راځئ توبه وکاږو!

عبدالمالک همت

(۲مه برخه)

درواغجنه توبه :

منصور بن عمار وايي چي ما يو اشناى درلود چي د ګنهونو په تر سره کولو سره يې پر ځان ظلم کاوه. خو يو وخت يې توبه وکښل . ما به هغه ډېر ليدى چي په ښو کارونو، عبادت، لمانځه، روژو نيولو او تهجد او داسي نو رو به بوخت وو.

بيا هغه وو چي څو ورځي مي نه ليدى. بيا چا راته وويل چي هغه ناروغه دى. نو زه يې د پوښتني لپاره کور ته ورغلم. کله چي مي دروازه وروټکول لور يې راووتل او راته ويې ويل چي څوک دي په کار دى؟ ما ورته وويل چي پلار ته دي ووايه چي پلانى راغلى دى. نو هغه وو چي ماته يې کورته د ننوتلو اجازه راکړه.

کله چي کورته ورننوتلم ومي ليد چي د کور د غولي په منځ کي يې پر کټ باندي اړخ وهلى دى. او مخ يې خورا ډېر تور سوى وو. سترګي يې بې نوره سوي وې او شونډان يې وچ سوي او ترخي ترخي چاودلي وه. ما په داسي حال کي چي له قوارې څخه يې وبېرېدم ، ورته وويل: ﴿ لا اله الا الله ﴾ ډېر ډېر وايه. هغه ستر ګي په ډېر تکليف پرانيستې ، راته ويې کتل او بېرته بې سده سو. بيا مي ورته وويل: وروره د ﴿ لا اله الا الله ﴾ کلمه ډېره ووايه او بيا مي هم کلمه ورته تکرار کړه.

دغه مهال يې سترګي پرانيستې او راته ويې ويل: اى منصوره وروره ! دا داسي کلمه ده چي زما او د هغې ترمنځ واټن راغلى دى. ما وويل لاحول ولا قوة الا بالله العلى العظيم. بيا مي ورته وويل : وروره ستا هغه لمونځونه ، روژې، تهجد او عبادتونه او ښه کارونه څه سول؟ راته ويې ويل: دا د خداى لپاره نه وه او ما په درواغو توبه کښلې وه او دا کارونه ما د دې لپاره کول چي خلک ښه را باندي ووايي دا ټول په ريا وه.

کله چي به زه په کور کي يوازي سولم ډول ډول نارواوي به مي کولې، نه لمونځ وو، نه بل څه ، شراب به مي خوړل، ډول ډول سازونه او سندري به وې او زه به وم او په دې ډول مي د خداى پر ضد هر ناوړه عمل تر سره کاوه تر دې چي ناروغه سوم او د مرګ تر پولي ورسېدم. نو مي دغي لور ته وويل چي: قرآن کريم راته راوړه.

کله چي مي قرآن کريم په لاس کي ونيو ومي ويل: الهي ستا د دغه قرآن په برکت ماته شفا راکړه، زه ژمنه درسره کوم چي بيا به هيڅکله بد کارونه نه کوم . نو هغه وو چي لوى څښتن جل جلاله رحم راباندي وکړ او روغ سوم.

کله چي جوړ سوم شيطان زما او د لوى څښتن ترمنځ هغه کړې ژمنه راڅخه هېره کړه او بېرته مي هغو خپلو ناوړو کارونو ، خوندونو او ساز او سرود ته مخه کړه، څو موده همدغسي راباندي تېره سوه چي بيا ناروغه سوم.

دا ځل بيا د مرګ تر پولى ورسېدم، نو مي د خپل پخواني عادت سره سم مېرمني ته امر وکړ چي د کور غولي ته مي وباسي. بيا مي قرآن مجيد راواخيست او څو آيته مي تلاوت کړه او بيا مي لوى څښتن ته زارۍ وکړې چي ستا د دغه کلام په حق او برکت مي دا وار لا هم جوړ کړه ، بيا داسي نه کوم.

خداى جل جلاله مي بيا پر حال رحم وکړ او بيا يې جوړ کړم. خو ما بيا هغه ناوړه کارونه پيل کړل. چي دا دى بيا دغسي ناروغ سوم. بيا مي قرآن کريم را واخيست چي تلاوت يې کړم، خو داځل هيڅ حرف نه راته معلوميږي. نو پوه سوم چي خداى جل جلاله را باندي په قهر سوى دى.

نو مي سر آسمان ته پورته کړ او ومي ويل: اى لويه خدايه ! دا رنځ را څخه واخلې! نو يو ږغ مي تر غوږو سو، چي راته وايي: کله چي ناروغ سې توبه کاږې او کله چي روغ سې بيا ته يې او هغه ستا ناوړه کارونه !

منصور بن عمار وايي چي زما ترسترګو اوښکي راغلې او ځني را ووتلم. خو تر کوره لا نه وم رسېدلى چي خبر سوم چي سا يې ورکړه.

