کابل، سبا د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخېزې غونډې کوربه توب کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): سبا د شنبې ورځ کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین هیوادونواستازي درې اړخیزه غونډه کوي.

دغه غونډه چې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون کوي ، افغان سوله او د درې ګونو هیوادونو د سیمه ئیزو همکاریو پراختیا به یې د بحث مهم موضوعات وي.

دارګ له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده غونډ‌ه کې به په سولې، سیمه ئیزې همکارۍ. له تروریزم سره په مبارزې او د سیمې په کچه د پرمختیايي پروژو په اړه خبرې اترې کېږي.

خو د سولې عالي شوراء غړي، دا ډول ناستې د افغانستان د افغان سولې په برخه کې بې اغېزې ګڼې

ددې شوراء یوه غړي قاضي محمد امین وقاد «طلوع نیوز» ته په خبرو کې وویل «دا ډول ناستې پخوا هم شوې، خو کومه څرګنده پایله يې نده ورکړې».

دغه غونډه چې د چین په نوښت جوړېږي، موخه یې د جنوبي او مرکزي اسیا د هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو زیاتول او اقتصادي سرچینو ته د لاسرسي په موخه  په افغانستان او سیمه کې د امنیت رغول ښودل شوي.

د راپورونو مطابق، چین به په دې غونډه کې د یوه څارونکي په حیث شتون لري او د پاکستان-افغانستان تر منځ د شوو هوکړو د علمي کېدو څارنه به کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د