راځئ توبه وکاږو!

عبدالمالک همت

اى دروند لوستونکې !

پوه سه چي الله تعالى ابليس د يوې سجدې پر نه کولو چي امر يې ورته کړى وو، د ډېر لوى عزت له مقامه را وپرځاوه او د تل لپاره يې وتراټه. آدم عليه السلام يې د يوې ګولې پر خوړلو له جنته وايست او دې خاوريني نړۍ ته يې واستاوه. دغه راز يې امر کړى دى چي زنا کار دي هغه ځاى ته چي روايښت نه لري د يوې ګوتي په کچه د ځانګړي آلت د ننايستلو په جرم په ډېره بده وضعه و وژل سي. همداراز يې د درو دراهمو پر غلا د غله د لاس پرېکولو امر کړى دى.

نو اى مسلمانه وروره ! همدغسي نورو جزاوو ته فکر وکړه او پوه سه چي کېداى سي پر يوه ګناه لا نه پر يوه ګناه دي د دوږخ اور ته ورټېل وهي. ﴿ وَلَا يَخَافُ عُقْبَاهَا (15)([1]). (او الله د دوى د تباه کولو له کومي بدي پايلي څخه بېره نه لري).

ګرانه وروره !

ګنهونه او معاصي د انسان پر زړه او بدن باندي په دې او هغه دنيا کي دوني بدي، ناوړي، ضرر ناکي او خطرناکي اغېزي لري چي يو خداى جل جلاله ښه پوهيږي. يوه پياوړي ليکوال په خپل کتاب کي دغسي اغېزي ډېري زياتي را اخيستي دي([2] ) ، خو  زه به يې دلته يو څو درته وليکم:

لومړى:  د ګناه اغېزه له علم څخه بې برخيتوب دى؛ ځکه چي علم او پوهه يو نور او رڼا ده چي لوى څښتن د بنده زړه په روښانه کوي، خو ګناه دغه رڼا وژني.

دوهم: د ګناه بله ناوړه اغېزه د رزق او روزۍ کمښت دى؛ ځکه تقوا او پرهېزګاري د رزق ډېروونکې ده او عدم تقوا او ګناه د رزق له منځه وړونکې ده.

درېيم: د ګناه بله ناوړه اغېزه يو ډول بېره او وحشت دى چي د ګنهکار په زړه کي د ده او لوى څښتن سبحانه تر منځ پيدا کيږي.

څلورم: د ګناه بله ناوړه اغېزه يو ډول کرکه ده چي د ګنهکار او خلکو تر منځ پيدا کيږي. په تېره د ګنهکار او ښو خلکو ترمنځ. ځينو اولنو فرمايلي دي: ” ما که څه هم ګناه د خداى تعالى په وړاندي کړې وي، خو اغېز يې زما په وړاندي زما په آس او مېرمن کي ووينم“.

پنځم: د ګناه بله ناوړه اغېزه د کارونو مشکل کېده دي. ګنهکار چي هرکار ته لاس واچوي ستونزي او تکاليف ور پېښ سي.

شپږم : د ګناه بله ناوړه اغېزه د زړه او بدن بې سېکي او ضعف دى. د مومن ځواک او قوت په زړه کي وي، نو چي زړه يې قوي وي، بدن يې هم قوي وي او چي په ګنهونو سره يې زړه تياره او بې سېکه سي بدن يې هم بې سېکه سي.

اووم: د ګناه بله بده اغېزه د عمر لنډ والى او بې برکتي ده. لکه نېکۍ او ښېګڼي چي د عمر د اوږدېدو لامل کيږي همدغسي ګنهونه او بدۍ د عمر د لنډېدو لامل کيږي. په تېره د ظلم د ګناه د تر سره کوونکي عمر ډېر لنډ وي . که تاسي د ظالمو واکمنو عمرونو ته ځير سئ، در معلومه به سي چي هغو ډېر لنډ عمر درلودلى وي.

