نړۍ

ويكي لیکس: مولانا فضل الرحمن تر مشرف ډېر اعتدال پسنده دی

maulana_fazlur_rahman_with_manmohan_shighنن ټکی آسیا: مولانا فضل الرحمن چې په دا اخیره کې د دوو فدايي بریدونو څخه روغ رمټ ووتی، ویکي لیکس یې په اړه تازه معلومات نشر کړي.

د ویکي لیکس ویلي چې مولانا چې کله په 2006 او 2007 کې هندوستان ته سفر وکړ، د نومړي د کال 2006 دسفر په اړه د هندوستان د چنايي ښار څخه یوه سفارت کار (جیفري پیاټ) د امرېکې وزارت خارجه ته خط لیکلی،

او ویلي دی چې د هندوستان جمعیت علماء اکثره مشرانو دده سره د لیدلو لپاره اړیکي نه وي نیولي.

په دوهمه مراسله کې چې د سفارت کار (اټل کیشف) له خوا لیکل سوی، دغه سفارت کار خپل د هغه ملاقات چې د جمعیت علماء هند مشر محمود مدني او پنډت این کې شرما سره یې کړی وو، په اړه تفصیلات لیکلي..

مراسله کې د محمود مدني له قوله ویل سوي چې مولانا فضل الرحمن دده سره په دواړو سفرونو کې ملاقات کړی، او امریکا ته یې پېغام ورکړی چې نومړی دې ته تیار دی چې د امریکا او افغانستان کې د طالبانو تر منځ د خبرو اترو لپاره د دریم سړی رول ولوبوي، او په بدل کې مولانا د پاکستان په سیاست کې د غټ رول درلودلو غوښتنه کړې..

محمود دراني زیاته کړې چې مولانا په پاکستان کې په ډاګه خبری نسي کولای، هغه یوه خبره په پاکستان او بله خبره په هندوستان کې کوي..

محمود دراني نور ویلي چې د پاکستان په سیاست کې د مولانا فضل الرحمن سیاسي څېره ډېره خرابه ده، ځکه چې نومړی د طالبانو سره نيژدې اړیکي لري، او په حقیقت کې دی تر مشرف هم ډېر اعتدال پسنده شخصیت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x