افغانستان

د امریکا سفیر: سوله زموږ په مهمو لومړیتوبونو کې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په یوه غونډه کې وویل، چې د امریکا لپاره سوله مهم لومړیتوب دی.

دا غونډه چې «په سوله کې د مېرمنو ونډه» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، جان بس پکې د سولې لپاره د هڅو د ملاتړ غږ وکړ.

هغه وویل، له دننه موږ په ټول توان هڅه کو چې سولې ته کار وشي او په وینا يې له بهر نه زلمی خلیلزاد پر دې هڅو بوخت دی.

جان بس وویل دوی ته سوله په تر ټولو مهمو لومړیتوبونو کې او دعوه يې وکړه چې د افغانانو د ارام ژوند «هیله» لري.

دا په داسې حال کې دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بروکسل ته رسېدلی چې د ناټو مشرتابه ته خبرې ورکړي.

هغه د سیمې ځینو هېوادونو ته له سفر وروسته عربي متحده اماراتو او قطر ته روان دی.

ارګ د سولې په نوم دوولس کسیز بورډ جوړ کړی، امنیت شورا تر هغه پراخ نوملړ خپور کړ، چې لا هم نیوکې پرې کېږي.

په دې بورډ کې د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح نوم شته، خو د بل پخواني رییس رحمت الله نبیل او د پخواني امنیتي سلاکار رنګین دادفر سپنتا نومونه نه ترسترګو کېږي.

دوی دواړو تېره ورځ په یوه غونډه کې وویل، سوله کې باید روان نظام په روان شکل پاتې شي او ويې ویل چې باید «لاسته راوړنې» مو له لاسه ونه وځي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close