ټکنالوژي

د نړۍ لومړی په زړه پورې مبایل چې دواړه خواوې ډیسپلی لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): چینایي شرکت ویوو «vivo» اعلان کړی چې په خپل نوي راتلونکي مبایل کې به داسې نوې ځانګړتیا وړاندې کړي چې تر دې دمه د نړۍ هیڅ کوم مبایل نه ده وړاندې کړې.

دغه مبایل چې «ویوو نیکس ډویل ډسپلی» (Vivo Nex) نوم ورکړل شوی او له همدې هم اندازه کیږي چې دواړه خواوې (مخ او شاته) یې ډیسپلی دي، ددې پرځای چې د سیلفي کامرې او فلاش لپاره پرمخ نوچ ورکړي شاخواته یې ډیسپلی ورزیاته کړې او نوچ یې له منځه وړی ده.

ددغې مبایل مخنۍ ډیسپلی ۶.۳۹ انچه ورکړل شوې ده، چې بلکل بیزل لیس ده، یعنې ټول سکرین شیشه ده، ځکه چې په مخ سکرین باندې د سیلفي کامره او فلاش نه ده ورکړل شوې.

د سیلفي عکس اخیستلو یا ویډیو کال کولو لپاره به د مبایل شا اړخ کارول کیږي، چې پر هغې کامره هم ورکړل شوې او د ۱۶:۹ ریشو سره سکرین هم ورکړل شوی دی.

 

ددې مبایل بله ځانګړتیا داده چې ویوو کمپنۍ د ګوتې کولپ «فنګر پرنټ» د سکرین پرمخ ورکړی، چې عموما په ځیرک مبایلونو کې کم موندل کیږي.

ددې مبایل پر مخ هیڅ کامره نه ده ورکړل شوې، خو د شا لخوا درې کامرې ځای پرځای شوي، چې یوه یې سیلفي او دوه یې د شا کامرو کار ورکوي، یوه کامره ۱۲ میګا پېکسله او دویمه د شپې غوره عکس اخیستلو لپاره ۲ میګا پېکسله ورکړل شوې ده، او درېیمه کامره ټي او ایف ۳ ډي اسټیریو ده چې بېلا بېلې ځانګړتیاوې لري.

 

ددې مبایل نورې ځانګړتیاوې دادي چې په کې د پياوړي کمپنۍ کوالکوم سنیپ ډراګون ۸۴۵ پراسیسر ځای پر ځای شوی، ددې سربېره ۱۰ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه ورکړل شوې ده.

ددې ترڅنګ د ۳۵۰۰ ملي امپیره بیترۍ او د یو ایس بڼې سي پورټ چټک چارجر لري، چې بیترۍ په لږ وخت کې زیاته چارجوي.

ددغې ځانګړي مبایل د پلورلو نېټه ۲۹ دیسمبر اټکل شوې، بیه یې «۴۹۹۸» چینایي یون چې شاوخوا «۷۲۵» امریکایي ډالره کیږي ښودل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x