افغانستان

د ننګرهار والي د ورور ساتونکو دولتي سرتيري سخت ډبولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار والي د ورور حاجي عارف شخصي ساتونکو په دې ولايت کې دوه دولتي سرتيري وهلي او ژوبل کړي دي.

راميز او جبارګل دوه سرتيري چې يو يې د کابل اوسېدونکی دی خو په ننګرهار کې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دنده ترسره کوي د والي د ورور ساتونکو سخت ډبولی دی.

د راميز په نامه يو سرتيري اريانا نيوز ته ويلي چې د ننګرهار والي د ورور ساتونکو په پوسته کې له وهلو ډبولو وروسته په موټر کې اچولی او بيا یې ولايت مقام ته وړی او نور يې هم ووهلی دی.

د جبار ګل په نامه بل سرتيری وايي چې د والي د ورور پنځلس باډيګارډان يې پوستې ته ورغلل، په لغتو او سوکانو يې له وهلو وروسته غاښ ورمات کړی، سلاح يې ترې اخيستې، ولچک کړی يې دی او بيا يې قصر (ولايت) مقام ته يې وړی او هلته يې پرې د وهلو بله شيبه کړې ده.

دا دواړه سرتيري وايي چې د مسؤلينو له لوري ورته امر کيږي چې څوک بايد ولايت او حوزې ته له تلاشۍ پرته پرېنښودل شي خو په وينا يې چې دوی قانون پلی کوي نو د مشرانو د خپلوانو له لوري وهل او ډبول کيږي.

دوی د ځان له پاره عدالت غواړي او په حکومت غږ کوي چې زمونږ پوښتنه وکړي ځکه چې وطن ته يې خدمت کړی دی.

د وهل شويو سرتيرو ملګرو هم ګواښ کړی دی چې که د وهل شويو عسکرو پوښتنه ونه شي او عدالت پلی نشي نو دوی به هم خپلې دندې پريږدي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات له دې پيښې نا خبري ښيي او وايي چې په دې اړه معلومات نه لري خو که داسې کار شوی وي عدالت به پلی کړي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بيلو بيلو سیمو کې د زورواکو او دولتي چارواکو له لوري عسکر او ټيټ رتبه خلک وهل شوي دي خو د هغوی له بار بار غوښتنو او شکايتونو سره سره بياهم عدالت نه دی پلی شوی.

د ننګرهار والي حيات الله حيات نژدې شپږ مياشتې وړاندې ننګرهار کې د والي په توګه ټاکل شوی دی، خو د ننګرهار اوسېدونکي يې له کړنو څخه ناخوښ دي.

د ننګرهار يو شمير اوسېدونکي وايي چې والي یوازې خبرې کوي او ولس ته يې هيڅ کار نه دی کړی.

په دې ورستیو کې ننګرهار کې د پاکستاني ویزو په سر نه هوارېدونکی جنجال هم هغه څه دي چې له امله يې ګڼ شمير خلک د ننګرهار والي څخه ناراضه شوي دي او دا والي بې کفايته او په خپلو چارو کې يې ناکام بولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

د طالیبانو وخت یوه خاطره، خوست ولایت طالیبانو نیولی وه،او د طالیبانو ولی مولوی احسان الله د ولایت کارونه اجرا کول ،زما ملګریو له ولی سره څه کار وه، ملګریو له ما څخه هم وغوښتل چه تر ولایت پوری راسره ولاړ شه.زه هم ورسره راوان شوم.کله چه ولایت مقام ته ورسیدو. چه ومو کتل یو پهره دار هم نه وه او نه تلاشی وه، په دفترو کی طالیبان ناست وه،ټولی دروازی خلاصی وی .موږ د والی دفتر په طرف ورغلو دروازه خلاصه دفتر ته داخل شولو.سلام مو ور واچولو دوی ټولو لاسونه راکړل .او د اوبو ست یی وکړ .… نور لوستل »

غوربندي

غمی صاحب دا والي پر مونږ او تاسو ناټو او امريکايانو تپلی، غمی وروره تا او خدای ﷻ تاسو له همدې وکيل څخه پوښتنه وکړی چې پوليس د چا کور ته د محض شک په بناء بې له اجازې ننوتلی شي؟؟ بيا ورته ووايی چې ستاسو ځواکونه زمونږ په ملک کې ګڼ شمېر بشر ضد جنايات تر سره کوی،،،نه يوازې د خلکو کورونو ته ننوځي بلکه د کور ټول وګړي وژني، کور ته يې اور اچوي او په بمونو يې ويجاړوي،،، که يې په خپلو چارواکو لعنت ونه ويل نو دا نن دې نښه وي. بيا ورته ووايه چې که… نور لوستل »

Karwan

غمي پښتين، ته خو هميشه په طالبانو پسي بد رد وائي، نن دبيا ځنګه دهغوي صفت شروع ګړي. فکر کوم اوس له خوبه بيدار شوي. اوس هم ناوخته نه ده. کاروان

جانان

حیرانوونکی ده ! مخکی له دی چه غمی پشتین صاحب څخه د فمړی ځل د باره د حقایقو په ویلو خوله خلاصولو مننه او ستاینه وکړم د ده په خبرو کی دوه عمده پدیدی په ځلیدو دی : لمړی : د طالب مجاهدینو حقانیت او رښتونی انسانیت چه د پرونه پوری دشمن یعنی غمی پشتین په خوله په خوست کی د طالبانو یو والی ( مولوی احسان الله ) د حکومت او ولایت یادونه کیږی او د هغه وخت د طالبانو د یوه ولایت مقایسه د کابل د غلامی اداری د یو متمدنه ولایت سره کوی په شکاره معلومیږی چه… نور لوستل »

Karwan

په دمورد ما هم غمي خان پښتين ته يو څو کرښي ليکلي، اما متأسفانه چه نن تکي اسيا بعضي وخت زما ليکنه نه نشروي. کاروان

غ.حضرت

کاشکی دا والی صاحب نه یوازی ددې پېښی په هکله د ناخبرتیا اظهار کړی وای بلکه د خپل ورور د ورور توب نه ئې هم انکار کړی وای یا انکار وکی څو قانون پدې وتوانیږی چه اول د والی صاحب او بیا ئې د ورور هغې د ګوتو ور ډکه کی.
اې د والی ورورګیه! چه ستا او یا تا غوندی هر چا ورور حتی فرعون هم وی ګټه به ئې فقط څو شېبې وی بیا نو کونه ورته ټینګوه د حق الله او حق العبد د حساب کتاب سوټیو ته.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x