افغانستان

کنړ کې امریکایانو بسته کلی ونړاوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د کنړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یو کلي ټول کورونه په بشپړه توګه ویجاړ کړل.

راپورونه وايي چې تېره شپه امریکایان د یادې ولسوالۍ «چوکام» کلي ته د هوا او ځمکې له لارې ورغلي، کلی یې تر بریدونو لاندې نیولی او د بمبار او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې يې ټول کورونه نړولي دي.

په دغو عملیاتو کې تر ۲۰ زیاتو افغانانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی، چې له دې جملې څخه ۶ ښځې او ۷ ماشومان دي.

طالبانو د پیښې پخلی کړی او هغه یې «د اشغالګرو د بشرضد جنایاتو» تسلسل بللی.

د یادونې وړ ده چې د کلي د نړولو او کلیوالو د وژلو په عملیاتو کې حکومتي عسکر هم له امریکایانو سره مله وو، چې طالبانو په خپلې اعلامیه کې د «کورني غلامانو» په نامه یاد کړي.

طالب ویاند ذبیح الله ویلي چې «اشغالګر او غلامان یې» په دا وروستیو کې خپلو تلفاتو او شکستونو وارخطا کړي، نو ځکه «له عامو افغانانو خپل کسات اخلي».

تر اوسه امریکایانو د دغې پيښې په اړه څرګندونې نه دي کړي، او پخوانیو ورته پیښو ته په پام سره تمه نه کیږي چې ګډ حکومت د امریکايانو په بمبار کې د ولسي افغانانو په وژل کیدو غبرګون څرګند کړي.

تازه راپورونه وايي چې د شاوخوا کلیو اوسیدونکي سیمې ته ورغلي او له ویجاړو کورونو او خاورو څخه مړي او ټپیان راباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

ګډ ناولی بی دینه او غلام حکومت به څه وایی دا کرغیړن حکومت خو کوم مسلمان او افغان حکومت ندی چی د بیناموسه امریکایانو مخه ونیسی دا فاسد حکومت خو امریکایی او د امریکاله خوا کافر حکومت دی چی په مونږه راتپل شوی دی د ګډ بی دینه حکومت مشران خو خپله دلته په غلامی او فساد اخته دی ښځی او بچیانی امریکایانوته پریښی چی ورباندی خپلی مزی او چړچی وکړی دا بیناموسان کله زموږ دبیچاره ولس غمه خوری . یوازی که الله (ج) مو د دی ناورین نه خلاص کی نورڅوک نشته چی زمونږ پوښتنه وکړی او زمونږ په… نور لوستل »

غوربندي

منتقم الله ﷻ دې د مظلومو شهيدانو غچ لدې وحشيانو څخه واخلي.

تف لعنت د دوی په کورنيو مزدورانو او ټولو هغو چې لدې لاسپوڅو دفاع کوي او پرې وياړي.

مجاهد

کنړ ( شیګل ) کی د کابل د غلامانو ا وبادارانو د هوا او زمکی وحشیانه دهشتګری ولی ترسره کړه ؟ شیګل د حزبیانو مهم مرکزیعنی ټول خلک یی حزبیان وو. خو کله چه ګلبدین اربکی او بیا داعشی مشر شو له باګرامه یی دارالامان او سپین لست کی یی ورله نوم اعلان کړو. اخری رشتونی حزبیانو ته د ګلبدین له مخه نقاب لیری او د ګلبدین او اشغلګرو په ضد د امارت مجاهدینو سره یوځآی شول که ستاسی په یاد وی په یو حزبی ډیر مشهور قوماندان هغه وخت هم شیګل کی هوایی برید وشو ځینی ملګری یی شهیدان… نور لوستل »

Karwan

د خداي قهر او غضب دپه بي وجدانه غني او عبدالله وي او هم د لعنت په هغه چا وي چه دي بي وجدانو ته ئي خپله رايه ورګړي او هغوي ته ولسمشر وائي او د حکومت او لاسته راوړنو نه خبري کوي. دافغانستان د ازادي په هيله ددي بي ناموسانو څخه. کاروان

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x