هو ګرانه لوستونکې ! توبه، په ژبه توبې کښلو ته نه وايي! بلکي توبه په پټه او ښکاره په زړه پر ګنهونو پښېماني او تېر تريخ او ناوړه حالت ته نه ورګرځېده باله سي.

له څه شي څخه توبه وکاږو؟

توبه له کوچنيو او لويو (صغيره او کبيره) ګناهونو څخه ايستل کيږي. او هر انسان، په تېره توبه کوونکى بايد په هغو ناوړو کړو چي توبه ځني کاږي پوه سي او ويې پېژني، که څه هم په اجمالي توګه وي، څو ډډه ځني وکړي.

او که چيري په اخته سوى وي، توبه ځني وکاږي او لکه چي څرګنده ده لوى څښتن جل جلاله په خپل عميم فضل او کرم د توبې ډېره ارته دروازه پرانيستې ده، هغه په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کريم کي د توبې کښلو په هکله ډېر ځايونه امر کړى دى، خپل بنده ګان يې ورته هڅولي دي او د هغې د قبلولو ژمنه او وعده يې کړې ده.

هغه سبحانه د هرچا توبه قبلوي، کافر وي، که مشرک، منافق وي، که فاسق، مرتد وي که کوم بل طاغي او باغي، ملحد او زنديق وي که ظالم يا په نورو ناوړو چارو او ګنهونو اخته وي.

د توبې او استغفارترمنځ توپير:

د استغفار ماده ”غفر“ ده، چي د استفعال د باب مصدر دى. د استغفار معنا ده د مغفرت او بخښني او د ګناه د معافۍ غوښتل.
لکه چي څرګنده ده، کله کله يوازي توبه بې له استعفاره ذکر کيږي، لکه چي لوى څښتن فرمايي: ﴿ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ (222) ﴾[البقرة : ٢٢٢ ]

ژباړه: بې شکه چي الله خپل هغه بنده ګان خوښوي چي بيا بيا رجوع ورته کوي (يعني له ګنهونو څخه توبه کاږي او د بخښني غوښتنه ځني کوي)، او هغه کسان خوښوي چي پاک خواپاکي اوسي (له فواحشو او ککړتياوو څخه ليري ګرځي).

البته په قرآن کريم کي دغسي نور آيتونه هم سته.

خو کله کله بيا توبه د استغفار سره ملګرې وي، لکه چي لوى څښتن فرمايي:
﴿ وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ﴾[هود:٣]

ژباړه: او (دغه قرآن کريم لارښوونه کوي) چي: که تاسي له خپل پروردګار څخه (د پخوانيو) ګنهونو بخښنه وغواړئ او رجوع ورته وکړئ (او په راتلونکې کي د ګنهونو له تر سره کولو څخه توبه وکاږئ او پر دې توبه باندي همېشه توب وکړئ). نو هغه به (ستاسي د رشتياني استغفار او مخلصانه توبې په سبب) تر يوې ټاکلي مودې (د مرګ تر ګړيه) پوري (له رزق او پراختيا او د دې جهان د ژوندانه له ښېګڼو څخه) د (ګټي ترلاسه کولو او) ښه خوند اخيستلو موکه درکړي او (په آخرت کي به د خپل عدل سره سم) هر د فضل او احسان خاوند ته د هغه د فضيلت او احسان (علم او عمل) زيات اجر ورکړي.

دغسي نور آيتونه هم په قرآن کريم کي سته.

په دې توګه استغفار د زړه له کومي پر ګناه باندي پښېماني او بيا د هغې د نه کولو ژمنه ده. او علامه ابن القيم بيا ويلي دي چي استغفار د تېر شر او معصيت څخه د وقايې غوښتنه ده او توبه رجوع او د هغه شر او ګناه څخه چي په راتلونکې کي ځني وېريږي د وقايې غوښتنه ده.

البته کله چي توبه او استغفار بېل بېل ياد سي، نو يو د بل په مسمى کي داخل سي. په دې توګه توبه رجوع ده او استغفار له ګناه څخه مفارقت باله سي.

مغفرت :

مغفرت له ”غفر“ څخه اخيستل سوى دى. چي معنا يې ده: د ګناه بخښل او سترګي ځني پټول. لکه چي تر توبې او استغفار وروسته الله تعالى پر خپل بنده خپل رحمت لوروي او بخښي يې.

عـفـو :

د عفوي معنا هم بخښنه او ګردسره تر ګناه او تېروتني تېرېدنه او د ګنهونو له منځه وړنه ده. د مغفرت معنا مازي بخښل دي، اما د عفوي معنا ګردسره تر ګناه تېرېدل او د هغو له منځه وړل دي. عفو تر مغفرت وروستۍ مرحله ده. داسي وبوله چي د ګناه بخښنه مغفرت دى او د ګناه د جرم بېخي له عملنامې څخه ايسته کول”عفو“ ده. ګواکي د عفوي په نتيجه کي ګنهکار داسي سو لکه ګردسره چي يې ګناه نه وي کړې.

