افغانستان

محمد اشرف غني هرات ته ورسېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني نن سهار د يو دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان هرات ولایت ته سفر وکړ.

ټاکل شوې ده چې محمد اشرف غني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د لارجورد (وريښمو) لار پرانيزي او ددې ترڅنګ به د ځينو نورو پروژو څخه ليدنه هم وکړي.

د لاجورد ترانزيتي لار چې د افغانستان له پاره د اهميت وړ ده، له دې لارې به افغاني توليدات د اذربایجان، ګرجستان او ترکيې له لارې لويديځو هيوادونو ته لاره پيدا کوي او سوداګر به د سيمې او اروپايي هيوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې اسانتياوې ترلاسه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستيال اجمل حميد وايي چې د لاجورد لار د افغان سوداګرو له پاره ډیره مهمه او لنډه لاره ده، چې له پرانستلو سره به يې ډيری افغان سوداګر د سوداګرۍ په برخه کې لاسته راوړنې ولري او هم به افغاني توکي د نړۍ بازارونو ته په لنډه او اسانه توګه رسيږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند شاه حسين مرتضوي وايي دغه لاره د دوو نقطو ( تورغندی، او آقینه) په استفادی سره ترکمنستان، آذربایجان، او ګرجستان او د ترکی هيوادونو نه په تیریدو سره د اروپا آزادو اوبو ته لار پیداکوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خونې غړي عتيق الله نصرت ددې لارې جوړېدل د افغانستان له پاره ستره لاسته راوړنه وبلله خو په لاره د سوداګرو او سوداګريزو موټرو د تګ راتګ له پاره د موټروچلوونکو او سوداګرو د ويزو او ترانسپورتي اسنادو ستونزې او د ترمينلونو نه شتون یې د خنډونو په توګه ياد کړل خو زياته يې کړه چې دا به هم د وخت په تيرېدو سره حل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x