امریکا په پاکستان کې د «ډېوه راډیو» د ویبپاڼې پر بندیز خواشینې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د اطلاعاتو وزارت چارواکو په دې هېواد کې د امریکا غږ د «ډېوه راډيو» ویبپاڼه تړلې، چې امریکا پرې خواشينې شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ ویلي، د پاکستان له خوا د مریکا غږ د پښتو او اردو څانګو ویبپاڼو بندېدو اندېښنه ور پیدا کړې ده.

دې وزارت په خپره کړې اعلامیه کې پر پاکستان غږ کړی چې ویبپاڼې دې بېرته پرانیزې او په وینا يې دا د بیان دازادۍ خلاف ګام دی.

پاکستان رسماً په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدرې وړاندې تر دې ویلي و، چې ځينې ویبپاڼې به د دروغو خپرولو له امله وتړي.

د ویبپاڼو په بندولو کې یوازې پاکستان نه؛ بلکې افغانستان کې هم ګڼې هغه رسنۍ چې د ولس رښتونی غږ پورته کوي له بندیزونو سره مخ دي.

دلته چې نړۍوال او افغان حکومت د بیان ازادي لویه لاسته راوړنه بولي، خو بیا هم پکې د نن ټکی اسیا په ګډون ګڼې ویبپاڼې له بندیزونو سره مخ دي او د مخابراتي شبکو په انټرنیټي بنډولونو کې نه پرانیستل کېږي.

د دې تر څنګ د نن ټکی اسیا فیسبوک‌پاڼې ته هم خنډونه پیدا کېږي او هڅه کېږي چې د ولس د غږ اوچتولو یوازینۍ مرجع هم تر مرۍ ونیول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د