دفاع وزارت، د سرتیرو د تلفاتو دزیاتېدلو لامل د هغوی کمه وړتیا ښيي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لیندۍ، ۱۳۹۷ل ): د افغانستان د دفاع وزارت وايي « هڅه کوو، د افغان ځواکونو تلفات را کم کړو چې دا کار د ځواکونو د وړتیاوو له لوړلو پرته ناشونی دی».

دا خبرې نن دې وزارت مرستیال «هلال الدین هلال» د کمانډو ځواکونو په فراغت غونډه کې وکړي نوموړي وویل «موږ هڅه کوو چې د خپلو ځواکونو وړتیاوې لوړې کړو او په دې توګه د سرتېرو د زیاتېدونکو تلفاتو مخه ونیسو».

ده زیاته کړه «دوهم ګام به مو دا وي چې، له هغو سیمو خپل ځواکونه راټول او یا یې کم کړو چې اړتیا یې نه لیدل کېږي».

د دفاع وزارت  مرستیال داسې مهال د عسکرو د تلفاتو د کمولو لپاره ګام اخلي چې، په دې وروستو کې د دولتي عسکرو مرګ ژوبله ډېره زیاته شوې او دې کار افغان  او بهرني چارواکي اندېښمن کړي.

څو ورځې وړاندې د ناټو عمومي سرمنشي«ینس سټولنټبرګ» هم  کابل ته د خپل سفر په مهال په دې اړه ژوره اندېښنه ښودلي وه.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال «ډانفورډ» هم مني چې  دولتي عسکر د جګړې په لیکو درانه تلفات زغمي خو د هغه په اند، دا تلفات د سیمې  د امنیت د ټینګښت لپاره دي ،کابو یوه اونۍ وړاندې جنرال «ډانفورډ» په واشنګټن کې یوې غونډې ته وویل «دا منو چې د افغان عسکرو تلفات زیات شوي، خو په بدل کې یې د نړي یوه بله برخه یعني امریکا په امن کې ده او د ډسمبر د ۱۱ په څېر د بلې حملې د رامنځته کېدلو ویره له منځه تللي».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د