نن سبا مجلسونه په څه راټول دي؟

ارشیف

جیلاني خان

عامه مجالس او د جومات، پیتاوي او هوجرو کلیوال بنډارونه هر وخت خپل جلا موضوعات لري، چې دا بنډارونه ورباندې ګرم او هر څوک په کې خپل نظر، خاطره او تبصره بیانوي.

دې ورځو کې که راډیوګانو د سولې او مذاکراتو څرخی اچولی، د افغان اولس عام بنډارونه بیا په یوه بله موضوع راڅرخي.نن په یوه مجلس کې ناست وم، یوه نفر وویل: دې د کافر تخم خو پخوا یوازې طالبان ویشتل مګر اوس یې په عامو خلکو هم شروع کړې. . . ( زه یې په مطلب پوه نه شوم ). . . شیبه وروسته یې پسې زیاته کړه. بیګا ماښام د پکتیکا د مټاخان په ولسوالۍ کې یو سپین ږیری کلیوال ډرون الوتکې ویشتلی او شهید کړی. له دې څو ورځې مخکې د همدې مټاخان ولسوالۍ د نیازو د کلي یو دوکاندار حبیب الله چې له خپلو نورو ملګرو سره د بندسردې لوري ته په منظره وتلی و، د ډرون لخوا وویشتل شو او شهید شو. په همدې مټاخان کې یې څو ورځې مخکې یو بل عادي وګړی هم شهید کړ. یو بل ملګری چې لوی چپړاخه مبایل یې په لاس او فیسبوک یې پرله اړاوه، ددې خبرې په اوریدو یې  د مبایل له سکرینه سترګې راپورته کړې او کړل یې: والله خبره خو همداغسې ده. په فیسبوک کې یې لیکلي و چې په هلمند کې څلور وروڼه چې ډاکټران وو او  په موټر کې سپاره وو ډرون ورباندې واری کړی او شهیدان کړي یي دي.

د ډرون لخوا په ملکي کسانو د نښې پخولو موضوع لا نه وه خلاصه چې د مجلس له بر سر نه یو کلیوال په خبرو کې راولوېد.  آبله ورځ یوه نفر راته کیسه کوله چې د غزني د ناوې بازار یې پاک سوځلی. آبله شپه چې امریکایانو او داخلیانو په دې بازار چاپه وهلې وه، نو د ناوې د بازار ټول دوکانونه یې یا سوځلي او یا یې مات کړي او قیمتي شیان یې ترې وړي. د بازار په شاوخوا کې ۸ د تیلو پمپونه، د خلکو موټران او موټرسایکلان یې هم سوځلي دي. خلکو ته یې بې درکه تاوان رسولی.

د غزني له یادیدو سره د ګیلان د رسنې او د قره باغ د چاپو داستان شروع سو. یوه ویل په قره باغ کې یې دا څو شپې مسلسلې چاپې شروع کړې، چې هر څوک په ګیر ورشي، بس پوښتنه نشته، سمدستي ضربه ده. څو وارې یې عام خلک چې ډير یې ځوانان وو شهیدان کړل. د چاپو له ډاره په قره باغ او شلګر کې ملایانو د کلیو مدرسې رخصت کړي دي، چې هسې نه چاپه ماران ماشوم طالبان په یوه ځای شهیدان کړي، ځکه په وردګو او ډیرو نورو ځایونو کې همداسې پيښ شوي دي. یوه بل نفر وویل د پکتیا په زرمل کې ضربتیانو په څو واره چاپو کې ټول د کورونو عام ځوانان ویشتلي دي، وای اوس ځینو کورنیو خپل ځوانان او زلمکیان کابل، پاکستان او نورو سیمو ته لیږلي دي، چې ژمی له کوره بهر تیر کړي، ځکه ورباندې ډاریږي چې په چاپه کې به یې له نیولو وروسته په مرمیو وولي.

