نړۍ

ټرمپ: بن سلمان د سعودي رهبر او د امریکا ډېر ښه دوست دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لیندۍ، ۱۳۹۷ل ): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا د کانګريس د غړو پر خلاف د سعودي ولي عهد د ملاتړ څرګندونه کړې او ويلي يې دي، چې دی له محمد بن سلمان سره ولاړ دی.

ډونلډ ټرمپ د بن سلمان په ملاتړ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د کانګريس ګڼ شمېر غړو د سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل لومړی مسؤول ولي عهد محمد بن سلمان بولي او د امریکا له حکومت څخه يې د سعودي پر ضد د ګامونو اخيستو غوښتنه کړې ده.

امريکايي ولسمشر د برتانيې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د دې پوښتنې له ځواب ویلو ډډه وکړه، چې «د جمال خاشقجي د قتل مسؤول بن سلمان بولئ؟»

ټرمپ د دې پوښتنې د ځواب پر ځای وويل، چې محمد بن سلمان د سعودي رهبر او د امریکا ډېر ښه دوست دی.

د ټرمپ د څرګندونو پر خلاف د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» ترکيې او د امریکا مشرانو جرګې ته ويلي، چې محمد بن سلمان د خاشقجي د قتل امر ورکړی و.

د ډيموکراټانو او جمهوري پلوو ګڼ شمېر سناتورانو هم د خاشقجي د وژنې پړه پر بن سلمان اچولې، د سعودي سفير د شړلو او پر سعوديې د بنديزونو لګولو غوښتنه کړې ده.

يو شمېر سناتورانو هڅې روانې کړي، چې پر بن سلمان او سعودي د بنديزونو لپاره مشرانو جرګې ته قرارداد وړاندې کړي.

خو د ټرمپ له وروستۍ مرکې او نورو څرګندونو ښکاري، چې د کانګريس د قراداد سربېره  به هم هغه د سعودي پر ضد له ګام اخيستو انکار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

عربان په امریکا خپل ملک جوړوی.راځی چه د عربانو سیاست موږ او تاسو هم په مخ یوسو.شعر له سټی کنډو څخه،
امریکا د څه وخت لپاره پریږدمه………….دا وران ویجاړ وطن په جوړومه،
کمالونه تیکنالوژی ترینه زده کومه………..اسلامی عقاید امریکا ته ور انتقالومه
په ورو ورو رو یی مسلمانه وومه…………اهدنآالصرات المستقیم ته یی برابره ومه
پلونه سړکونه بلډنګونه په پخومه………….دغلامانو حیواناتو په شان یی چلومه…………………..غمی پښتین.سټی.کنډو ،پکتیا

غوربندي

ياره غميه زما شعر هم درته پورته شو، ورته ټينګ به شې د سنټکام مامور صاب.

ته يې چې مامور يې نن
څومره خوار زبون يې نن

په سترګو ړوند شې دوی په ډرون او وسلو څه جوړوي؟
په دا چاپو، بمو ، زندان او فساد څوک ښادوي؟؟

له تا يې واک د تا د څټ او خپلواک فکر وړی
له تا يې فرق د سم ناسم حق او ناحق تروړلی

ته په تاريخ کې حواله د يوه غلام پيدا کړه
چې وي بادار د خپل بادار هم باعفت پاته وي

نور بيا ….

غ.حضرت

غمی جانه! که دی زه د خندا مړ کړم ګوره تاوان در څخه اخلم.جدي وایم ګوره.

الحاج استاذ بیانزی

زما په اند ،د سعودی او امریکا اړیکی سمدلاسه او تصادفی نه دی رامنځته شوی،د دی اړیکو تر شا د اسراییلو ( نظم نوین جهانی ) منځنی ختیز کی شرایطږ ته په کتلو چه د سعودی سلطنتی کورنی اخری ورور پاچا ( سلمان ) وروسته به د ورونو په ځآی د وریرونو وار وی مخکی له مخکی په دهران کی ۸۰ زره فوځ اچولی د سعودی استخبارات خو له اوله د انګریزانو په قومانده کار کولو . امریکا ( نظم نوین جهانی ) ګوری چه له سلمان وروسته کوم وراره د امریکا د ګټو د پاره مناسب کس دی چه… نور لوستل »

جانان

د غمی پشتین اصلی څیره په ډاګه شوه چه دا سړی د امریکایانو پلوی اجیر افغان نه دی . بلکه دی کوم انګریز یا امریکایی دی چه پشتو یی زده کړی ، فرمایی چه : [[[ امریکا به د تل د پاره دلته وی هم به د دی هیواد د نشه سروزرو څخه چه په تریلونو ډالر تری تر لاسه کوی ، د بی شمیره معدنیاتو ، طبیعی ذخیرو او هم به د کسپین او توری بجیری د شاوخوا هیوادو د ګیس او تیلو ذخیری او هم به د سیمی هیوادونه د کنترول لاندی وستی امریکا په اسیا کی د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x