دا وه د ځينو ګنهونو ضررونه.

که بيا هم تا سي ددغو جزاوو او بدو اغېزو يادول له ګنهونو څخه نه راګرځوي، او پر زړه مو اغېز نه ښندي، نو د ګنهونو شرعي جزاوو ته فکر وکړئ، کومي چي د خداى جل جلاله او پيغمبرصلی الله عليه وسلم لخوا ټاکلي سوي دي. لکه د لاس پرې کېده، درې وهل ، سنګساول ، وژل ، زنداني کول او داسي نور.

که دا هم ستاسي پر زړه تاثير نه ښندي، نو هغو سزاګانو ته پام وکړئ او زړه مو ځني وبېروئ چي خداى تعالى په آخرت کي ګنهکارانو ته ټاکلي دي. ځکه چي بېره د لوى څښتن هغه شلاخه ده چي زموږ بې لاري او بې ادبه نفسونه پر لار او مؤدب کوي.

نو ښاغلې لوستونکې !

له دغو جزاګانو او ضررونو او ډېرو نورو ناوړو پايلو څخه ستاسي د ژغورني لپاره موږ دا څو ټکي چي د قرآن کريم، نبوي سنتو او لويو عالمانو له کتابونو څخه مو را ټول کړي دي، درته بيانوو، هيله ده، لوستل يې تاسي ته ګټور واقع سي. والله الموفق لما يُحب ويرضى.

د توبې لغوي او شرعي تعريفونه:

لومړى: د توبې لغوي تعريف :

توبه په لغت کي: له معصيت (ګناه او نافرمانۍ) څخه د طاعت پر لور رجوع ته وايي. او د ﴿ تاب الله عليه﴾ معنا ده: الله د هغه توبه قبوله کړه.

د ابو منصور په نامه يو عالم وايي: د ﴿ تاب ﴾ معنا ده: خداى ته وروګرځېد او رجوع يې ورته وکړه او له ګناه څخه يې لاس واخيست، توبه يې وکښل او پر پښېمانه سو. او د ﴿ تاب الله عليه﴾ معنا ده: هغه يې وباخښه. او داچي لوى څښتن فرمايي:﴿ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا ﴾[النور : 31 ] معنا يې ده: اى مومنانو ! ټول د الله طاعت ته وروګرځئ او له هغو مخالفتونو او ناوړو کارونو او اخلاقو څخه چي د لوى څښتن د احکامو په مقابل کي مو کړي او درلودل توبه وکاږئ.

لوى څښتن عز وجل توبه قبلوونکى دى، کله چي بنده له خپلي ګناه څخه توبه وکاږي، د هغه توبه په خپل فضل سره قبلوي. ([3]).

دوهم: د توبې شرعي تعريف :

توبه په شريعت کي پر تېرو ناوړو کارونواو ګنهونو(کړنو او ويناوو) باندي د هغو په بدوالي باندي په پوهېدو سره پښېماني او د تل لپاره د هغو د پرېښوولو په هکله ټينګ عزم او هوډ دى، البته که يې له چا څخه څه په ظلم او ناحقه ترلاسه کړي وي، هغه به بېرته ورکوي او يا به بخښنه ځني غواړي. او دا توبه به هم  لوى څښتن ته او د هغه په حضور کي او د هغه لپاره وي، نه د دنيوي ګټي او کوم ضرر د مخنيوي لپاره. ([4]).

د توبې تعريف ډېرو عالمانو په خپلو خپلو الفاظو کړى دى، خو موږ دلته د لاندي درو تنو لويو امامانو تعريفونه را اخلو:

حضرت حسن بصري رحمه الله فرمايلي دي: توبه داده چي څوک له ګناه څخه په زړه کي پښېمانه سي، په ژبه له خداي جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، په جوارحو (د بدن په غړو) د هغې تر سره کول پرېږدي او په زړه کي يې پټه وساتي او بيا ور ونه ګرځي. ([5]).

