آی سي سي پاکستان ته د راتلونکي اسیا جام کوربه توب حق ورکړ؛ خو؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا د پاکستان کرېکټ بورډ ته د راتلونکې اسیا جام چې په ۲۰۲۰م کال کې ترسره کیږي د کوربه توب حق ورکړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا څخه په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې د اسیا جام راتلونکی پړاو چې د شل اوریزو فارمیټ کې ترسره کیږي کوربه توب به پاکستان کرېکټ بورډ کوي.

له دې حق اخیستلو وروسته اوس دا معلومه نه ده چې ایا پاکستان کرېکټ بورډ به وتوانېدلی شي خپل هېواد کې د اسیا جام سیالۍ ترسره کړي او که د خپل کوربه توب لپاره به کرایي کور عربي امارات انتخاب کړي.

دغه سیالۍ به د ۲۰۲۰م کال په ستمبر میاشت کې له شل اوریزو نړیوال جام څخه یوه میاشت وړاندې چې په استرالیا کې ترسره کیږي پېل شي.

عربي امارات هېواد وروسته له هغې چې د پاکستان په لاهور ښار کې پر سرېلنکایي لوبغاړو مرګونې حملې وشوې کوربه توب ورکړ، چې تر دې دمه خپلې کوربه سیالۍ په دغه هېواد کې په ستر تاوان ترسره کوي.

تېر اسیا جام چې روان کال ترسره شو، د کوربه توب حق یې د هند کرېکټ بورډ سره و، خو هند کرېکټ بورډ نه غوښتل دغه هېواد ته پاکستان لوبډله ولاړه شي چې له یو لړ اختلافاتو وروسته دغه سیالۍ په عربي اماراتو کې د هند په کوربه توب ترسره شوې.

که چیرې پاکستان لوبډله وغواړي دغه سیالۍ په خپل هېواد کې ترسره کړي نو د هند کرېکټ بورډ به دغې هېواد ته د ژورو اختلافاتو له کبله د ورتګ زړه ښه نه کړي.

د یادونې ده چې د اسیا جام په تاریخ کې پاکستان او هندوستان داسې کړکیچن هېوادونه دي چې له کبله یې هر مهال په یوه نه یوه ستونزه د اسیا جام سیالۍ اغیزمنې شوي او لا هم دا لړۍ دوام لري.

د اسیا جام سیالۍ له تېرو کالونو راهیسي په دوه فارمیټونو کې ترسره کیږي، یو وار په پنځوس اوریزو فارمیټ او بل وار په شل اوریزو فارمیټ کې، تر دې دمه هند یوازینۍ لوبډله ده چې زیات اسیا جام اتلولي یې خپله کړې.