افغانستان

خلیلزاد بروکسل ته رسېدلی، چې د ناټو مشرانو ته معلومات ورکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل سفر په لړ کې بروکسل ته رسېدلی چې د ناټو مشرتابه خپل معلومات وړاندې کړي.

د ناټو خبرپاڼه وايي، نوموړی به په بروکسل کې وینا هم واوروي او له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره به هم وګوري.

زلمي خلیلزاد د خپل ماموریت درېیم سفر د روانې میلادي میاشتې په دویمه پیل کړ، چې پاکستان، افغانستان، روسيې، ازبکستان او ترکمنستان ته له سفرونو وروسته بلجیم ته رسېدلی دی.

ویل کېږي هغه به په بروکسل کې له خبرو اترو وروسته عربي متحده اماراتو ته وخوځېږي او له هغه وروسته به قطر ته روان شي.

زلمي خلیلزاد پخپل تېر سفر کې هم له طالبانو سره پرلپسې درې ورځې خبرې اترې درلودې، چې جزییات يې رسنیز شوي نه دي.

نوموړي څو ورځې وړاندې افغان چارواکو او سیاسیونو ته ګوتڅنډنه هم وکړه، چې که يې د سولې د پیل کړو هڅو ملاتړ ونه کړي، نو دوی دې هم بیا د امریکا د دایمي ملاتړ هیله نه لري.

له دې ګواښ یوه ورځ وروسته امنیت شورا هغه لیست خپور کړ، چې ګواکې د سولې عالي مشورتي بورډ دی، چې د حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون سربېره پکې د تېر جهاد ځينې مشران او سیاسي څېرې هم لیدل کېږي.

زلمي خلیلزاد په لومړي سفر کې پر طالبانو او حکومت غږ کړی و، چې د خبرو اترو لپاره دې یو با صلاحیته او ټول‌شموله پلاوی وټاکي.

په ورته وخت کې کابل کې د امریکا سفیر هم وايي، چې د زلمی خلیلزاد له بېرونه او موږ له دننه د سولې لپاره پر هڅو بوخت یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx