تر اوسه ټول شپني بریدونه د بهرنیو ځواکونو له لوري شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): شپني بریدونه د امریکايي عسکرو هغه جنایات بلل کېږي، چې پر وړاندې يې د دوی پخوانی کلک ملګری حامد کرزی هم چوپ پاتې نه شو.

که څه هم په دې بریدونو او چاپو کې زرګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او نږدې تل يې نښه غلطه لګېدلې وې، خو دفاع وزارت، ملي امنیت ریاست او کله کله هم کورنیو چارو وزارت به دا چارې د خپلو عسکرو «لاسته راوړنې» معرفي کولې.

تازه د ملي دفاع وزارت ویاند ومنله چې تر اوسه پورې ټول شپني بریدونه د بهرنیو ځواکونو له لوري شوي دي او هغه خوښي څرګنده کړه، چې د لومړي ځل لپاره تېره یکشنبه او دوشنبه دولتي ځواکونو هم شپني بریدونه ترسره کړل.

غفور احمد جاوید وايي چې دولتي ځواکونو په روزګان کې نیمه شپه پر ځمکه بمونه را خوشي کړل.

هغه دعوه کوي چې د دې عسکرو نښه غلطه نه ده تللې او ګڼو طالبانو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

جاوید وايي دولتي ځواکونو ته امریکايي روزونکو په دریو میاشتو کې ور زده کړل چې شپني بریدونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د جګړې لپاره د افغان عسکرو بهرني رزونکي؛ څو ځله د طالبانو د نفوذي بریدونو له ښکار وروسته له دولتي عسکرو سره د انټرنیټ له لارې اړیکه نیسي.

د هرات په شینډنډ کې د ځانګړو ځواکونو د یو عسکر له لوري د چکي عسکرو له وژني وروسته ناټو رسماً اعلان وکړ، چې له خپلو شاګردانو سره به مخامخ تماس بند کړي او د جګړې لپاره به يې د انټرنیټ له لارې پر شا ټپوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د