راشد خان د سويلي افريقا لیګ په ځانګړي شهرت پای ته ورساوه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان منلی سوکه توپ اچونکی راشد خان چې په نيمه کې يې په سويلي افريقا ليګ کې د ګډون لپاره دغه هېواد تهتللی و خپل سفر په زړه پورې او ځانګړي شهرت سره پای ته ورساوه.

که څه هم راشد خان په دغه ليګ کې يوازې څلور لوبې ترسره کړې خو په خپله غوره توپ اچونه يې ۷ ويکټې واخيستې.

د امزانسي سوپر ليګ سياليو پېل له ۱۶م نوومبر سره شوی و خو راشد خان د ټي ټين ليګ له کبله په دغه ليګ کې د ګډون لپاره د روانې مياشتې په پېل کې سفر درلود.

له راشد خان وړاندې يې لوبډلې په شپږو سياليو کې پنځه سيالۍ بايللې وې چې له کبله يې دويم پړاو ته ورتګ ستونزمن و او دوی ته په کار وو چې راتلونکې څلور واړه سياليو کې يې بریا خپله کړې وه.

خو د راشد خان کوښښونو يې لوبډلې ته ۲ برياوې او يوه بې نتيجې لوبه چې ددوی په بريا ثابتېدلای شوه ورکړه، بيا همګ
ونه توانېدل دويم پړاو ته لار ومومي، په همدې ډول د ۱۴ پواينټونو سره په جدول کې په وروستي نمبر بهر شول.

په وروستۍ سيالۍ کې راشد خان يو وار بيا د هيلکوپټر شاټ شپږيزه ووهله چې يو شمېر مبصرينو وستايه، چا د دهوني په نوم ستايه او چا د شهزاد په نوم.

د يادونې ده چې نوموړی به له دې وروسته استراليا ته په بيګ بيش ليګ کې د ګډون لپاره سفر کوي چې خپله لومړۍ سيالۍ به د مجيب ځدراڼ لوبډلې پر وړاندې په ۱۹م ديسمبر د چهارشنبې په ورځ ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د