افغانستان

افغانستان: د لاجورد له لارې لومړۍ سوداګريزه جوپه اروپا ته روانه شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني نن سهار په هرات ولايت کې د لاجورد لاره پرانيستله او له هغې وروسته لومړۍ سوداګريزې جوپې له افغانستان څخه اروپا ته خپل سفر پيل کړ.

په دې اړه د هرات په مولاناجلال الدين بلخي تالار کې جوړ شويو مراسمو کې د ترکيې، ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان لوړو پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

دې غونډې ته محمد اشرف غني په خبرو کې وويل چې دا لار به د افغانستان سوداګرو او پانګوالو ته د خپلو سوداګريزو توکو د ليږد راليږد زمينه برابره کړي او سوداګري به وده او پراختيا ومومي.

د ترانسپورټ وزیر محمد حميد طهماسي وويل چې د لاجورد د لارې پرانسته د غړو هيوادونو تعهد او سيمه ييزو کوښښونو نتيجه ده.

طهماسي وويل چې د اروپا او اسيا د وچو ترمنځ له اتصال وروسته په لومړي ځل له افغانستان څخه د افغاني پليټ لرونکو لاريو يو نهه موټريزه جوپه چې د پنبې تار، کشمش، د هندواڼې تخم او کونځلې پکې شاملې وې روان شول.

دې غونډې ته د ترکمنستان، اذربايجان، ګرجستان او ترکيې هيوادونو استازو هم خبرې وکړې او ددې لارې پرانسته يې يو ښه پيل وباله او افغانستان سره يې د نورو مرستو او همکاريو ژمنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

افغانستان له دنیا سره وصلومه…………………خوار غریب په وچه ډوډی مړومه
د پاکستان دال کچرو ته اچومه………………..خپله مخه له جنګه تجارت ته اړومه
ملک ته د سرو زور پیټی راوړمه…………….په هر فقیر غریب باندی ویشمه
د زمکی لاندی خزانی را اوباسمه…………….سوسیال خواران وطن ته راولمه
سوسیال دلته افغانستان کی ورکومه…………..پیرنګی د محتاجی نه یی خلاصومه
کورسونه ورته شروع کومه……………بربادی ورانی بی اتفاقی له ماغزو اوباسمه………………غمی ،پښتین ،سټی کنډو.پکتیا ،ګردیز

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x