حکومت د طالبانو مرستیال وزیر نه؛ د انارو سوداګر نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې سپین بولدک کې يې د طالبانو د ماليې وزارت چارواکی نیولی دی.

د کورنیو چارو زوارت په خبرپاڼه کې دغه کس مولوي عبدالجلیل حقاني نومول شوی و، چې د طالبانو د ماليې وزارت مرستیال و.

وزارت دعوه کړې وه، چې دې کس د «ولي محمد» په نوم جعلي پاسپورټ جوړ کړی و، چې د انټرپول پولیسو نیولی دی.

خواله رسنیو کې د دې کس خپلوانو، کلیوالو او پېژاندو کسانو د کورنیو چارو وزارت دا خبرپاڼه او دعوه د خندا وړ بللې او د هغه ژر خوشي کېدل يې غوښتي دي.

کندهار میشتې خبریال احمد لودین پخپله فیسبوک‌پاڼه هغه غوښتنه خپره کړې چې د نیول شوي کس د کورنۍ غړي ترې کړې ده.

هغه لیکلي: «زموږ د کورنۍ مشر اکا مې ګل محمد ولد حاجي ولي محمد او د نیکه نوم يې سید احمد، د کندهار د ډنډ ولسوالۍ او د ذاکر شریف د کلي اوسېدونکی، درې ورځې مخکې له کندهاره پاکستان ته د درملنې لپاره روان و، چې کله يې په وېش کې خپل پاسپورټ ټاپه کاوه، د بایومټریک الې زنګن وهلی، چې دا غلط پاسپورټ دی، بس اکای يې نیولی چې ته د طالبانو قومندان يې.»londin-face.jpg

د باچاخان کیهان په نوم د ګل محمد کلیوال لیکلي: « دا ټول دروغ دي، دا بېچاره زموږ د کلي دی، د تازه مېوې کار کوي، ټوله دنیا يې پېژني، نوم يې ګل محد کاکو دی، اصلي د ذاکر شریف دی، اوس د غره په کلي کې اوسېږي.»

محمد ابراهیم محمدي هم د هغه کلیوال دی، د احمدلودین پر خپره کړې لیکنه يې لیکلي: «دا زموږ د کلي دی، ګل محمد نومېږي، بېچاره مریض و، پاکستان ته په دوا پسې تلی، حکومت نیولی اوس غوا ور لنګه ده، پالتو دروغ پسې وايي، زه يې ضمانت کوم، د لندې مېوې کاروبار کوي.»

نقیب الله حسرت هم لیکلي: « دا ژه پېژنم، ګل محمد نومېږي د انګورو او انارو کار کوي، نه حقاني دی او نه طالب دی.»

د کورنیو چارو وزارت بیا د ګل محمد نیول کېدل لاسته راوړنه بللې او دعوه يې کړې، چې په دې ډول به پر طالبانو له مالي اړخه فشار ډېر شي.

طالبانو هم د کورنیو چارو وزارت له دعوې وروسته دا دعوه بې اساسه وبلله او ويې ویل چې د دوی کوم مشر نه دی نیول شوی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

هههههههههه الله مو خوار کړه پداسو متروپول سره.