امریکا، په شمالي سوریه کې د عملیاتو د پيلولو په اړه ترکیې ته خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳لیندۍ، ۱۳۹۷ل): دامریکا د فاع وزار ت وایي، په شمالي سوریه کې د ترکیې  له لوري پیلېدونکي عملیات ورته د منلو وړ نه دي.

تېره ورځ ددې وزارت ویاند «کاپیتان شان رابرتسون» وویل« د ترکیې له لوري د کردیانو په خلاف وروستی نظامي اقدام خواشینوونکی دی، په ځانګړې ډول په هغو سیمو کې چېرې چې زموږ نظامي ځواکونه مېشت دي».

ده زیاته کړه «موږ  ته په شمالي سوریه کې  د ترکیې یو اړخیز عملیات هیڅ د منلو وړ  نه دي».

د دفاع وزارت ویاند دا خبرې وروسته له هغه کوي چې د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردغان» تېره ورځ په امریکا تور ولګاوه چې هغه د ترکيې په سرحداتو کې د ترکیې  د مخالف ګوند «کردي یاغیان» حمایت کوي ، ښاغلي اردغان زیاته کړه «امریکا ونشوای کولای په شمالي سوریه کې ترورستي ډلې وځپي، له همدي امله اوس موږ په خپله د هغوی ځپلو ته اقدام کوو».

یاده دې وي چې د کردي یاغیانو ګوند «YPG» هم د رجب طیب اردغان خبرو ته غبرګون ښودلی، ددې ګوند د اجرائیه شوراء له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې «د رجب طیب اردغان دا اقدام د سوریې د ځمکني تمامیت تر پښو لاندې کول دي»

همدا راز دوی د سوریې په ټولو اوسېدونکو غږ کړی څو د ترکي ځواکونو په خلاف «عمومي پاڅون» وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د