د ضربتیانو په یادیدو دې خبرې بُژ واخیست چې دا ضربتیان اصلا امریکایي ملیشې دي، یعني د افغانستان د حکومت له وازرت دفاع، وزارت داخله، یا کوم بلې ادارې سره مربوط نه دي، بلکې خاص د امریکایانو لخوا روزل شوي، مرکز یې په خوست کې دی، امریکایان قومنده ورکوي او په امریکایي طیارو کې راځي په کلیوالو سیمو چاپې وهي. د ضربتیانو په اړه وویل شو چې د سپیشل فورس او صفر یک په شان بې رحمه او وحشیان دي. یوه نفر کیسه کوله چې د  پکتیا په زرمت کې یې په یوه کلي د چاپې په وخت د یوه کور یوازینی نارینه سرپرست ویشتلی او زخمي کړی و.وای د زخمي ځوان مور چې په نیمه شپه مرګ حالی زوی ورته پروت و او بله مخه یې نه لیده، نو له مجبوریته له کوره وتلې وه، دروازې ته نږدې یې چاپه مارو ضربتیانو ته ویلي وو چې دا زما زوی خو یو ډاکټر ته ورسوئ، وینه ترې روانه ده، هسې نه چې تر سهاره شهید شي. وایي ضربتي چې دسپین سرې مور خبره اوریدلې وه ورته ویلي وو چې ښاااااااا شهید یې هم بولې؟ ته ودرې چې ترې بې غمه دې کړم. بیا کور ته ورننوتی و او د سپین سرې زوی ټپي زوی یې د هغې په مخکې ورته ویشتلی او شهید کړی و.

وایي ضربتیان زیاتره د خوست د تڼیو د سیمې دي او مرکز یې هم په خوست کې دی چې له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې یې امریکایان روزي او اکمالوي او خلک یې د کمپاین عسکر بولي. دغه خلک دومره وحشیان دي چې خبریالان یې حتی د وحشتونو راپور هم نه شي ورکولای. د بي بي سي خبریال احمد شاه چې د ضربتیانو د کوم جنایت په اړه یې راپور ورکړی و بله ورځ یې په سپینه ورځ وویشت.

د بمبارونواو چاپو د تسلسل په اړه اوس په هر مجلس کې ډیر څه ویل کیږي، په فیسبوک کې هم هره ورځ د امریکایانو، سپیشل فورس کومانډو او صفریک قطعې لخوا د ولسي خلکو د وژلو، د کورونو د ورانولو او  عامو خلکو د تعذیب انځورونه خپریږي او د فیسبوک مخ هره ورځ په غم لړلی ویي. وایي ډیر فیسبوکیان اوس صفر یک ته د (کفریک) قطعه وایي. د ولسي خلکو د وژلو دغه سلسله له ننګرهار او کونړ ونیسه، بیا ځه تر غوربند، کندز، میدان وردګ، پکتیا، لوګر، غزنی، هلمند، فراه او آن بادغیس او فاریاب پورې رسیږي. دا عملیات چې حکومت یې د طالبانو په ضد عملیات بولي مګر په سلو کې ۹۹ قربانیان یي ټول عام وګړي دي.

په دې چاپو کې عام اولس یوازې وژل کیږي نه بلکې کورونه یې هم نړول کیږي، د غزني په قره باغ کې وایي د ډيرو زیاتو کورونو دروازې، کړکۍ او حتی دیوالونه له منځه وړل شوي، قره باغ چې ډیر بد یخ لري اوس د دې تخریب شویو کورونو خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

عام افغانان او زیاتره کلیوال داسې مهال د بمبارونو، چاپو او حکومتي ځواکونو د وحشتونو کیسې دهر مجلس سرټکی ګرځولي، چې اشرف غني د د ټاپي او کاسا د داستان له زړیدو وروسته اوس تازه په تازه د لاجوردو نکل اچولی دی. د اشرف غني او ملګرو یې داسې مزاجونه سم دي، لکه په وطن کې بالکل خیر خیرت وي.دوی هره ورځ تر پخوا غوړ مخونه او اوتو کړي د رسنیو مخ ته راوځي او په فیسبوک خپل عکسونه شریکوي.دربدره او چاپو ځپلی اولس له خدای پرته له نورو ټولو خواوو ناهیلی ښکاري.

