خبرونهنړۍ

د ټرمپ پخوانی وکیل په درې کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لیندۍ، ۱۳۹۷ل): نن یوې امریکايي محکمې، د امریکا د اوسني ولسمشر ټرمپ پخواني وکیل ته د درې کلونو بند سزاء واورله.

په ۵۱ کلن مائیکل کوهن باندې، د مالیې د غلا، له روسیې سره د اړیکو او هغو ښخو ته د رشوت ورکولو تورونه دي چې د امریکا اوسني ولسمشر ټرمپ ورسره جنسي اړیکې درلودي.

مائیکل کوهن نن په محکمه کې د قاضي «ولیم ایچ پولی» په وړاندې، په خپلو جرمونو اعتراف وکړ، نوموړي وویل چې، په ۲۰۱۶ کال کې یې د انتخاباتو تر پیل څو ورځې وړاندې امریکايي فلمي ستورې «اسټورمي ډینئلز» ته «۱۳۰» زره ډالر ددې لپاره ورکړي وو څو ددې او ټرمپ تر منځ په شته جنسي اړیکو باندې پرده واچوي، همدارنګه نوموړي ومنله چې، په ۲۰۱۶ کال کې یې له ټرمپ سره یو ځای د روسيې د ولسمشر «ولادیمیر پوتین» په شمول له ګڼو روسي چارواکو سره اړیکې درلودې او کانګریس ته یې په دې اړه انکار «ناسم» وو.

خو د امریکا ولسمشر ټرمپ بیا دا خبرې ردوی نوموړی وايي، دا ادعاوې هيڅ په ما پورې اړه نه لري، مایکل کوهن دا هر څه د ځان لپاره کوي او زما په اړه ورکړي بیانیه یې ناسمه ده، نوموړي له محکمې وغوښتل څو مائیکل کوهن ته درنه  سزاء ورکړي.

یاده دې وي چې د امریکا د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په اړه له لومړي سره څارونکي په دې اند وو چې، روسیې په دې ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریالي کولو په موخه پراخ تقلب کړی، خو د امریکا ولسمشر هر وخت دا خبره رد کړې او دا یې په ده پسې د کېدونکو تبلیغاتو برخه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x