چي ووایو چي استاده لابراتوار ته به ولاړ سو او څو تجربې رازده کړه نو هغه سمدستي ووایي چي د اړتیا وړ مواد او لوازم نسته…. رښتیا هم دومره ستونزي وي د زده کړي پر مهال او کله چي فارغ سي بیا له همدې شاګردانو څخه موږ اختراعات او کشفیات غواړو.

ابوالحسن علي ندوي رحمة الله علیه وايي: ((که اسلامي نړۍ غواړي چي خپل ژوند نوی له سره پیل کړي او د پردیو له غلامۍ آزاد سي نو لومړی باید تعلیمي آزادي ترلاسه کړي او په پراخه پیمانه د تصنیف او تألیف او د علومو په ترتیبولو کي کار وکړي او ددې آزادي لپاره باید داسي مشر وټاکي چي په عصري علومو کي دومره پوهه او ژور بصیرت ولري چي د څېړني درجې ته رسېدلی وي او فکر یې مکمل اسلامي وي او د اسلامي سرچینو څخه یې زړه او ضمیر خړوب وي)).

د کیفیت د لوړولو لپاره یوازي او یوازي حکومتونه کولای سي چي خپل د تعلیمي سیسټم کیفیت لوړ کړي او هغه هم آزاد حکومتونه نه غلام.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله وردک
میلمه
عبدالله وردک

د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ځنې علتونه (عبدالله وردک) څلورمه برخه – انګلستان – جنوری – ۲۰۱۸ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي چې تاسې ټول روغ او جوړ وی. ګرانو او محترمو لوستونکو! زما په نظر، د مسلمانانو د وروسته پاتي کېدو یو بل ستر علت د مسلمانانو تر منځ بې اتفاقي ده. زه په دې باور لرم چې زیاتره خلک به له ما سره په دغه خبره موافقه وکړي، او ډېر لږ خلک به وي چې له دغې خبرې سره مخالفت ولري. د یادولو وړ ده چې زه په… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

وردګ صاحب! سلام علیکم!
ستاسی علمی او وولسی او عقیدتی شخصیت ته په ډېر درناوی، مختصراً عرض شی چي:
کاشکی تاسی د یو منصف انګرېز ( البته انګرېز که منصف شی نو بیا به انګرېز ورته ونه ویل شی)پوښتنه کړې وای چه د افغان او سیمی نورو هیوادونو د وګړو نه پرمختګ عوامل څه دی، احتمال لری هغه منصف انګرېز به پدې هکله تر ما او تا دا مسئله ښه توضیح کړای شی.

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

الله انسان داستعداد اوتکامل دعالی ترینودرجوخلقلۍ دۍ اوبیایی پست ترینودرجوته ګرزولۍ دۍ چه بیرته دمحنت اوتعلیم په واسطه دخپل استعدادپه نعمت تکامل (ساینس،تخنیک ،شیمیایی اوداسی نور)زده کوی علم څشی دۍ الله په ماده کی مختلیف خواصونه ایښی دی انسان په خپل استعداد یوخواص کشفوی هغه دلیکلوپه واسطه جامعی ته وړاندی کوی انسانان دهغه کشف لولی اوخپل استعدادپه واسطه استفاده ځنی کوی مثلًا ماده پر۳قسمه ده جامد،مایع اوهوا موږوینوچه دتوپک مرمۍ دونه تیزه ځی چه ډیرلیری یوشۍ سورۍ کوی علت یی جامد یودم په تولۍ کی په ګازبدلیږی چه هغه ګازڅوزره چنده ترهغه جامد غټیږی په تولۍ کی نه ځاییږی مرمۍ… نور لوستل »