تبصرې (1)

  • په همدا مجلس کی یو سړی چه بادشاه خان نومیده .په کنج کی ناست په لاس کی یی تسبیح اړولی را اړولی .له جیب څخه یی د نسوارو قوطی راواخیست نسوار یی خوله ته کړل او غږ یی وکړچه ماته غوږ شی ما نوی کیسه راوړی ده.
    بادشاه خان یو په حال سپین ګیری او ملا هم وه،د داود خان په اخری کال حج ته په پښو تللی وه.ټول کلی د بادشاه خان ډیر عزت کولو.په هر څه کی به کلیوالو له بادشاه خان څخه پوښتنه کوله،دینی مسایل به یی ډیر واضح ډول خلکو ته بیان کول،
    د کلی شپون خان زمک په بادشاه خان غږ وکړ،چه وایه حاجی صاحب تا کوم داسی نوی زیری راوړی چه زړونه مو په خوشحاله شی؟
    حاجی صاحب بادشاه خان شروع وکړه وییل چه،
    پنځه ورځی مخته فاریاب پښتون کوټ ولسوالی ته خپلی وریره پوښتنی لپاره تللی وم،د کلی شپون خان زمک غږ په وکړ ،چه ښه،وایه .څه د ولیدل.او څه د راوړل،؟بادشاه خان ورته وویل.خوړین زړه او خپلی پری کولمی می بیرته راوړی خان زمکه.
    خان زمک ور غبرګه کړه چه دا څنګه حاجی صاحب.
    بادشاه خان ورته وویل،خان زمکه،طالیبانو د پښتون کوټ ولسوالی پنځه کلی محاصره کړی دی چه اوس دا کلی نه خوراک او نه څښاک،یو شی هم نه لری،پرون هم ماشومان د لوګی مړه شول خښ مو کړل ،او ڼن چه روانیدم هم د ځیینی ځنکدان وه.سپین ګیری ،سپین سری ښځی هم بی خوده پراته وی،
    ډیه بده ورځ وه،یوه ورځ هغه عسکر چه موږ تاسو یی نوکران،بولو هغوی د خپلی خوله ډوډی ورکړله او عسکرو روژه ونیوله.
    ښایسته خان غږ په وکړ چه حاجی دا خبر ما په فیسبوک کی هم ولید، مرجان په غوصه په خپل ځای کی جګ شو نسوار یی تف کړل .او ویویل ،
    یاره عجیبه ظلمونه،د پاسه مو په ډرون طیاری وژنی،په کورنو کی چاپی،په سړکونو کی بوشکی.راباندی یی ډکی دی بندی خانی،هم څرخکه طیاری، او زیاته یی کړه،
    حاجی صاحب ،دا د محاصری او د لوګی تنده وژل دا خو نوی ماډل ظلم دی.په دا وخت د جومات امام راغی ،او غږ یی وکړ چه اقامت وایی ایماندارو د لمانځه وخت دی.ټول د جمی لمانځه ادا کولو ته جګ شول.خان زمک چه ساده شپون وه .غږ وکړ او ویی ویل.ملا صاحب ،د لمانځه ادا کولو څخه روسته خو همیشه دعا کوو.خو ڼن د جمی لمانځه ادا کولو څخه مخته راځی چه دا دظالیمانو ورکیدلو دعا وکړو.ملا صاحب هم ورسره ومنله په منبر ودریده .او خپل مبارکه عمامه یی له سر څخه لیری او د زړه د اخلاصه په لوړ اواز الله ج دربار ته په ژړا ودریدل او ټولو ظالیمانو که په دولت کی دی او که طالیبانو کی د ورکیدلو،دربدر کیدلو ښیرایی وکړه،او بیا یی جماعت لومنځ ادا کړ.......ا
    ای خلکو دمظلومو د اه او فریاد څخه لیری ګرځی،د سوله روغی جوړی لاره ګوری