حبيبه سرابي: د سولې مشورتي بورډ ناقص دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د باميان ولايت پخوانۍ والۍ او د سولې عالي شورا مرستيالې حبيبه سرابي د حکومت له لوري جوړ شوی د سولې مشورتي بورډ د ښځو د کمې ونډې له امله ناقص بللی دی.

حبيبه سرابي نن د چهارشنبې په ورځ «په سوله کې د ميرمنو ونډه» په نامه يوې غونډې ته په خبرو کې وويل چې د سولې په مشورتي بورډ کې څنګه چې لازمه ده ښځو ته هغومره ونډه نه ده ورکړل شوې.

سرابي د اعتراض په توګه وويل چې د دولت له لوري مشورتي بورډ جوړ شو خو نه د دولت په استازيو او نه هم د جهادي رهبرانو په ليست کې ميرمنې شتون لري او کومې دوه ميرمنې چې په دې بورډ کې د غړو په توګه ټاکل شوي دي هغه د هغوی کورنیو ته د احترام په توګه ټاکل شوي دي.

د سولې عالي شورا مرستيالې وويل چې د ښځو پرمخ باید تړلې دروزاې خلاصې شي او د هيواد په مهمو پريکړو کې ورته برخه ورکړل شي.

د يادونې وړ ده چې تیره ورځ د ملي امنيت د شورا له لوري د محمد اشرف غني په امر د سولې مشتورتي بورډ اعلان شو چې په کې د دولت د بيلابیلو ارګانونو غړي، سیاسي شخصيتونه، جهادي مشران او د صديقه بلخي او امنه افضلي په نامه دوو ميرمنو ته هم برخه ورکړل شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د