هند وایي هیڅکله به پاکستان کې د اسیا جام سیالۍ ترسره نه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا پاکستان کرېکټ بورډ ته د راتلونکي اسیا جام کوربه توب ترسره کولو حق ورکړ.

وروسته له حق اخیستلو هند کرېکټ بورډ نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هیڅکله به د اسیا جام ترسره کولو لپاره پاکستان هېواد ته لوبډله وانه ستوي.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو چې پاکستان لوبډلې ته د راتلونکي اسیا جام چې په ۲۰۲۰م کال کې ترسره کیږي د کوربه توب حق ورکړ، او زیاته کړې یې وه چې لا تر دې دمه څرګنده نه ده چې پاکستان به دغه سیالۍ په خپل کوربه توب په کوم هېواد کې ترسره کوي.

لکه څرنګه چې له تېرو نهو کالونو راهیسي پاکستان لوبډله د خپل کوربه توب سیالۍ په عربي اماراتو کې ترسره کوي، اټکل کیږي چې راتلونکی اسیا جام به هم په دغه هېواد کې ترسره شي.

د هند کرېکټ بورډ تازه راپور په پاکستان کې د اسیا جام سیالۍ ترسره کولو په اړه وایي چې «سوال نه پیداکیږي چې مونږ به پاکستان کې سیالۍ ترسره کړو، پاکستان کرېکټ بورډ ته په کار دي له وخت وړاندې د بل ځای غم وخوري».

دغه سیالۍ به د ۲۰۲۰م کال په ستمبر میاشت کې له شل اوریزو نړیوال جام څخه یوه میاشت وړاندې چې په استرالیا کې ترسره کیږي پېل شي.

د ۲۰۱۸م اسیا جام سیالیو د کوربه توب حق د هند کرېکټ بورډ سره و، خو هند کرېکټ بورډ ویلي وو که پاکستان په دغو سیالیو کې ګډون کوي مونږ یې کوربه توب نه اخلو، همدا ډول پاکستان لوبډلې هم هند ته له تلو انکار کړی و، چې د یو لړ اختلافاتو له کبله بالاخره اسیا جام عربي اماراتو ته انتقال شو.

د پاکستان کرېکټ بورډ ته له نهو کالو وروسته د اسیا جام کوربه توب حق ورکړل شو، له دې وړاندې ددوی په کوربه توب په ۲۰۱۰م کال کې په عربي اماراتو کې دغه سیالۍ ترسره شوې وې.

راتلونکی اسیا جام سیالۍ به د شپږو هېوادونو په ګډون په شل اوریزو فارمیټ کې د پاکستان په کوربه توب په ۲۰۲۰م ستمبر میاشت کې ترسره شي.