د ملکي تلفاتو په وړاندې د دولت شرمناکه چوپتیا

نن ټکی اسیا-سرليکنه

د ولسي وګړو په وړاندې د امریکايي ځواکونو د بریدونو او بمبارونو په دوام کې وړمه شپه هغوی د دولتي ځواکونو په ملتیا د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ د چوکام پر کلی برید کړی چې له امله یې د کلي اوسیدونکو ته درنه مرګه ژوبله اړولې ده.

د پیښې د عیني شاهدانو د وینا پر اساس په یادو عملیاتو کې تر ۲۰ زیات کلیوال ، چې د هغو له جملې څخه ۶ ښځې او ۷ ماشومان دي وژل شوي او یو شمیر نور یې ټپیان دي.
د کونړ له پیښې سره هم مهاله د پنجشنبې د ورځې په ماښام بهرنیو ځواکونو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د سره ګودر په سیمه کې د ډرون په وسیله یو موټر په نښه کړ چې له امله یې د موټر چلوونکی په ګډون دری تنه سیمه ییز روغتیاپالان هم ووژل شول.

تر دې برید دوې اونۍ وړاندې د هلمند په همدي ولسوالۍ کې پر یوه کور باندې د امریکايي الوتکې د بمباري له امله د په نښه شوي کور۳۰ تنه غړي ووژل شول.
خو د دغو ټولو بوږنوونکو پیښو په وړاندې دولتي مسؤلو چارواکو هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د دغو بریدونو د قربانیانو په وژل کیدو باندې ځان خبر کړی دی.
دولتي چارواکي پوهیږي چې بهرني ځواکونه دغه ټول جنایات د هغه شرموونکی امنیتي تړون د توافقاتو له مخې کوي کوم چې ښاغلي اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړۍ ورځ د خپل لومړني فعالیت په توګه ور سره لاسلیک کړ.

د هماغه ننګین تړون په متن کې په واضح ډول بهرنیو ځواکونو ته په افغانستان کې د هرډول جنایت له تر سره کولو څخه قضايي خوندیتوب ورکړل شوی دی، چې یاد ځواکونه اوس د هماغه مصؤنیت له مخې په بیغمه زړه افغانان وژني او په خلاف یې بشر ضد جنایتونه تر سره کوي.

یواځې دولتي چار واکي نه دي چې د امریکايي ړندو بمباریو او شپنیو بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو ولسي افغانانو په وژنې یې چوپتیا غوره کړې؛ بلکې له هغوی سره د بشري حقونو د دفاع اړونده مؤسسې او هغه سازمانونه هم شریک دي کوم چې په ښکاره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دغه بشر ضد جنایات د سر په سترګو ویني خو د مخنیوي او یا هم د عملي تقبیح په اړه یې هیڅ اقدام نه کوي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

د قاطل له مذدور څخه طمعه لرل غلط کار دی ! ددې ناورین او ظلم د ختمولو لپاره ملي قیام او د طالبانو
په څنګ کې درېدل دي بله لار یې نشته !

امین صافی
میلمه
امین صافی

بمبار امریکایان کوی او پړه یی دولت په غاړه اخلی . او دانور دی هم خیریوسی بمبار امریکایانو کړی عام خلک او ماشومان یی شهیدان کړی دی او طالبان میزایل په اسعداباد په ښاریانو وروی مونږ کوم یو ته ښه او وایو دواړه دی الله تعالی په خپل غضب ککړ کی امین

سلام
میلمه
سلام

طالبان چه د بریاوو په درشلو کی قرار څو مخو هم خپلی خبری تر پخوا بدلی کړی پخوا به یی اشغالګرو ته جهانی مرستندوی ویل چه زمونږ هیواد ته یی دموکراسی راوړی، زمونږ هیواد ابادوی او مونږ ته د مور په شان شدی راکوی، اوس چه طالبان په بریاوو کی دی ، منافقینو اوس خپلی خبری داسی جوړی کړی لکه امین صافی چه وایی : [ بمبار امریکایان کوی او پړه یی دولت په غاړه اخلی . او دانور دی هم خیریوسی بمبار امریکایانو کړی عام خلک او ماشومان یی شهیدان کړی دی او طالبان میزایل په اسعداباد په ښاریانو… نور لوستل »