خبرونهنړۍ

ترکیه: د امریکا د ملاتړ لرونکو کردي یاغیانو خلاف، نوي عملیات پیلوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي، په شام کې د امریکا ملاتړ لرونکي  کردی یاغیانو (YPG) په خلاف نوي عملیات پیلوي

نوموړې دا خبرې تېر ماښام په انقره کې یوې نظامي غونډې ته وکړې ده وویل«زموږ هدف امریکایي فوځیان نه دي، بلکې هغه تروروستې ډلې دي چې  د ترکیې پولې ته څېرمه فعالیتونه کوي».

ده زیاته کړه «په شام کې د امریکا د فوځي هڅو څخه ډاډمن نه دی، او څنګه چې امریکا ونشوای کولای په شام کې یاغي ډلې له منځه یوسي نو; ځکه یې موږ په وړاندې ګام اخلو».

اردغان همدا راز په شمالي سوریه کې د امریکا حضور د ترکیې د امنیت لپاره بې ګټې وباله ده وویل« امریکا په شمالي سوریه کې ددې لپاره نه ده مېشته چې هلته امنیت راولي بلکې هغوی ددې لپاره هلته راغلی چې د  YPG یاغي ډلې د ترکیې له منګولو خلاصې کړی»>

خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند بیا دا خبري رودي، «ایرک پوهن» وايي «موږ په شمالي سوریه کې له هیڅ ډلې سره تړاو نه لرو او هلته د امنیت د راوستلو په برخه کې له ترکیې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو ».

یاده دي وی چې، YPG  ګوند د داعش په وړاندې، په سوریه کې د ناټو تر ټولو ستر اتحادي وو.

کارپوهان وايي د رجب طیب اردغان تر دې اعلان وروسته شاید د ناټو سازمان د غړو هیوادونو، په څانګړي ډول د امریکا-ترکیې اړیکې نورې هم ترینګلې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x