چین، د کاناډا د پخواني سفیر تر نیولو وروسته اوس یو بل کاناډايي سوداګر هم نیولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳لیندۍ، ۱۳۹۷ل): چین د کاناډا د پخواني سفیر تر نیولو وروسته اوس یو بل کاناډايي سوداګر «مائیکل اسپاور » هم نیولی دی.

د الجزیره نړیوالې رسنۍ په حواله، مائیکل اسپاور تېره ورځ په بیجنګ کې نیول شوی، د چین پولیس وايي هغه یې په دې هیواد کې د امنیت د خرابوالي په تور نیولی او تحقیقات ترې روان دي.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې په چین کې د کاناډا پخوانی سفیر «مائیکل کوورګ» هم د چین د پولیسو له لوري نیول شوی وو.

دا کسان وروسته تر هغه نیول کېږي چې تېره اونۍ د کاناډا پولیسو د امریکا په امر د چین د موبایل جوړولو مشهورې کمپنۍ «هوواوي» اجرائیه مشره «مینګ وانژو» ونیوله، په مینګ وانژو باندې تورونه وو چې د امریکا له لوري په ایران لګیدلي بندیزونه یې بابېزه ګڼلي وو او دې هیواد ته یې خپل تولیدات لېږلي.

وړمه ورځ مېنګ وانژو د کاناډا محکمې په دوهمه ناسته کې «د لس میلیونه ډالرو» په بدل کې پرېښوده.

د نوموړې تر خلاصون یوه ورځ وروسته د کاناډا پخوانۍ سفیر او اوس د کاناډا تابعیت لرونکی «مائیکل اسپاور» د چین د پولیسو له لوري نیول شوی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د «مائیکل اسپاور» نیول غندلي او هغه یې «غیر سیاسي» شخص بللی، ددې وزارت ویاند له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې، د مائیکل اسپاور په اړه یې له چین سره خبرې پیل کړې دي او تمه ده چې، ژر به خوشی شي، ده زیاته کړه «مائیکل اسپاور له سیاست لرې سړی وو، هغه له شمالي کوریا سره خپله سوداګري درلودله، که چین مائیکل اسپاور خوشی نه کړی، دا به د دواړو هیوادونو اړیکې زیانمنې کړي».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د