ترکيه: ترافیکي پيښه کې ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ترکيې په پلازمينه انقره کې د ريل ګاډو په ټکر کې ۹ تنه وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان شوي دي.

پيښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې له پلازمينې انقرې نه د قونيې ولايت په لوري ريل ګاډی روان و چې د يني محلې ولسوالۍ په مارشان ديز تم ځای کې له بل ريل ګاډي سره وجنګيده، چې دغه مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.

د انقرې والي واصف شاهين رسنيو ته ویلي دي چې ښايي د ريل ګاډي د زيات سرعت له امله دا پيښه رامنځته شوي وي.

د ترکيې د ترانسپورټ وزارت هم په يوې خپره کړې خبر پاڼه کې دا پيښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې ټکر شوی ريل ګاډی د لارو کنټرول او لارښوونو ته د نه پاملرنې له امله دا پيښه رامنځته شوې ده چې په کې د ۳ تنه ماشين کاران، پنځه مسافر او يو ولسي وګړی په کې وژل شوي او ۴۷ تنه نور ټپيان دي چې د ځينو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی.

بل لور ته د ترکيې لويې څارنوالۍ ددې پيښې په اړه څېړنې پيل کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د