له لوى څښتن څخه بخښنه د عفوي په الفاظو غوښتل ډېره ښه ده. لکه چي د قدر د شپې ځانګړې دعا داده:
﴿ اللَّهُمَّ إِنَّكَ عُفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي﴾

ژباړه: اى لويه څښتنه ! ته معافوونکي او تر حد تېر بخښونکي او د کرم څښتن يې او عفو او تېرېدنه خوښوې، ځکه نو ما معاف کړه او تر ګنهونو مي راتېر سه.

ګنهکار چي توبه وکاږي او له الله تعالى څخه د مغفرت غوښتنه وکړي، نو يې الله تعالى وبخښي او چي بنده زياته پښېمانتيا څرګنده کړي او له خدايه عفو وغواړي، نو الله د ده د ندامت او ډېري وېري له امله له عفوي څخه هم کار اخلي او بالکل يې معافوي او له عملنامې څخه يې ګناه محو کوي. البته د رشتياني توبه کوونکي سره دا هم کوي چي د هغه د ګنهونو پر ځاى نېکۍ ليکي.

نصوح توبه:

نصوح توبه هغي توبې ته وايي چي رشتينې، خالصه او حقيقي او قطعي وي، هيڅ شبهه او علت پکښي نه وي او بيا هيڅ ماته نه سي او له ټولو ګناهونو څخه وي.

د دې توبې يادونه په قرآن کريم کي يو وار په التحريم سوره کي سوې ده، په دې ډول:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ﴾ [التحريم : ٨]

ژباړه: اى مومنانو! الله ته (داسي) رشتينې توبه وکاږئ ( چي بيا هيڅ ور ونه ګرځئ او هيڅ اراده يې ونه کړئ)، ګوندي الله ستاسي څخه ګنهونه ورژوي او تاسي ته په داسي جنتونو کي ځاى در کړي چي تر ونو لاندي يې ولې بهيږي.

په التوبة وظيفة العمر کتاب کي وايي چي نصوح توبه هغه ده چي يوازي د خداى له ويري وي او د جاه او جلال او چوکۍ د خونديتوب مطلب پکښي نه وي او نه د مال او خپل واک د ساتني لپاره وي. همدا راز د دې لپاره هم نه وي چي خلک يې ښه ووايي او د هغو د بد ويلو څخه د تښتېدو لپاره وي.

البته که دغسي نصوح توبه څو ک وکاږي لوى څښتن به يې ټول ګنهونه وبخښي او چي پر دغه توبه ټينګ ودريږي بدۍ په يې په نېکيو واوړي.

د توبة النصوح په باره کي د علماى کرامو نور بېل بېل قولو نه هم سته. چي له هغو څخه ځيني دادي:

١. نصوح هغه توبه ده چي وروسته يې د ګناه خوا ته ګرځېده داسي ناممکن سي، لکه تيو ته چي د شيدو ورګرځېده ناشوني دي .

٢. نصوح هغه توبه ده چي ورپسې يې د بنده په زړه کي تل دا وېره وي چي زما توبه به قبوله سي که نه؟ او د دې تر څنګ پر کړو ګنهونو باندي سخت پښېمانه هم وي.

٣. نصوح توبه هغه ده چي تر هغې وروسته انسان بيا بيا توبې کولو ته اړ سي.

٤. نصوح توبه هغه ده چي په زړه کي پښېماني، په ژبه استغفاروي او ګناه پېږدي او په راتلونکې کي د ګناه نه کولو ټينګ هوډ او عزم وکړي.

٥. نصوح توبه داده چي د ګناه بدي تل د بنده په ذهن کي ور ګرځئ . ګواکي تل هغه ويني.

٦. نصوح توبه داده چي د ګناه د دروند والي له امله يې دا پراخه ځمکه تنګه په نظر ورځي او تل د ګناه د وريادېدو له امله نفس تنګه وي.

٧. نصوح توبه داده چي د خلکو سره ټولي شخړي او لانجې ختمي کړي، د خلکو حقوق ورکړي، ځان له هر څه څخه فارغ کړي او په نېکو اعمالو اخته سي.

٨. په پلاوو پلاوو د ګناه له امله خپل ځان ملامت کړي او ټول عمر پښېماني پر څرګنده کړي، څو د نورو ګنهونو له آفته فارغ سي.

٩. ګناه تر سره کول يې له ذهن څخه داسي ووزي چي هيڅ يې په ياد کي نه ور ګرځئ. او د دې لپاره چي توبه ښه قبوله سي د لوى څښتن سره زيات محبت کوونکى سي او د بل چا مينه له زړه څخه وباسي.

١٠. نصوح توبه قبولي سوي توبې ته وايي او په هغې کي د درو شرطونو موجوديت اړين دى:١. د توبې د نه قبلېدو وېره.٢. د قبلېدو هيله.٣. په ښو کارونو مشغولېدل.

ځيني بيا وايي چي دغه څلور شرطونه ورته ضروري دي:

(الف) په ژبه استغفار.(ب) د بدن غړي له ګناه څخه ليري کول.(ج) په زړه کي د ګناه نه کولو پوخ عزم کول. (د) له بدو مجلسونو څخه ډډه کول.

(نور بيا)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د