افغانستان

ننګرهار: خوږياڼو کې ځانګړو ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې تېره شپه د ګډو ځواکونو او طالب سرتېرو تر منځ درنه جګړه شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي ځانګړي ځواکونه د امریکایانو په ملتیا په زاويې سیمه کې عملیاتو ته راغلي و، چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شول.

طالبانو ویلي دې جګړه کې يې د بهرنیانو په ګډون شپږ عسکر وژلي او ۱۱ نور ټپيان دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې وړاندې زیاته کړې: «دغو بریدونو پر مهال په اشغالګرو برسېره ۶ تنه سپیشل پورس ګوډاګیان وژل شوي او ۱۱ تنه یې ټپیان دي. راپور زیاتوي چې ګډ دښمن سیمې ته امبولانس چورلکې راوستلې تر څو خپل مړي او ټپیان انتقال کړي.»

په ورته وخت کې د هېواد په شمالي ولایت سرپل کې چارواکي وايي طالبانو د لویو لارو د ساتلو قومندانۍ مرستیال مخامخ وژلی.

د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالوارث وهاج وايي، علي اقا او د هغه یو ملګری تېره شپه د طالبانو په مخامخ برید کې ووژل شو.

هغه چې د سرپل – سانچارک لارې د ساتونکو ځواکونو د قومندانۍ مرستیال و، پر همدې لار د طالبانو پر کمین برابر شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

آخ د سپیشل فورس ګوډاګی ځواکونو په مورداریدو دومره خوشحالیږم لکه امریکایان چی مورداریږی الله (ج) دوی همداسی تباه کړی دا د امریکا مزدوران.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x