ورزش

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو بشپړ مهالویش په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ بشپړ مهالویش نن د جمعې په ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ لخوا په ډاګه شو چې لومړۍ سیالۍ به د راتلونکې ۲۰۱۹م کال فرورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل شي.

د دغه لیګ بولۍ د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه ترسره شوې چې په کې ۲ افغان لوبغاړي (قیس احمد او وقار سلام خیل) هم واخیستل شول.

قیس احمد د شپږمې لوبډلې چې تر اوسه یې نوم نه دی ښودل شوی لخوا واخیستل شو، او همدا ډول وقار سلام خیل د پشاور زلمي لوبډلې لخوا په اضافي (Supplementary) لوبغاړو کې اخیستل شوی دی.

د پاکستان غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ به د راتلونکې کال فروري میاشت په ۱۴مه نېټه د اسلام اباد یونایټډ او لاهور قلندرز لوبډلو لخوا پېل کیږي او د مارچ میاشتې تر ۱۷مې نیټې به دوام کوي چې ټولې به په کې ۳۴ سیالۍ ترسره شي.

ددې ۳۴ سیالیو څخه به یې وروستۍ ۸ سیالۍ له اووم مارچ نه تر پایلوبې پورې د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې ترسره شي، له دې پرته نورې ټولې سیالۍ به عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

په دغه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې ګډون کوي او هره لوبډله به ۱۱ سیالۍ ترسره کوي، پشاور زلمي، کراچي کینګز، لاهور قلندرز، اسلام اباد یونایټډ، کویټه ګلډیټرز او شپږمه لوبډله، شپږمه لوبډله د ملتان سلطانز پرځای زیاته شوې چې یا به د پاکستان کرېکټ بورډ لخوا وي او یا به سوداګر ومومي.

له دې وړاندې یو شمېر افغان لوبغاړو د پاکستان سوپر لیګ بولۍ لپاره نومونه استولي وو خو ویل کیږي چې د افغانستان کرېکټ بورډ نه غوښتل خپل لوبغاړي په یاد لیګ کې ولوبوي، چې له جملې یې په وروستي لیست کې یوازې دوه لوبغاړي ونېول شول.

اسلام اباد یونایټډ لوبډله د یاد لیګ اتله لوبډله ده چې دوه واره یې ددې لیګ اتلولي ګټلې ده، پشاور زلمي په دویم نمبر ده چې یو وار یې دغه جام خپل کړی دی، ددې سیالیو په لومړي پړاو کې محمد نبي هم لوبېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x