ورزش

ستړی راشد، ورسره مجیب او نبي استرالیا ته رسیدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان درې منونکي او نامتو لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدراڼ په بیګ بیش لیګ کې ګډون لپاره استرالیا هېواد ته رسیدلي دي.

ددوی څخه لومړی لوبغاړی چې په لومړي وار په دغه سیالیو کې ګډون کوي مجیب ځدراڼ و چې د خپلې لوبډلې بریزبین هیټ سره یوځای شو.

ورپسې دویم لوبغاړی راشد خان و چې دغه هېواد ته یې سفر درلود، راشد خان د سویلي افریقا په امزانسي لیګ کې له ګډون وروسته استرالیا ته روان شوی و، نوموړی د ۲۰۱۸م تر ټولو بوخت لوبغاړی ګڼل شوی.

درېیم لوبغاړی محمد نبي دی چې نن د جمعې په ورځ استرالیا هېواد ته سفر لري، نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کاږلي وو چې استرالیا ته اوږد ۱۴ ساعته سفر لري، چې لا به یې هم سفر دوام لري.

دغه درې مشهور افغان لوبغاړي دا مهال د نړۍ په هر لیګ کې لوبیږي، چې د خپلو لوبډلو په ګټه په زړه پورې کارکردګي ترسره کوي.

په بیګ بیش لیګ کې راشد خان او محمد نبي د خپلو پخوانیو لوبډلو ایډلیډ سټرایکرز او میلبورن رینګیډز لخوا لوبیږي او مجیب ځدراڼ د بریزبین هیټ لوبډلې سره خپله جادو ښايي.

دغه سیالۍ به د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د راشد خان او مجیب ځدراڼ لوبډلو ترمنځ پېل شي او د فروري میاشتې تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x