د غزني رسنه کې څه تیریږي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لیندۍ، ۱۳۹۷ل ):رسنه د غزني ولایت، ګیلان ولسوالۍ، غټ کلی دی چې د همدې ولایت له هزاره میشت ولسوالۍ جاغوري سره پوله لري.
دوه میاشتې وړاندې طالبانو د همدې کلي له لوري پر جاغوري ولسوالي برید وکړ. د جاغوري ولسوالۍ ځینې سیمې یې لاندې او دولتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله واړوله. په ځوابي برید کې دولتي ځواکونو هم د هوا له لارې د رسنې عام خلک بمبار کړل او هم یې توپونو توغولو ته پیل وکړ.
دولتي ځواکونه نه عام ولس ته ګوري، نه طالبانو ته. بس چې چرته څو تنه سره یوځای ښکاره شي، یا بمبار پرې کوي، یا هوانونه او توپونه ورتوغوي.
ددې بمباریو او توپونو په ترڅ کې لسګونه عام ولسي خلک شهید او لسګونه نور زخمي شول.
د شاني خېلو کلي کې د بمبارد له امله د یوې ښځې په ګډون ۵ تنه عام کلیوال شهیدان شول، چې د همدې ښځې د خښولو پر مهال دولتي ځواکونو د جاغوري ولسوالۍ له لوري پر هدیره څو توپونه وتوغول خو څوک پکې په خوږ نه شول.
د بي بي سي پښتو د خبر پر بنسټ، هوايي ځواکونو د عبدالمالک په نوم د یوه تن کور بمبار کړ، چې امیندواره میرمن یې شهیده او اولادونه یې ګوډ او ړانده شول. چې اوس مهال زوی یې په کندهار او لور یې په کابل کې تر درملنې لاندې ده.
له همدې حالت څخه د رسنې اوسیدونکي تېښتې ته اړ شوي، ځینې یې په اغوجان کې میشت دي او ځینې نور د زابل خاک افغان ولسوالۍ ته کډه شوي دي. بختور یې په پردیو کورونو کې اوسي او بدبخته یې په همدې ساړه ژمي کې په خیمو کې شپې سبا کوي.
رسنوالو لاریون وکړ، د کابل- کندهار لاره یې څو ساعته د ترافیکو پرمخ وتړله، خو نه یې چا مظلومیت درک کړ، نه چا ورسره غم شریکي وکړه. د ګیلان یو قومي مشر عبدالسلیم طیب وایي چې هوانونه د فاطمیون ډلې لخوا چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، توغول کیږي. دوی دولت پر توپیري چلند تورنوي چې د هزاره دولتي کارمندانو غچ له عامو پښتنو څخه اخلي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

طالبانو لږ بيړه وکړه، دا نابالغ قوم په خپل وخت کافي تنبيه ته اړتيا لري.

لونګ
میلمه
لونګ

زه خو وایم چی طالبان دی یو جوړ جاړی ته ورسیږی سره څو دا بیوزله ولس د ظالمان له منګولی خلاص سی. الله د خپل رحم وکړی د بی دفاع خلک دی الله (ج) په خپله پناه کی وساتی.

جانان
میلمه
جانان

نن ډیره بختوره ورځ ده چه لونګ جان په دی مظلوم اولس زړه سیزلی او طالبانو ته یی چه جوړ جاړی ته ورسیږی امر کړی، یعنی په طالبانو یی هم امر چلیږی او دا امر یی ځکه کړی چه مظلوم اولس د ظالمانو له منګلو وژغورل شی. دا چه په طالبانو امر کوی ، یعنی په لاس لاندی خلکو کیږی او ظالمان د ځآن د پاسه خلک دی دا معنی چه د کابل غلامی اداری ته یی د ظالمانو خطاب کړی فرمایی چه ( مظلوم اولس د کابل د غلامی اداری له ظالمانو، فاسدو او غاصبینو وژغورل شی. معلومیږی چه… نور لوستل »