د شاتو په مچیو کې د الله پاک د قدرت نښې!

لیکنه او ژباړنه: م. حمد الله دانشمند

له کوم نه چې الله پاک د “النحل” سوره نازله کړې او په هغې کې مچیو ته د عقلمنو انسانانو په څېر خطاب شوی؛ د مچیو په اړه د عالمانو، پوهانو او څېړونکو پاملرنه زیاته شوې، بېلا بېلې څېړنې پرې شوې، لا دا لړۍ دوام لري. د هغوی په هر اړخیزه کړنو، خوځښتونو، شعوري نوښت او پنځښت کې د الله پاک د قدرت نښې نښانې له ورایه څرګندې دي. ورځ تر بلې په کې نور پر مختګ هم کېږي. دا د الهي الهام برکت دی، چې یوې وړې حشرې ته یې دمره ستر پوهاوی ور بښلی، چې د عادت خلاف حیرت انګېزه کړنې ترې صادرېږي.

د نمونې په توګه به یې له ځینو نه، یادونه وکړو:

د شاتو مچۍ تر ټولو حشرو (خوځندګو) نه، ښه شعوري نوښت لري، د انسانانو په څېر، بلکې تر هغوی ښکلی منظم نظام، پلان او حکومت لري، د مجازاتو او مکافاتو قوانین لري، د هر ټولي کاري دنده له بل نه، بېله وي. د بڼونو، ځنګلونو او باغونو له ښایسته او رنګینه ګلونو نه، شیره را زبېښي، خپلو کې سره یو موټی دي، زیار کښه او کارنده حشرې دي، خپلې ملکې (واکمنې) ته ژمنې او د هغې له لارښوونو نه پرته یو ګام هم نه اخلي. په دنیا کې تر ټولو خوړو، ګټور خواړه (شات) پنځوي؛ کوم چې د ډېرو ناروغیو د درملنې له پاره ترې ګټه پورته کېږي. سپېڅلی اسماني کتاب یې د خلکو له پاره د شفاء ټینګار کړی. لوړو، ژورو ته په اوږده واټن درومې، پرته له کوم لارښوود نه بېرته را ستنېږې، په زهرجنو بوټو نه کېني. الله پاک د داسې کوټو او اطاقونو جوړولو توان ور بښلی، چې د نننۍ پرمختللې نړۍ معماران او نقاشان – کوم چې په بشپړه توګه، په ټیکنالوجۍ او وسائلو سمبال دي – ورته ګوته په غاښ دي.

د نن څېړنو د پرون ورځې ډېر نا څرګند حقائق را برسېره کړل. د الهي قدرت نښې نښانې ورځ تر بلې په هرڅه کې را ټوکېږي. لاندې په لیکه حقائق مې د یوې باوري عربۍ مجلې (هل تعلم) نه را وژباړل، را سره ویې لولئ:

۱ – په نړۍ کې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ ډوله د شاتو مچۍ کشف شوې.

۲ – یو ډول مچۍ د وژونکو مچیو په نامه یادېږې، په یوه ستر سېل حمله کوي، په چيچلو- چیچلو ترې خپل ښکار وژني.

۳ – د مچیو ملکه (امیره) په یوه ورځ کې ۲۰۰۰ هګۍ پنځوي. د خپل ژوند په اوږدو کې له یوه ملیون نه، نیولې تر دوه ملیونه هګۍ تولیدوي.

۴ – له شاوخوا دوه ملیونه ګلونو نه، یوه کلو شات پنځوي. یوه مچۍ په ټول ژوند کې تقریبا ۱۲/۱ چمچې شات توليدوي.

۵ – د مچیو زوږ د هغوی له وزرو نه را پیدا کېږي، تقریبا په یوه ثانیه کې ۲۰۰ ځله خپلې وزرې خوځوي.

۶ – مچۍ یو ځل چیچل کوي، سمدستي ژوند له لاسه ورکوي، یواځې یو ډول: (Bumble bees) یې د څو ځله چيچلو وړتیا لري.

۷ – یوه مچۍ، چې د تنې له پلوه وړه هم ده، یواځې په یوه ساعت کې ۱۵ میله مسافه وهي، چې دا د هغې تېز الوت په ګوته کوي.

۸ – د ملکې (امیري) غذا هغه مواد دي، چې د مچیو له سرونو نه، د وړو بچو له پاره توليدېږي. یوه مچۍ له یادو موادو نه، خپلو بچو ته تر ۳ ورځو خوراک ور کوي، ملکه یې له همدې د زیاتې مودې د خوراک ور کولو توان لري.

۹ – د مچیو نران یواځې د یوځل تناسلي او جنسي اړیکو توان لري، له یاد حالت سره سم دستي خپله معده (مېده) له لاسه ور کوي.

۱۰ – په حشرو (خوځندکو) کې یواځنۍ حشره، مچۍ ده چې انسان ته غوره او کټور خواړه تولیدوي.

۱۱ – یو ډول مچۍ د “نحل النجار” په نامه یادېږې، چې ګوښی ژوند کوي، په ځنګلونو کې ډېرې ليدل کېږي، د نجار په څېر په لرګو کې غارونه جوړوي.

د مچیو په خلاف یو بل ډول نجسې او ناولې حشرې د مچانو په نامه یادېږي. هغوی له الله پاک نه الهام نه دی اخیستی؛ ځکه نو د مچیو په خلاف ټولنیز ژوند نه لري، ناوړه ویرسونه او جراثیم له ځان سره لېږدوي، د ګټې رسولو پر ځای د تښتولو او زغلولو دنده پر مخ وړي، د خلکو ترې نفرت کېږي، له هره استعداد او کمال نه، بې برخې دي. په قراٰني سپېڅلې جمله (و إن يسلبهم الذباب …) كې هم ور ته نغوته شوې. دا راز په حدیث شریف (وإنه يقدم السم ويؤخر الشفاء…) كې هم د هغه ضرر ښه په ګوته شوی.

نتیجه: مسلمانه! ته د الهام تر څنګ له اسماني وحیې نه هم برخمن یې. ستا منافع او ګټې باید بې شمېره وي. په ګلونو و بوڼېږه، له ګلونو نه، خوند او رنګ واخله، شات و پینځوه.

د مچ په څېر په ناپاکه او ناوړه څېزونو مه بوڼېږه، جراثیم مه لېږدوه، د سلب، نهب (تښتونې) له دندې لاس په سر شه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د