په افغانستان کې یو بل امریکایي پوځي مړ شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳لیندۍ، ۱۳۹۷ل): ناټو په افغانستان کې د یو بل امریکایي د وژل کیدو خبر ورکړی.

په کابل کې د ناټو له مرکز نه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د خدماتي څانګې یو غړی یې مړ شوی دی.

خبرپاڼه کې د ځای ځایګي او د پیښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي خو فقط دومره یادونه شوي چې هغه په غیرجنګي پیښه کې وژل شوی، نور یې په اړه جزیات نه دي ورکړي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د وژل شوي کس او د پیښې د نوعیت په اړه پوره جزیات خپاره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د