افغانستان

دفاع وزارت په فارياب کې د چورلکې د نسکورېدو پخلی کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لیندۍ، ۱۳۹۷ل ): د فارياب پښتون کوټ ولسوالۍ کې د ګډ حکومت د دفاع وزارت يوه چورلکه نسکوره شوې ده.

په فارياب کې د ملي اردو د لومړنۍ لېوا قومندان ډګروال محمد عسکر سرحدي  رسنيو ته ويلي، چې  چورلکې د يوې ماشين د خرابېدو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.

د ډګروال عسکر په وينا په دغه پېښه کې د چورلکې دوه خدمت کوونکي او يو ماشوم ټپيان شوي دي، چې اوس د درملنې لپاره د فاریاب مرکز مېمنې ښار ته رسول شوي دي.

د دفاع وزارت وياند غفور احمد جاويد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې منلې، چې د پښتون کوټ ولسوالۍ سرحوض سيمه کې د ملي اردو يوې چورلکې د پورته کېدو پر مهال بېړنۍ ناسته کړې، خو سپارلۍ ته يې کوم زيان نه دی اوښتی.

طالبانو د دغې چورلکې د نسکورولو مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد یوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې نن ناوخته د پښتون کوټ په سر حوض سيمه کې د دوی جنګياليو د ملي اردو يوه چورلکه نسکوره کړې او ټوله سپارلۍ يې وژل شوي دي.

په تېره يوه اونۍ کې د ملي اردو د چورلکو د نسکورېدو دا درېيمه پېښه ده، چې دوه يې په کندهار او يوه يې نن په فارياب کې نسکوره شوه.

په تېرو شپبږو مياشتو کې د ملي اردو د پوځي چورلکو د نسکورېدو نهمه پېښه ده.

تر ټولو خونړۍ پېښه د فراه اناردرې ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه، چې د فراه د ولايتي شورا د مشر فريد بختور او د هرات ظفر قول اردو د مرستيال په ګډون په کې ۲۵ کسان وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x