نړۍ

فلسطين کې درې فلسطينيان او دوه اسرائيلي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱لیندۍ، ۱۳۹۷ل ): اسرائيلي يرغلګرو نن سهار وختي په فلسطين کې درې ځوانان شهيدان کړي و، خو د یوه فلسطيني ځوان برید کې دوه یرغلګر عسکر هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

اسرائيلي رسنيو ویلي، چې يوه فلسطيني ځوان د غزې په لويديځه تراډه کې پر اسرائيلي يرغلګرو عسکرو برید کړی دوه يې وژلي او دوه نور يې مرګوني ټپيان کړي دي.

الجزيرې  ټلويزون ويلي، چې يوه فلسطين ځوان د اسرائيلو پوستې ته څېرمه خپل موټر ودراو او پر عسکرو يې ډزې پيل کړې، چې په پایله کې يې دوه عسکر ووژل شول او دوه نور مرګوني ټپيان دي.

د دغه برید په غبرګون کې اسرائيلي یرغلګرو  پر بریدګر ځوان ډزې وکړې، هغه يې ټپي کړی، خو دا نه ده روښانه، چې نوموړی شهید شوی که لا هم ژوندی دی.

اسرائيلي عسکرو له پېښې وروسته ټوله سيمه د خلکو پر مخ تړلې ده او په ګڼو سيمو کې يې چاڼیز عملیات هم پيل کړي دي.

له دې پېښې وړاندې اسرائيلي عسکرو په سيمه کې د خلکو پر کورونو چاپې وهلي، ښځې، سړي او کوچنيان يې بې عزته کړي او پر خلکو يې يې ناتاره ډزې هم کړي دي.

د دغو چاڼيزو عملياتو پر مهال په درې جلا جلا ځايونو کې درې فلسطيني ځوانان وژل شوي دي.

د فلسطين جهادي غورځنګ حماس د درې واړه شهيدانو په وژل کېدو خواشيني ښودلې او درې واړه يې د اسرائيلي ښکېلاک پر ضد د مقاومت غښتلي مبارزين بللي دي.

حماس د دغو شهيدانو د شهادت په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د ښکېلاک پر ضد مبارزه د دوی بنسټيز هدف دی او تر څو، چې اسرائيلي يرغلګر د فلسطين له ټولې خاورې نه وي وتلي، تر هغو به يې مبارزه روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

الله (ج) ددی فلسطینی ځوانانو شهادت او غزا په خپل دربار کی قبول کړی .یا ربه ته خو له خیره سره دا اسلامی هیوادونه د یرغلګرو له منګلو خلاص کړی دا رقم پیښی هیڅ د زغم وړ ندی او یا خو ای ربه ته مونږ کی دا همت پیدا کړی چی دی اشغالګرو ته داسی خونړی ماتی ورکړو چی نور په تاریخ کی په اسلامی هیوادونو د یرغل خوب هم ونه وینی.

غ.حضرت

فلسطین د بشری حقوقو د دفاع او د بشری حقوقو د نه دفاع یو پوخ سرحد دی یا په بله ژبه فلسطبن د حق او باطل د تشخیص ستر معیار دی.

نورالدین

فلسطینه ان شاءالله چی دټولی دنیا دمؤمین او مجاھد لشکر دارمانو درد مان به سی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x