امام غزالي رحمه الله د يو لړ تعريفونو په ترڅ کي د توبي دا ډول تعريف هم کړى دى: توبه داده چي څوک ګنهونه سمدستي پرېږدي، په راتلونکې کي يې د پرېښوولو هوډ او عزم وکړي او کوم تقصيرات چي پخوا ځني تر سره سوي دي، په ښو اعمالو يې تدارک او جبران کړي. ([6] ).

امام ابن القيم رحمه الله فرمايلي دي: توبه له هغو څخه چي لوى څښتن يې نه خوښوي، هغو ته چي لوى څښتن يې خوښوي رجوع او ګرځېده دي، په پټه وي که په ښکاره وي. چي اسلام، ايمان او احسان او نور ټول مسايل پکښي راځي. ([7] ).

په الطريق الى التوبة کتاب کي يې د توبې نسبتاًجامع تعريف داسي کړى دى: توبه په شريعت کي د ګناه په بدوالي باندي په پوهېدو سره، د هغې پرېښوول ، د هغې پر تر سره کولو باندي پښېمانتيا او پر هغې باندي د واک پيدا کولو په صورت کي د هغې د بيا نه کولو په هکله ټينګ عزم او هوډ ، د امکان په صورت کي د خداى له بنده ګانو څخه په زور او ظلم د اخيستلو سوو شيانو، بېرته هغو يا د هغو ورثه وو ته ورکول، او د قضا سوو او ضايع سوو فرايضو بېرته اداکول دي. چي دا به لوى څښتن ته په اخلاص، له هغه جل جلاله څخه د ثواب په هيله او د هغه  له عقاب څخه په بېره کي وي، او تر زکندن او له لوېديځ څخه د لمر تر راختو دمخه به وي.

يادونه: که د حقونو د څښتنانو او د هغو د ورثه وو پته نه لګېده، نو بيا په زور او ظلم اخيستل سوى مال د هغه د خاوندانو لخوا خيرات کړئ او پخپله يې د ثواب هيله مه کوئ.

د ژبي توبه :

البته که په پورته ډول توبه ونه کښل سي او مازي په ژبه توبه توبه لري او له زړه څخه يې د ګناه خوند او لذت نه وي وتلي، نو دې ته علما فاسده توبه وايي، چي دا نه ده صحيح، بلکي له دي څخه هم بايد توبه وکښل سي. رشتيا هم دا توبه نه ده، بلکي د توبې الفاظ دي. نامتو عالم ډاکټر يوسف قرضاوي وايي: د عوامو د اندونو په خلاف مازي په ژبه توبه کښل، توبه نه شمېرل کيږي. يعني توبه کښل داسي ساده خبره هم نه ده، بلکي توبه تر دې سخته او يوه ستره چاره ده. البته په توبه تلفظ  کول مطلوب دى، خو تر قطعي تصميم او د لوى څښتن په وړاندي پر ګناه باندي تر اقرار او اعتراف وروسته به وي. اما يوازي په ژبه استغفار او د توبې اعلان، د زړه بې له هوډ او تصميمه ــ د ذوالنون مصري په وينا  ــ د درواغجنو توبه ده.

(نور بيا).

([1])- الشمس:٩١ / ١٥

([2])- د سعد يوسف ابوعزيز، موسوعة الاخلاق الاسلامية (١/ ١٢٤) مخ.

([3])-  د ابن منظور لسان العرب د ” توب “ماده.

([4])- د ابن حجر العسقلاني فتح الباري 11/1٢٣مخ او د محمد بن إبراهيم الحمد، التوبة وظيفة العمر ، المکتبة الشاملة.

([5])-  د ابن مفلح الآداب الشرعية، المکتبة الشاملة.

([6])-  إحياء علوم الدين 4/٤مخ.

([7])-  د محمد بن إبراهيم الحمد، التوبة ، دمدارج السالكين په حواله.